اقْتَرَبَ ۷۷۴ الأنبياء

قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۵۴﴾ قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنْتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ ﴿۵۵﴾ قَالَ بَلْ رَبُّكُمْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ ﴿۵۶﴾ وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ ﴿۵۷﴾ فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ ﴿۵۸﴾

اوئیل ابراهیم علیه السلام یقیناً وئ‌ تاسو او مشران ستاسو په گمراهئ ښکاره کښی ﴿۵۴﴾
دوی اوئیل آیا تا مونږته حق راوړی دی اوکه ته ئی دټوقو کؤونکونه ﴿۵۵﴾
ده اوئیل بلکه رب ستاسو رب دآسمانونو اود ځمکی دی هغه ذات چه دائی د اول نه پیدا کړی دی او زه په دی باندی تاسوته دخبر درکؤونکو نه یم ﴿۵۶﴾
اوقسم په اللّه تعالٰی خامخا چل جوړومه ستاسو معبودانو ته روستو ددی نه چه اوگرځی تاسو شاکؤونکی ﴿۵۷﴾
پس کړل ئی هغه ټوټی ټوټی بغیرد غټ دهغوی نه ددی دپاره چه دوی هغه ته اوگرځی ﴿۵۸﴾

[۵۴] لفظ‌ د انتم دلیل دی چه په تقلید دباطل سره مقلد هم گمراه شو نودا سبب دنجات نه دی - ابن کثیروئیلی دی حاصل دادی چه ستاسو دآباؤنه هم دلیل غواړو لکه چه ستاسو نه غواړو -
[۵۵] یعنی آیا ته په دلیل سره خبری کوی اوکه خبره عبث (بی دلیله) کوی یعنی ته مونږ ته دلیل اوښایه -
[۵۶] یعنی ماسره دلیل دی په توحید د اللّه تعالٰی یوداچه هغه مالک دآسمانونو او دځمکی دی - دوهم داجه خالق ددوی دی - اوتوحید دربوبیت مستلزم دی دتوحید دالوهیت لره شرعاً او عقلاً (الشَّاهِدِينَ) نه مراد بیان کوؤنکی په دلیل سره -
[۵۷] ابراهیم علیه السلام ددعوت د ژبی نه بعد انتقال اوکړو مجاهدی عملی ته دوجی دډیر وثوق (اعتماد) ته په اللّه تعالٰی باندی اود وجی دډیر غیرت نه په دین باندی اوبل سبب داهم کیدی شی چه قوم دابراهیم علیه السلام دعوت ته هیڅ توجه نه کوله نودا عمل ئی ددی وجی نه اوکړو چه هغوی دده طرف ته توجه اوکړی نودی به ئی په توحید باندی ښه پوهه کړی لکه روستو آیت کښی د إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ یوه توجیه داده - اودا قسم ابراهیم علیه السلام ځان سره په پټه باندی وئیلی وؤ - یا بعضی کسانو دهغوی اوریدلی وؤ (مُدْبِرِينَ) نه مراد دادی چه تاسو خپلی میلی ته لاړ شئ اودرگاه دمعبودانو ستاسو خالی شی ځکه دوی خپل سالانه جشن یا عرس ته تلل اوابراهیم علیه السلام ترینه پاتی شو په عذر دسقیم سره -
[۵۸] ددی واقعی بعضی حصه په سورة صافات کښی ذکرشوی ده (كَبِيرًا) کښی اشاره ده چه دوی خپل معبودان په تفاوت سره جوړ کړی وؤ بعضی واړه اوبعضی غټ یاداچه بعضی ئی دوړو کارونو ذمه دارگنړل اوبعضی ئی د غټو حاجتونو پوره کوؤنکی گنړل (لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ) یو معنیٰ دا چه دا کار ئی دی دپاره اوکړو چه دوی دابراهیم علیه السلام دین ته یادهغه دعوت ته رجوع اوکړی اوهغه ته غوږ کیدی - دوهمه معنیٰ دا چه دا لوی ئی ددی وجی نه پریخودلو چه دوی دغه لوی ته رجوع اوکړی اودهغه نه تپوس اوکړی (نوددوی جهل به ښکاره شی) -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>