اقْتَرَبَ ۷۷۲ الأنبياء

قُلْ إِنَّمَا أُنْذِرُكُمْ بِالْوَحْيِ وَلَا يَسْمَعُ الصُّمُّ الدُّعَاءَ إِذَا مَا يُنْذَرُونَ ﴿۴۵﴾ وَلَئِنْ مَسَّتْهُمْ نَفْحَةٌ مِنْ عَذَابِ رَبِّكَ لَيَقُولُنَّ يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۴۶﴾ وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ ﴿۴۷﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى وَهَارُونَ الْفُرْقَانَ وَضِيَاءً وَذِكْرًا لِلْمُتَّقِينَ ﴿۴۸﴾

ته اوایه یقیناً ویره درکوم تاسوته په وحی سره او نه اوری کونړ بلنی لره کوم وخت چه دوی لره ویره ورکیدی شی ﴿۴۵﴾
اوکه اورسی دوی ته څه ټکړه دعذاب درب ستانه خامخا دوی وائی های تباهی ده زمونږ یقیناً مونږ ظالمان ؤو ﴿۴۶﴾
اوکیږدو مونږ تلی انصاف والا په ورځ دقیامت کښی نوظلم به نه شی کیدی په هیڅ نفس باندی هیڅ قسم اوکه چیری وی (عمل) په قدرددانی داوری رابه وړو هغی لره اوپوره یو مونږ حساب کؤونکی ﴿۴۷﴾
اویقیناً ورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام او هارون علیه السلام ته فرقان اوډیره رنړا اویاداشت دپاره دمتقیانو ﴿۴۸﴾

[۴۵] په دی آیت کښی زجردی (بِالْوَحْيِ) نه مراد قرآن دی (وَلَا يَسْمَعُ الصُّمُّ) دا جواب سوال دی هرکله چه قرآن وحی ده نوپه دوی باندی ولی اثرنه کوی جواب اوشو چه دوی د قرآن کریم نه کانړه دی -
[۴۶] په دی آیت کښی تخویف دنیوی دی سره دزجرنه (نَفْحَةٌ) لږ شی ته وئیلی شی - حصی ته هم وائی، یعنی په عذاب سره به ددوی کونړوالی لری شی اوبیا به ارمانونه کوی لیکن فائده به نه ورکوی لکه چه ددی سورة په (۱۴) کښی ذکرشول -
[۴۷] په دی کښی تخویف اخروی دی په ذکردموازینواوپه وزن دعملونو سره اوحساب سره - (الْمَوَازِينَ) داهل علم یوقول دادی چه دهرنوع دعملونو به جداجدا میزان وی ددی وجی نه جمع ذکرکړی ده دوهم قول دادی چه میزان یودی لیکن په اعتبار دموزوناتوسره جمع ذکرکړی ده اودمخکښی آیاتونوپه قرینه سره معلومیږی چه وزن داعمالو دکافرانو به هم کیږی (الْقِسْطَ) لفظ دذوات خذف دی اودا صفت دی د موازین یامفعول له دی یعنی الاجل القسط (دپاره دانصاف قائم کولو) (حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ) دعربو په عرف کښی دا په مثال د لږوالی کښی ذکرکیږی اودارنگ سورة لقمان (۱۶ ) کښی هم ذکردی اوکله په لفظ د ذَرَّه سره چه سورة نساء (۴۰) کښی ذکردی -
[۴۸] ددی آیت نه تر (۹۴) پوری څلورم باب دی په دی کښی ذکر د اولس انبیاؤ دی تفصیلاً دپاره د تذکیر دغافلانو دتوحید نه په ذکرد احتیاج دهغوی اوعاجزی کول دهغوی اللّه تعالٰی ته اوذکر دحال د انبیاؤ اجمالا په (۹۰) کښی بیا یؤولسم زجر دی ((۹۳) کښی - په دی (۴۸) آیت کښی دلیل نقلی دی د موسیٰ او هارون علیهم السلام نه اوتفصیل ئی په سورة طٰهٰ کښی تیر شوی وؤ ددی وجی نه ئی دلته مختصر ذکرکړو، دکتاب الٰهی کمال دادی چه په هغی کښی دلیلونه دپاره فرق د حق او باطل وی اوپه هغی ښکاره مسائل او احکام وی اوپه هغی کښی مواعظ او امثال او واقعات دی دپاره دتثبت دایمان والو اودا دری صفات په تورا ت کښی هم وؤ (لِلْمُتَّقِينَ) تخصیص ددوی دوجی دانتفاع اخستلو نه دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>