اقْتَرَبَ ۷۷۷ الأنبياء
قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ ﴿۶۹﴾ وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ ﴿۷۰﴾ وَنَجَّيْنَاهُ وَلُوطًا إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا لِلْعَالَمِينَ ﴿۷۱﴾ وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلًّا جَعَلْنَا صَالِحِينَ ﴿۷۲﴾
اوئیل مونږ ای اوره شه ته یخ اوبرابرحال والا په ابراهیم علیه السلام باندی ﴿۶۹﴾
اوکوشش اوکړو دوی دهغه د سیزلو پس اوگرځولو مونږ دوی لره تاوان والا ﴿۷۰﴾
اوبچ کړو دی او لوط (او اولیږل مونږدوی) هغه ملک ته چه برکات ایخی دی مونږ په هغی کښی خلقولره ﴿۷۱﴾
او اوبخښو مونږ ده ته اسحٰق او یعقوب زیاتی او دا ټول گرځولی وؤ مونږ پوره نیکان ﴿۷۲﴾
[۶۹] حاصل داچه دوی اور بل کړو اودهغی دپاره به دوی خشاک بلکه نذورنه به ئی کول که زمونږ فلانی حاجت پوره شی نودابراهیم علیه السلام دسوزولو دپاره به دومره مقدار لرگی راوړم لکه چه ابن کثیرلیکلی دی یعنی دادوی د وجی دنصرت دخپلو آلهو لوی عبادت گنړلو لیکن اللّه تعالٰی اورته خطاب اوکړو او اللّه تعالٰی خپل کلام هرڅیزته اورلی شی اودا دلیل دی چه داسبابو تاثیر په اذن د اللّه تعالٰی سره دی اوپه حدیث صحیح بخاری کښی دی چه ابراهیم اللّه تعالٰی په هغه وخت کښی وئیل حسبی اللّه ونعم الوکیل (وَسَلَامًا) ئی ځکه اوفرمائیل چه د ډیر یخ کیدلوپه وجه ابراهیم علیه السلام هلاک نه شی او (عَلَى إِبْرَاهِيمَ) ئی ځکه اوفرمائیل چه نورو خلقوباندی یخ نه شی - او مفسر الوسی په تفسیرروح المعانی کښی لیکلی دی حاصل دادی چه دا خومعجزه ده د ابراهیم علیه السلام اوپه که په دی امت کښی دبعضی صالحینو خلقودپاره داسی حال پیدا شی نودابه دهغوی کرامت وی اوڅوک چه آوازکوی چه یا شیخ احمد یا رفاعی اواورپه لاس کښی اونیسی اونه ئی سوزوی نودا استدراج دی لکه چه ددجال نه به هم ددی په شان ډیرحالات ښکاره کیږی - اوبعضی فریب گرپه خپل لاس داسی مواد اولگوی چه اور پری اثرنه کوی اوخلقوته وائی داځما کرامت دی لیکن دادهوکه ده -
[۷۰] (الْأَخْسَرِينَ) په دی وجه سره ئی اوفرمائیل چه دوی مالونه خرچ کړل اووخت ئی هم خرچ کړو لیکن هغه ضائع شول اوداخسران او تاوان دی اوسورة صافات (۹۸) کښی (الاسفلین) اوفرمائیل ځکه چه دوی تکبرکړی وؤ لفظ د (يَزِفُّونَ) په هغی دلیل دی نوهرکله چه پړه شول نوذلیل او سپک شول -
[۷۱] سورة عنکبوت (۲۶) کښی ذکردی چه نارینوکښی صرف لوط علیه السلام دابراهیم علیه السلام سره دایمان اعلان اوکړو ځکه دی آیت کښی دهغه نجات اوهجرت ئی دابراهیم علیه السلام سره ذکرکړلو اودمبارکی ځمکی نه مراد دشام ځمکه ده ځکه چه دهغی دنیوی برکات باغونه فصلونه میوی ډیرمشهوری دی اودینی برکات په کښی کثرت دانبیاؤ علیهم السلام دی او مقام دنزول د عیسیٰ علیه السلام دی -
[۷۲] په دی آیتونو کښی دلیل نقلی دی د اسحاق او یعقوب علیهم السلام نه، دهغوی عبدیت او احتیاج اللّه تعالٰی ته زمونږ دتذکیر دپاره ئی ذکرکړی دی (نَافِلَةً) په اولاد کښی ولدالولد ته وائی یعنی زیاتی دی په اولاد صلبی باندی (جَعَلْنَا) یعنی دوی صلاحیت او په طاعت کولو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی نومعلومه شوه چه طاعت او قدرت دبنده په طاعت باندی داټول مخلوق د اللّه تعالٰی دی -