اقْتَرَبَ ۷۶۵ الأنبياء
بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ وَلَكُمُ الْوَيْلُ مِمَّا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ وَلَهُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَنْ عِنْدَهُ لَا يَسْتَكْبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِهِ وَلَا يَسْتَحْسِرُونَ ﴿۱۹﴾ يُسَبِّحُونَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ لَا يَفْتُرُونَ ﴿۲۰﴾ أَمِ اتَّخَذُوا آلِهَةً مِنَ الْأَرْضِ هُمْ يُنْشِرُونَ ﴿۲۱﴾ لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۲۲﴾ لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ ﴿۲۳﴾
بلکه ورگذارؤ مونږ حق لره په باطل باندی نو زخمی کړی دماغ دهغه پس دغه وخت هغه وران شی اوستاسو دپاره تباهی ده دوجی دهغه خبرونه چه وائی تاسو (په باره د اللّه تعالٰی کښی) ﴿۱۸﴾
اوخاص د اللّه تعالٰی په اختیار کښی دی هغه څوک چه په آسمانونو کښی دی اوپه ځمکه کښی دی اوهغه څوک چه هغه ته نزدی دی لوئی نه کوی دبندگئ دهغه نه اونه ستړی کیږی ﴿۱۹﴾
پاکی وائی د اللّه تعالٰی شپه اوورځ نه سستی ښکاره کوی ﴿۲۰﴾
آیا نیولی دی دوی معبودان دځمکی والونه چه هغوی ژوندی کول کولی شی ﴿۲۱﴾
که چیری وی په ځمکه او آسمانانوکښی مبعودان برحق ډیر سیوا د اللّه تعالٰی خامخ خراب شوی به ؤو انتظام ددی دواړو پس پاک دی اللّه تعالٰی چه مالک دعرش دی دهغه څه نه چه دوی ئی بیانوی ﴿۲۲﴾
تپوس نه شی کیدی د اللّه تعالٰی نه دهغه کارچه هغه کوی اوددی مخلوق نه تپوس کیدی شی ﴿۲۳﴾
[۱۸] دا اضراب دی د مخکښی نه یعنی لهونه ده بلکه دا دلیلونه د حق د اثبات اودباطل د رد دپاره دی حق قرآن دی اوباطل دی دروغ ددوی او اللّه تعالٰی ته دعبث او د ولد نسبت کول دی، اوحق حجت او دلیل دی اوباطل شبهات دمنکرینو دی (مِمَّا تَصِفُونَ) نه مراد نسبت د ولد اودلهو دی اللّه تعالٰی ته -
[۱۹] په دی آیت کښی مختص دوهم عقلی دلیل دی او ذکر دعجز دملائکو دی دپاره ددلیل نقلی اونفی دالوهیت اوولدیت د ملائکونه ( وَمَنْ عِنْدَهُ) مراد ددی نه ملائک دی -
[۲۰] داهم بیان دحال دعبودیت دملائکو دی - او دکعب الاحبارنه نقل دی چه دوام دتسبیح دملائکوداسی دی لکه چه انسان ساه اخلی، نه په هغی ستړی کیږی اونه پری دنور کار نه مشغولیږی، پریخودل دیوکار دپاره ددری سببونونه یو سبب وی اول استکبار دوهم ستړی کیدل دریم ناراستی اوسستی کول اوپه ملائکوکښی دادری واړه اوصاف نیشته -
[۲۱] دا زجردی په شرکاؤ جوړولو د ځمکی والونه یعنی بتان، اولیاء، مړی یا ژوندی (يُنْشِرُونَ) د نشورنه دی په معنیٰ د ژوندی کولو اول ځل یا دوباره ژوندی کول لکه سورة الفرقان (۳) کښی دی -
[۲۲] په دی کښی رد دی په اتخاذ د الٰهو باندی چه مخکښی آیت کښی تیرشو اوپه دی کښی دوه توجیه دی - اوله توجیه بنا ده په دی خبری باندی چه مراد د الٰهه نه مستقل قدرت او اختیار اوتصرف والا دی اوفساد نه مراد نیشت والی دی یا د انتظام بربادی ده - نو معنیٰ دا شوه چه په ځمکه او آسمانونو کښی مستقل تصرف کوونکی ډیروی نوځمکه او آسمانونه به نه وؤ - یا انتظام به ئی برباد شوی وؤ اووجه داده چه ایجاد ددی به یا ددواړو په قدرت مستقله سره وی یادیو تن په قدرت سره اول خو ځکه باطل دی چه دوه مستقل قدرتونه دوه مستقل علتونه شو اوپه یو شی (معلول) باندی دوع علتونه نه شی جمع کیدی - اوکه دیو په قدرت سره موجود شی نوبل به عبث شی اوترجیح بلا مرجح به راشی - اودا دالوهیت سره منافی دی -دارنگ وئیلی کیدی شی چه آلِهه گنړشی نو عالم به غیرممکن شی - ځکه چه دتمانع (یوبل منع کول په زورسره) به ممکنه شی اوتمانع سره الوهیت باطلیږی - اوددی ملازمه په سورة مؤمنون (۹۱) کښی ده - ددی نه معلومه شوه چه دا دلیل داثبات دتوحید دپاره قطعی او یقینی دی - دا قول دتفتازانی په شرح عقائد کښی بی مناسبه دی چه هغه وائی چه دا اقناعی او ظنی دلیل دی تفسیر روح المعانی اونورو اهل علمو هم په ده باندی رد کړی دی - دوهمه توجیه بنا ده په دی خبره چه مراد آلِهونه هغه آلِهه دی چه مشرکانو اللّه تعالٰی سره شریک جوړول لکه په سورة اسراء (۴۲) کښی دی - اودهغوی آلِهه خو عاجزدی او عاجز خو د ځمکی او آسمانونو نه شی سمبالولی نو معنیٰ داشوه چه ددی مشرکانو دا آلِهه (چه ضعیف او کمزوری دی) که د ځمکی او آسمانونو یعنی ددنیا تدبیر کوؤنکی شی لکه چه اوس هم مشرکان قطبان او غوثان ددنیا تدبیرکوؤنکی گنړی نودا انتظام به خراب شوی وی ځکه چه هغوی کمزوری دی - (فَسُبْحَانَ) دا نتیجه ده ددی دلیل مخکنی (رَبِّ الْعَرْشِ) په دی کښی اشاره ده چه اللّه تعالٰی نظام چلوؤنکی دی اودا نظام ئی بل چاته سپارلی نه دی (يَصِفُونَ) ولد او شریک -
[۲۳] دابل دلیل د توحید دی چه آلِهه ددی مشرکانو د اللّه تعالٰی نه سیوا عاجزدی او اللّه تعالٰی سره قدرت مستقله دی (لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ) اعتراض نه شی کیدی دهغه په هیڅ کارباندی ځکه چه هرکارکښی حکمت دی اوحساب هم ورسره نه شی کیدلی -