اقْتَرَبَ ۷۷۱ الأنبياء
وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِينَ سَخِرُوا مِنْهُمْ مَا كَانُوا بِهِ يَسْتَهْزِئُونَ ﴿۴۱﴾ قُلْ مَنْ يَكْلَؤُكُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمَنِ بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُعْرِضُونَ ﴿۴۲﴾ أَمْ لَهُمْ آلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِنْ دُونِنَا لَا يَسْتَطِيعُونَ نَصْرَ أَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِنَّا يُصْحَبُونَ ﴿۴۳﴾ بَلْ مَتَّعْنَا هَؤُلَاءِ وَآبَاءَهُمْ حَتَّى طَالَ عَلَيْهِمُ الْعُمُرُ أَفَلَا يَرَوْنَ أَنَّا نَأْتِي الْأَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ أَطْرَافِهَا أَفَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۴۴﴾
او یقیناً ډیری توقی کړی شوی دی په ډیرورسولانو پوری ستانه مخکښی پس راگیرکړو هغه چالره چه مسخری ئی کولی ددوی نه هغه عذاب چه دوی ورپوری ټوقی کولی ﴿۴۱﴾
ته اوایه څوک ستاسوساتنه کوی دشپی او دورځی درحمان دعذاب نه بلکه دوی دیاداشت درب خپل نه مخ اړه ؤونکی دی ﴿۴۲﴾
آیا دوی لره مبعودان شته چه اوبه ساتی دوی لره سیوا زمونږنه وس نه لری دامداد دځانونو خپلو اونه ددوی سره زمونږ د طرف نه ملگرتیاکیدی شی ﴿۴۳﴾
بلکه فائدی ددنیا ورکړی دی مونږدوی ته اومشرانوددوی ته تردی پوری چه اوگده شول په دوی باندی عمرونه آیا دوی نه گوری چه راتلل کؤو مونږ وطن ددوی ته چه کمه ؤو هغی لره دغاړو دهغی نه آیا پس دوی به زور آورشی ﴿۴۴﴾
[۴۱] دی آیت کښی زجردی په استهزاء په رسولانوپوری اوتسلی ده نبی ﷺ ته اوداسی په سورة انعام (۶) کښی هم تیرشوی دی اوسورة رعد (۳۲) کښی په لږفرق سره دی -
[۴۲] ددی آیت په آخره جمله کښی زجردی په اعراض د توحید اوقرآن نه سره دبیان ددی نه چه د اللّه تعالٰی دعذاب نه هیڅ څوک ساتونکی نیشته (مِنَ الرَّحْمَنِ) دعذاب درحمٰن نه - دوهمه معنیٰ داده چه مِن کله په معنیٰ دبدل سره راځی لکه سورة زخرف (۶۰) کښی یعنی په بدل درحمان ذات کښی اودا معنیٰ ابن کثیر کړی ده لیکن دبدل تفسیرئی په غیرسره کړی دی -
[۴۳] دا بیان د مَنْ يَكْلَؤُكُمْ دی په طریقه داستفهام انکاری سره یعنی ستاسو آلِهه ستاسوساتنه کولی نه شی بیارد دی په شرک باندی په نفی دشرک فی التصرف سره نودوهمه جمله علت دی دپاره د اولی جملی او ضمیرد لایستطیعون او انفسهم راجع دی آلهه ته - اودوهم ضمیرراجع دی مشرکینویا آلهه ته - (يُصْحَبُونَ) یومعنیٰ داده چه دوی لره زمونږدعذاب نه پناهی نه شی ورکیدی دوهمه معنیٰ داده چه دوی سره ملگرتیا (په مدد کولوسره) نه شی کیدی په اوله معنیٰ راجع دی مشرکانوته اوپه دوهمه راجع دی آلهه ته -س
[۴۴] په دی آیت کښی سبب داستهزاء اودانکارذکرکوی یعنی سره دشرک کولو او انکار کولو د رسول نه دوی ته ددنیا ډیرنعمتونه ورکړی شوی دی اوعمرونه ډیرپه شرک اوددنیا په مزو کښی تیرشول نودغفلت دوجی نه په استهزاء درسولانو کښی اخته شول (أَفَلَا يَرَوْنَ) په دی کښی تخویف دی منکرینو ته مراد دادی چه اللّه تعالٰی ددوی په ملک باندی نبی ﷺ او اسلام ته غلبه او تسلط تدریجاً ورکوی یاددی په ملک باندی لږلږ عذابونه راځی نودوی به کله غالب شی - اوداسی په سورة رعد (۴۱) کښی دی اوددی آیت تفسیر په سورة احقاف (۳۷) کښی دی -