اقْتَرَبَ ۷۶۷ الأنبياء
لَا يَسْبِقُونَهُ بِالْقَوْلِ وَهُمْ بِأَمْرِهِ يَعْمَلُونَ ﴿۲۷﴾ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى وَهُمْ مِنْ خَشْيَتِهِ مُشْفِقُونَ ﴿۲۸﴾ وَمَنْ يَقُلْ مِنْهُمْ إِنِّي إِلَهٌ مِنْ دُونِهِ فَذَلِكَ نَجْزِيهِ جَهَنَّمَ كَذَلِكَ نَجْزِي الظَّالِمِينَ ﴿۲۹﴾
نه ړواندی کیږی د اللّه تعالٰی نه په وینا کښی اودوی دهغه په حکم سره عمل کوی ﴿۲۷﴾
خبردی اللّه تعالٰی په هغه حالاتو چه ړواندی ددوی دی اوهغه چه روستو ددوی دی اوسفارش نه شی کولی مگرصرف هغه چالره چه غوره کړی وی اودوی دوجی د ویری د اللّه تعالٰی نه مینه کؤونکی دی دهغه سره ﴿۲۸﴾
اوچاچه اوئیل ددوی نه چه زه هم د خدائی څه صفت لرم سیوا د اللّه تعالٰی نه نودغه کس به سزا ورکؤو مونږ جهنم دغسی سزا ورکؤو مونږ ظالمانوته ﴿۲۹﴾
[۲۷] په دی آیت کښی دوه صفتونه دی یعنی په وینا کولو کښی د اللّه تعالٰی نه خلاف نه کوی ځکه چه سبقت په ویناکښی کنایه ده په عرف کښی د مخالفت کولونه او د اللّه تعالٰی دامر موافق عمل کوی -
[۲۸] په دی آیت کښی ددوی دری صفات ذکرکوی یعنی اللّه تعالٰی ددوی په ټولو حالتونو عالم دی، مابین ایدیهم کښی راتلونکی حالات اوما خلفهم کښی تیرشوی حالات مراد دی یا مخه اوشا مراد ده اواشاره ده ټولو زمانو او ټولو طرفونوته - که په دوی کښی صفت دقدرت او اختیار مستقله موجود وی نو اللّه تعالٰی ته به معلوم وی اودا رنگ دوی شفاعت دمشرکینو دپاره نه شی کولی نورد دی په مشرکانوباندی چه ددوی دشفاعت کولو امیدونه مه لرئ اودوی ویره کوونکی دی (إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى) مراد ددی نه مؤمن مؤحد دی چه اللّه تعالٰی غوره کړی دی په رضا خپلی سره لکه سورة طٰهٰ (۱۰۹) کښی تیرشوی دی خشیت، ویره کول سره دتعظیم نه او اشفاق، دویری دوجی نه زړه نرمیدل دی -
[۲۹] په دی کښی ذکر دی داتم صفت چه دوی لره حق نیشته چه دعویٰ دالوهیت اوکړی - تفسیرقرطبی لیکلی دی اگرچه معصوم دی لیکن په عبادت سره مکلف دی نودارد دی په هغه چاباندی چه وائی چه بعضی بزرگان په بزرگئ داسی حد ته اورسی چه هغه لره جائزدی چه اناالحق یا سبحانی ما اعظم شانی، وائی یا دالوهیت دیوصفت دعویٰ کوی دا ټول کفراوظلم دی ځکه اللّه تعالٰی په دی آیت کښی هیڅ څوک ددی نه مستثنیٰ کړی نه دی چه هغوی لره دعویٰ دصفت دالوهیت جائزوی (إِنِّي إِلَهٌ) لفظ اللّه ئی نه دی وئیلی بلکه الٰه هرصفت د الوهیت ته شامل دی برابره خبره ده که دا دعویٰ په طریقه دشرکت سره وی اوکه په حلول او اتحاد سره وی -