اقْتَرَبَ ۷۷۶ الأنبياء
فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۶۴﴾ ثُمَّ نُكِسُوا عَلَى رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ ﴿۶۵﴾ قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ ﴿۶۶﴾ أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۶۷﴾ قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ ﴿۶۸﴾
پس اوگرځیدل دوی خپلو ځانونو ته (په سوچ کولوسره) پس اوئیل دوی یقیناً تاسو ظالمان ئی ﴿۶۴﴾
بیا اپوټه شول په خپلوسرونوباندی (اوئیل ئی) یقیناً ته پوهیږی چه دوی خبری نه شی کولی ﴿۶۵﴾
اوئیل ابراهیم علیه السلام آیا پس بندگی کوئ تاسو سیوا د اللّه تعالٰی نه دهغه چاچه نفع نه شی درکولی تاسوته هیڅ او نه نقصان دررسولی شی ﴿۶۶﴾
بد گنړم زه تاسو او بندگی دهغه چاچه بندگی کوئ دهغوی سیوا د اللّه تعالٰی نه آیا پس عقل نه لرئ ﴿۶۷﴾
اوئیل دوی اوسیزئ ده لره او بدل واخلئ دمعبودانو خپلو که تاسو څه کارکوئ ﴿۶۸﴾
[۶۴] ددی نه مراد دادی چه دوی دځانونو سره سوچ او فکرشروع کړو په شان دهغه چاچه په بحث کښی دحجت نه عاجزشی او دخصم دلیل صحیح اوگنړی اوپه ځان باندی ئی اقرار دظلم اوکړو ځکه چه شرک ظلم دی یا دالظالمون نه مراد ددوی دادی چه تاسو دا معبودان بغیردڅوکیدار نه پریخودلی څوک حفاظت کوؤنکی نه وؤ - اومشهوره جمله ده من لایرد عن رأسه الفأس کیف یدعو عن عابد یه البأس - ترجمه: څوک چه دځان تبرنه شی واپس کولی نوهغه به دخپلو عبادت کوؤنکو سختی څه رنگ دفع کړی -
[۶۵] داشیطانی تسلط دی او عدم دتوفیق دایمان دی چه پس دپوهی نه په ضد اوعناد کښی اودریدل اوپه کوزسرونو روانیدل کنایه ده دضد کولونه یاد ملامتیا نه یاد حیرانتیا نه -
[۶۶] هرکله چه دوی اقرار اوکړو چه دا معبودان خبری نه شی کولی اوابراهیم علیه السلام په دوی باندی حجت او دلیل قائم کړو چه په نطق قدرت نه لری اواختیارمند د نفعی اوضرر هم نه شی کیدی نوحق دار دعبادت نه شی کیدی -
[۶۷] (أُفٍّ) دالفظ په اصل کښی استعمالیږی په وخت دلیدلو دگنده څیزونو کښی نوبیا مستعملیږی په گنده (باطلو) خبرو کښی یعنی دهغی په نفرت کولو اوخفگان کولو اوبیزار کیدلو کښی - اودلته مراد دادی چه بیزاریم زه ستاسونه اودبندگئ دهغه معبودانونه لکه چه په سورة زخرف (۲۶) او سورة ممتحنه (۴) کښی دی -
[۶۸] هرکله چه د دلیل دپیش کولو نه عاجز شول بیاپه ضد باندی شروع شول او دابراهیم علیه السلام دقتل او دسوزولو مشوره ئی اوکړله لکه سورة عنکبوت (۶۴) کښی دی اوآخری فیصله د هغه دسوزولو اوکړله اودی ته دوی دخپلو معبودانو بدله اخستل وائی یعنی ابراهیم علیه السلام ددی معبودانو بی عزتی کړی ده نومونږ دهغوی بدل اخلو - دا ډیره بی عقلی دمشرکانوده چه څوک ناصرگنړی اواوس دهغه نصرت کوی اونصرت ته ئی محتاج گنړی (إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ) یعنی که څه کار دابراهیم علیه السلام سره کوئ نوصرف دا کار سوزول اوکړئ -