اقْتَرَبَ ۷۷۵ الأنبياء
قَالُوا مَنْ فَعَلَ هَذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۵۹﴾ قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۰﴾ قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ ﴿۶۱﴾ قَالُوا أَأَنْتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۶۲﴾ قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ ﴿۶۳﴾
اوئیل دوی دا کارچا کړی دی زمونږ دمعبودانوسره یقیناً دی دظالمانونه دی ﴿۵۹﴾
دوی اوئیل اوریدلی مونږ دیوځوان نه چه ددوی بدی وئیله وئیلی کیدی شی هغه ته ابراهیم علیه السلام ﴿۶۰﴾
اوئیل دوی پس راولئ هغه مخامخ دسترگو دخلقو دپاره ددی چه دوی ئی تماشا اوکړی ﴿۶۱﴾
دوی اوئیل آیا تا کړی دی داکار زمونږ دمعبودانو سره ای ابراهیم علیه السلام ﴿۶۲﴾
اوئیل هغه بلکه کړی دی دی لوی ددوی نه چه دادی پس تپوس اوکړئ ددوی نه که خبری کولی شی ﴿۶۳﴾
[۵۹] دوی دخپلی عقیدی باطلی په وجه مؤحد ته ظالم اووئیل او تفتیش او بحث ئی شروع کړو ددی دعمل کوؤنکی -
[۶۰] دا جواب دی دهغه کسانو چه هغوی د ابراهیم علیه السلام نه قال لاکِیدنَّ اوریدلی وؤ او (يَذْكُرُهُمْ) ، نه مراد هم دغه قسم دی په لاکیدن سره یا داجواب دټولو دطرف نه دی چه ابراهیم علیه السلام ددی معبودانوعیبونه او نقصانونه ذکرکول نو معلومیږی چه داکار به هغه کړی وی - او يَذْكُرُهُمْ، نه مراد کنځل کول او عیبونه بیانول دی او (فَتًى) دلیل دی چه ابراهیم علیه السلام دځوانئ په عمرکښی وؤ یاداچه داکار دقوت او زوروالو دی -
[۶۱] (يَشْهَدُونَ) نه مراد شهادت د خلقو دی دپاره داثبات ددی دعوی یعنی هغوی په خپل قانون کښی ددعویٰ اثبات دپاره گواهی لازم گنړله لکه شرعاً هم دا حکم دی - یا مراد دادی چه دا خلق دده سزاته حاضرشی تماشه اوکړی چه عبرت واخلی اودا مقصد دابراهیم علیه السلام وؤ لکه چه مخکښی ذکرشول -
[۶۲] اول تپوس دهغه نه ددی وجی نه کوی که دی اقرار اوکړی نوشهادت ته به حاجت رانشی ځکه چه مدعی علیه په اقرار سره نیولی کیږی -
[۶۳] حدیث دصحیحین او ترمذی ذکرشوی دی چه دا لفظ دابراهیم علیه السلام دکذباتو (یعنی معاریض او تورئی) نه دی یعنی دوه معانی لری یو معنیٰ ظاهری دمخاطبینو دفهم مطابق اوبله معنیٰ دمتکلم د مراد موافق اوداسی کلام کذب (دروغ) نه دی ځکه چه دروغ گناه ده اوانبیاء علیهم السلام د گناهونونه پاک دی - نودکذب تعبیرپه دی حدیث کښی دراوی دطرف نه دی د رسول اللّٰه ﷺ دطرف نه نه دی لکه چه دا قول امام رازی کړی دی اودی ته روایت بالمعنیٰ وئیلی کیږی - یا د کذب اطلاق په اعتبار دظاهرسره دی فقظمجازاً نه په معنیٰ حقیقی سره اودلیل په دی باندی قول د ابراهیم علیه السلام دی خپلی بی بی ته روستو دقول دهغه نه (انک اختی) اختی فی کتاب اللّه - اوپه دی جمله کښی گنړ توجیهات دی - اوله توجیه دا چه فعل دکبیرئی معلق اومشروط کړی دی په نطق د نورو معبودانوسره اوهغوی خو دنطق عاجز دی نوشرط موجود نه شو - نوپه دی کښی حجت دی دپاره د رد دشرط دهغوی اوپه ضمن ددی کښی اقرار دی په ځان باندی چه دا ماکړی دی - دوهمه توجیه داده چه بل په معنیٰ داستفهام دی یعنی آیا دا کړی دی دی غټ - نوهم ضمناً اعتراف دی - دریمه توجیه داده چه فاعل د فعله محذوف دی اودا حذف بغیرد قائمقام نه جائزدی په نیز دکسائی باندی - اود كَبِيرُهُمْ نه دسره جمله شروع ده - څلورمه توجیه کَبِیر نه مراد د ابراهیم علیه السلام په نیز اللّه تعالٰی دی اودا قوم هم قائل وؤ په کبریا د اللّه تعالٰی باندی لکه چه شعرانی په الیواقیت او الجواهر کښی ذکرکړی دی یعنی دا کار اللّه تعالٰی کړی دی (یعنی نبی په امر د اللّه تعالٰی سره کړی دی) -