اقْتَرَبَ ۷۶۴ الأنبياء
قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۱۴﴾ فَمَا زَالَتْ تِلْكَ دَعْوَاهُمْ حَتَّى جَعَلْنَاهُمْ حَصِيدًا خَامِدِينَ ﴿۱۵﴾ وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لَاعِبِينَ ﴿۱۶﴾ لَوْ أَرَدْنَا أَنْ نَتَّخِذَ لَهْوًا لَاتَّخَذْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا إِنْ كُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۱۷﴾
دوی اوئیل های تباهی ده زمونږ یقیناً ؤو مونږ ظالمان ﴿۱۴﴾
پس همیشه وی دغه چغی ددوی تردی چه اوگرځول مونږ دوی دل دول مړه شوی ﴿۱۵﴾
اونه دی پیدا کړی مونږه آسمان او ځمکه اوهغه چه ددی په مینځ کښی لوبی کؤونکی ﴿۱۶﴾
که چیری غوښتلی مونږ چه اونیسو مشغله خامخا نیولی به وی مونږ هغه دخپلی خوانه که چیری داکار مونږ کولی ﴿۱۷﴾
[۱۴] دا اقرار او پښیمانتیا ده په ظلم اوپه گناهونو باندی په داسی وخت کښی چه فائده نه ورکوی -
[۱۵] مراد دادی چه په دی اقرار باندی دوی نه عذاب نه دی دفع کړی شوی (حَصِيدًا) هغه فصل ته وئیلی شی چه لوکړی شی او ټکړی شی (خَامِدِينَ) خمود په اصل کښی داور مړکیدل دی په دی کښی اشاره ده چه ددوی غرور تکبر او غصه داور په شان وه خولکه چه اور مړشی دغسی ددوی زور شور او غصه هم مړه شوه -
[۱۶] ددی آیت نه تر (۳۰) پوری دوهم باب دی په دی کښی مختصر دوه عقلی دلیلونه دی دپاره دتذکیر (۱۹،۱۶) کښی اودوه نقلی دلیلونه دی دپاره دتذکیر یو دملائکونه او دوهم دتمام انبیاؤ نه اجمالاً (۲۵،۲۱،۲۰،۹۰) یعنی آسمانونه او ځمکه عبث او بی فائدی نه دی پیدا کړی شوی بلکه پیدا کړی شوی دی دپاره د دلالت په وجود د اللّه تعالٰی اوپه توحید باندی اودارنگ صٓ (۲۷) کښی دی اوسورة دخان (۳۹،۳۸) کښی دی -
[۱۷] په دی آیت کښی یوتوجیه داده چه مراد دلهواً نه عبث دی چه مشغولول کوی یعنی که مونږ اراده کولی چه آسمانونه ا وځمکه می صرف د خپل مشغولا دپاره پیدا کولی نومابه د ځان سره ساتلی اوتاسو ته به می ددی دلیلونه نه ښکاره کولی اودا توجیه د آیت تیرشوی اوراتلونکی سره مناسبت او ربط لری - دوهمه توجیه داده که مونږ ولد نیولی نودهغه چانه به می ولد جوړکړی وی چه ځما سره دی اوپه خپله خوښه به می نیولی - ستاسو خوښی ته به می نه پریخودلی (إِنْ كُنَّا) اِن په معنیٰ د نفی دی یعنی نه یو مونږ کوؤنکی ددی کاریا اِن شرطیه دی اوجزاؤ دمخکښی په قرینی سره پټه ده یعنی که چیری مونږ دا کارکولی نوجنت جهنم جزاء سزاء وغیره به می نه پیدا کولی - دوهمه معنیٰ داده یعنی که چیری مونږ کولی نوستاسو خوښی ته به می نه پریخودله -