اقْتَرَبَ ۷۶۶ الأنبياء

أَمِ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ آلِهَةً قُلْ هَاتُوا بُرْهَانَكُمْ هَذَا ذِكْرُ مَنْ مَعِيَ وَذِكْرُ مَنْ قَبْلِي بَلْ أَكْثَرُهُمْ لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ فَهُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۲۴﴾ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ ﴿۲۵﴾ وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمَنُ وَلَدًا سُبْحَانَهُ بَلْ عِبَادٌ مُكْرَمُونَ ﴿۲۶﴾

آیا نیولی دی سیوا د اللّه تعالٰی نه حق داردبندگئ ته اوایه راوړی پوخ دلیل خپل دا (رددشرک) وعظ ځما دملگرودی او وعظ دهغه چا دی چه ځمانه مخکښی دی بلکه ډیر ددی خلقونه نه پوهیږی په حق باندی نودوی مخ گرځوی ﴿۲۴﴾
اونه دی لیږلی مونږ مخکښی ستانه هیڅ رسول مگروحی کوله مونږ هغه ته یقیناً چه نیشته حق دار دبندگئ سیوا زمانه پس بندگی خاص مالره کوئ ﴿۲۵﴾
اودوی وائی نیولی دی رحمان اولاد پاک دی هغه بله دوی (محتاج) بندگان دی عزت ورکړی شوی دی ﴿۲۶﴾

[۲۴] هرکله چه مخکښی دلیل په توحید باندی ذکرشو نواوس زجردی چه په اتخاذ د آلِهه دوی لره دلیل نیشته (هَذَا ذِكْرُ) نه مرا دادی چه دا مسئله دتوحید اورد دشرک دټولو پیغمبرانو اود کتابونو الٰهیو مسئله ده - (لَا يَعْلَمُونَ الْحَقَّ) حق توحید دی اوقرآن دی اودادلیل دی جه جهل سبب داعراض دی -
[۲۵] دا تائید دی دتیرشوی آیت چه په مسئله دتوحید باندی ټول انبیاء علیهم السلام رالیږلی شوی دی اودا دلیل نقلی اجمالی یا اجماعی دی دټولو انبیاؤ نه اوداسی په سورة نحل (۳۶) اوسورة زخرف (۴۵) کښی هم دی -
[۲۶] په دی کښی زجردی په نسبت کولو دولد اللّه تعالٰی ته دولد حقیقی یا حکمی نسبت کوی دحکمی معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی ورله اختیار او تصرف ورکړی وی چه په هغی وجه دوی د بعضی حاجتونو پوره کولو ‌ذمه واران دی - اود رد دپاره ددغه صالحینو بندگانو اته صفات دعجزئی ذکرکړی دی په دی آیت کښی دوه صفتونه دی - اول صفت عباد عاجزی کوونکی دی اومحتاج دی (۲) ( مُكْرَمُونَ) کرامت او عزت والا دی په نیز د اللّه تعالٰی یعنی کرامت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>