اقْتَرَبَ ۷۶۸ الأنبياء

أَوَلَمْ يَرَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنَّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ كَانَتَا رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ أَفَلَا يُؤْمِنُونَ ﴿۳۰﴾ وَجَعَلْنَا فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِهِمْ وَجَعَلْنَا فِيهَا فِجَاجًا سُبُلًا لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۳۱﴾ وَجَعَلْنَا السَّمَاءَ سَقْفًا مَحْفُوظًا وَهُمْ عَنْ آيَاتِهَا مُعْرِضُونَ ﴿۳۲﴾ وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ ﴿۳۳﴾

آیا نه گوری کافران چه ځمکه او آسمانونه دواړه بند ؤو نوپرانستل مونږدواړه اوپیداکړی دی مونږ داوبو نه هرڅیز ژوندی آیا پس دوی ایمان نه راوړی ﴿۳۰﴾
او جوړ کړی دی مونږپه ځمکه کښی کلک غرونه چه گډه وډه اونه خوځی په دوی باندی اوجوړ کړی دی مونږپه هغی کښی فراخی لاری ددی دپاره چه دوی مقصد ته اورسی ﴿۳۱﴾
او جوړ کړی دی مونږ آسمان چت ساتلی شوی اودوی دنخو دهغی نه مخ اړوؤنکی دی ﴿۳۲﴾
اوخاص اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی ده شپه اوورځ اونمر او سپوږمئ داټول په ځای د چاپیره گرځیدلوکښی لامبو وهی ﴿۳۳﴾

[۳۰] ددی آیت نه دریم باب دی تر آیت (۴۸) پوری، په دی کښی تذکیردی په څلورو عقلی دلیلونوسره بیا تسلی ده رسول ته سره دپنځم زجرنه (۳۵،۳۴) کښی بیاشپږم زجردی په (۳۶) کښی، بیا اووم زجردی په (۳۷) کښی بیااتم زجردی په (۳۸) کښی اوبیا تخویف اخروی (۴۰،۳۹) کښی اوتسلی رسول ته (۴۱) کښی بیانهم زجردی (۴۲) کښی اوبیا تخویف اخروی دی په (۴۷،۴۶) کښی - په دی آیت (۳۰) کښی دریم عقلی دلیل دی د (رَتْقًا فَفَتَقْنَاهُمَا) یوتفسیردادی چه ټول آسمانونه یوجسم وؤ اوټولی ځمکی یو جسم وی نودوی ئی دیوبل نه جداجدا کړل اودهریونه ئی اووه اووه جوړ کړل - دوهم تفسیردادی چه آسمان بند وؤ یعنی باران ترینه نه وریدلو او ځمکه بنده وه یعنی بوټی ترینه نه راوتل نو اللّه تعالٰی دآسمان دطرف نه بارانونه را او ورول اوپه هغی سره ئی دځمکی نه بوټی را اوټوکول (وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ) ددی یومعنیٰ داده چه هرژوندی څیزئی داوبو نه پیدا کړی دی دوهمه معنیٰ داده چه ژوندون دهر ژوندی مخلوق ئی په اوبوسره ساتلی دی - دریمه معنیٰ داده چه هرژوندی شی ئی داوبو دنطفی نه پیدا کړی دی -
[۳۱] دا څلورم عقلی دلیل دی (تَمِيدَ) د مید نه دی او مید په معنیٰ دگډوډ گردش سره دی او (فِجَاجًا) کشاده ځایونو ته وائی کله د تلو راتلو لار وی او کله نه وی نوددی وجی نه (سُبُلًا) ئی ورپسی ذکرکړو او (فِيهَا) ضمیرځمکی او غرونوهریوته راجع کیدی شی ځکه چه ځمکه کښی هم فراخی لاری دی اوغرونو کښی هم فراخه لاری دی - دوهمه معنیٰ غوره ده ځکه چه فج دغرونو په مینځ کښی فراخی لاری ته وئیلی کیږی او (يَهْتَدُونَ) نه مراد داچه خپل مقصدونوته اورسی اودوهمه معنیٰ دا چه هدایت اومومی ددی دلیلونو په سبب سره اوداسی په سورة نحل (۱۵) کښی هم ذکردی په اول دلیل کښی دتربیت او رزق مواد ئی ذکرکړل آسمانونه، ځمکه، اوبو او دوهم دلیل کښی درزق دطلب دپاره ئی انعامات ذکرکړل چه په گرځیدلوسره ځمکه نه خوزیږی اولاری په کښی دی -
[۳۲] داپنځم دلیل عقلی دی اودوهمه جمله کښی زجردی په اعراض سره اود آسمان حفاظت په ډیروطریقو سره دی دپریوتلو نه محفوظ دی لکه سورة حج (۶۵) اوسورة فاطر (۴۱) کښی - اود شیاطینونه محفوظ دی لکه سورة صافات (۷) اوسورة حجر (۱۷) کښی دی - اود شرک اونورو گناهونو نه محفوظ دی یعنی آسمانونو کښی گناهونو والا نیشته او (آيَاتِهَا) دآسمانونو، نمر، سپوږمئ، ستوری اود هغی انقلابات او شپه او ورځ دی او هم دارنگ په سورة یوسف (۱۰۵) کښی دی اوورپسی آیت کښی دهغه ذکردی -
[۳۳] داشپږم دلیل عقلی دی - تیرشوی دلیلونه دمکانونو دقبیلی نه وؤ اودا دلیل په زمانو اودهغی په اسبابو سره دی دارنگ هغه علوی اوسفلی دلیلونه وؤ اودادلیل وسطی دی خلق دلیل او نهارئی مخکښی ذکرکړو چه معلومه شی چه دشپی او ورځی پیدایش دنمرکارنه دی نمراوسپوږمئ صرف علامات دی - (كُلٌّ) نه مراد نمر، سپوږمئ او ستوری دی او دهغی په سبب سره شپه اوورځ ته هم دا نسبت کیدی شی - امام قرطبی ذکر کړی دی چه فَلَكٍ نه مراد مدار دی (یعنی ځای دگرځیدلوچاپیره) اودا اوؤ افلاک د آسمانونونه لاندی دی یعنی دهرنمرسپوږمئ ستورو دپاره دآسمانونو لاندی جدا جدا دگردش ځایونه دی، اوپه کوم آیتونو کښی چه ذکرکړی دی چه نمر سپوږمئ په آسمان کښی دی نومراد ترینه طرف دآسمان دی (يَسْبَحُونَ) سبح په اصل کښی په اوبوکښی لامبو وهلوته وئیلی شی نواشاره ده چه افلاک په شان دسمندر دی او نمر، سپوږمئ ستوری اودهغی په واسطی سره شپه ورځ په هغی کښی دمهیانوپه شان لامبووهی په آسانه طریقی سره رفتارکوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>