اقْتَرَبَ ۷۷۳ الأنبياء
الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَيْبِ وَهُمْ مِنَ السَّاعَةِ مُشْفِقُونَ ﴿۴۹﴾ وَهَذَا ذِكْرٌ مُبَارَكٌ أَنْزَلْنَاهُ أَفَأَنْتُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ﴿۵۰﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ ﴿۵۱﴾ إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنْتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ ﴿۵۲﴾ قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ ﴿۵۳﴾
هغه کسان چه ویریږی درب خپل نه په حال د نه لیدلوکښی اودوی دقیامت نه هیبت زده دی ﴿۴۹﴾
اودا یاداشت دی برکتونو والا نازل کړی دی مونږ دی آیا تاسو دا ناآشنا گنړئ ﴿۵۰﴾
اویقیناً ورکړی وه مونږ ابراهیم علیه السلام ته پوهه ددین مخکښی نه او وؤ مونږ ددی په حال باندی پوهه لرونکی ﴿۵۱﴾
کوم وخت چه اوئیل ئی پلار اوقوم خپل ته څه دلیل دی ددی شکلونو (په عبادت کولو باندی) چه تاسو دی لره همیشه عبادت کوئ ﴿۵۲﴾
دوی اوئیل موندلی دی مونږمشران خپل دوی لره عبادت کؤونکی ﴿۵۳﴾
[۴۹] دا هغه صفات دمتقیانو دی چه دهغی په وجه د اللّه تعالٰی دکتاب نه ذکرحاصلوی (يَخْشَوْنَ) خشیة: ویره دزړه سره دتعظیم د مخشیٰ نه (چه دچانه ویره کوی) او اشفاق، نرمی دزړه ده دوجی دویری او دمحبت اوخیرخواهئ چه دهغی اثر په اندامونوباندی ښکاره کیږی (بِالْغَيْبِ) نه مراد دادی چه د خلکو نه غائب او پټ وی نوویره کوی د اللّه تعالٰی نه اوښکاره کښی خو ضرور کوی دوهم مراد دادی چه اللّه تعالٰی ئی لیدلی نه دی اوحال داچه دهغه نه ویره کوی -
[۵۰] دا ترغیب دی قرآن کریم ته مطلب دادی لکه څه رنگ چه تورات دذکر دپاره نازل کړی شوی وؤ نوقرآن هم دذکردپاره نازل شوی دی نوولی ددی نه انکار کوئ -
[۵۱] ددی آیت نه تر (۷۳) پوری دلیل نقلی دی دابراهیم علیه السلام نه دپاره دتذکیر د غافلینو دتوحیدنه په بیان د مجاهدی کولو دابراهیم علیه السلام په مقابله دمشرکینو کښی د (رُشْدَهُ) نه مراد نبوت دی او (مِنْ قَبْلُ) نه مراد دادی چه د موسیٰ اوهارون علیهم السلام نه مخکښی - یا درشد نه مراد ایمان او توحید دی اومن قبل نه مراد مخکی دبالغ کیدلونه اوددی نه معلومه شوه چه هغه قصی چه بعضی مفسرینو لیلکی دی چه ابراهیم علیه السلام په غارکښی وؤ اوبیا راووتلو اورب ئی نه پیژندلو کله ستوری ته ئی رب وئیل اوکله سپوږمئ اونمرته نودا ټول اسرائيلیات دی اوددی آیت نه خلاف دی -
[۵۲] په دی آیت کښی بیان درشد دی چه هغه رد کول دی په شرک باندی اگرچه هغه په پلارکښی موجودوی (مَا هَذِهِ) نه مراد تپوس ددلیل اودعلت دعبادت کولو دهغوی دی یا مراد ترینه بیان دحقیقت دهغوی دی چه دا مصنوعات او مخلوقات دی حق دار دبندگئ نه شی کیدلی (التَّمَاثِيلُ) جمع دتمثال ده هغه څیزته وائی چه جوړکړی شی مشابه دیومخلوق سره اوقوم دابراهیم علیه السلام څه تماثیل د ستورو جوړ کړی وؤ اوڅه دنیکانوبندگانو (عَاكِفُونَ) عکوف په معنیٰ دلازم نیول دیوڅیزدی اوتوجه کول هغه ته په طریقه دتعظیم او دبندگئ سره -
[۵۳] یعنی دوی په شرک کښی صرف تقلید کوؤ دمشرانو خپلو اوهیڅ دلیل ورسره نه وؤ اودا زوړدلیل دی دمشرکانوپه هره زمانه کښی -