قَالَ أَلَمْ ۷۵۶ طٰهٰ

فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى ﴿۱۲۰﴾ فَأَكَلَا مِنْهَا فَبَدَتْ لَهُمَا سَوْآتُهُمَا وَطَفِقَا يَخْصِفَانِ عَلَيْهِمَا مِنْ وَرَقِ الْجَنَّةِ وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى ﴿۱۲۱﴾ ثُمَّ اجْتَبَاهُ رَبُّهُ فَتَابَ عَلَيْهِ وَهَدَى ﴿۱۲۲﴾

پس لمسه اوکړه هغه ته شیطان اوئیل ئی ای آدم آیا اوښایم تاته ونه دهمیش والی او دبادشاهئ چه نه به زړیږی ﴿۱۲۰﴾
او اوخوړو دی دواړو ددغه ونی نه پس ښکاره شول دوی ته عورتونه ددوی اوشروع شول لگولی ئی په ځان باندی دپانړو دجنت نه او خلاف اوکړو آدم دحکم درب ته (په هیره سره) نو مراد ته اونه رسیدو ﴿۱۲۱﴾
بیا غوره کړو ده لره رب دده نورحمتونه ئی پری را اوگرځول اوکلک ئی کړو ﴿۱۲۲﴾

[۱۲۰] په دی کښی وسوسه ده په دوو طریقوسره اول داچه ددی ونی په خورا ک سره همیشوالی حاصلیږی یعن دمرگ نه به بچ شئ - دوهم داچه په دی سره هغه نعمتونه حاصلیږی چه دهغی فنانیشته - یعنی ته به هم همیشه شی اونعمتونه به هم همیشه وی او شجرة الخلد په حقیقت کښی بله ونه وه چه ابن کثیرپه روایت داحمد سره ذکرکړی ده اوشیطان په دروغه سره دی شجری (چه آدم علیه السلام ترینه منع شویوؤ) ته دانوم کیخودلو -
[۱۲۱] لفظ د سوأة او خصف کول صریح دلیل دی چه دهغوی نه لباس لری شو اوبربنډ شول اوعورتونه ئی ښکاره شول لیکن تنبیه په مقابل دتثنیه تقاضا کوی چه هریوته خپل عورت ښکاره شو دبل دعورت لیدلو دلیل نیشته اودا عیب نه دی لیکن دطبع نه خلاف دی اوددی صریح الفاظو تحویل کول اوداسی وئیل چه د جنت یونیفورم ترینه لری شو اونوری جامی ورپوری وی او سوءة په معنیٰ د نقصاناتوسره ده دا تحریف دی - عصیان مخالفت دامر ته وائی، که قصد سره وی، اوکه په هیری سره وی، هرکله چه قصداً دی نوهغه گناه ده، اوکه چه هیره وی نوگناه نه ده، اومخالفت دآدم علیه السلام په هیری سره وو، نودا دلیل نه دی دهغه په گنهگارکیدلو اوغوایت په معنیٰ دمحروم کیدو دی دمقصد نه یعنی آدم علیه السلام چه په وسوسی دابلیس سره خوراک دونی دکوم مقصد دپاره اوکړو نوهغه مقصد ورته حاصل نه شو - امام قرطبی په خپل تفسیرکښی دوه ضروری خبری لیکلی دی اوله داچه هیچ چا له دا نه دی جائز چه آدم علیه السلام په باره کښی په طریقه داخبارمستقبل سره دا جمله استعمالوی مگرهغه وخت جائزده چه تلاوت دقرآن کوی، یاحدیث نقل کوی، دوهمه خبره داده چه هیچ چاله دانه دی جائز چه داسی اووائی چه آدم علیه السلام عاصی یاغاوی وؤ ځکه چه صیغه دفعل مستلزم نه ده اطلاق داسم فاعل لره -
[۱۲۲] مراد اجتباه او هدایت نه ترقی دمرتبی ده اوکلکول دی دادلیل نه دی په دی خبره چه دا کار د آدم علیه السلام دنبوت نه مخکښی کړی وو لکه چه معتزله وائی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>