اقْتَرَبَ ۷۷۸ الأنبياء
وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ ﴿۷۳﴾ وَلُوطًا آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْقَرْيَةِ الَّتِي كَانَتْ تَعْمَلُ الْخَبَائِثَ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَاسِقِينَ ﴿۷۴﴾ وَأَدْخَلْنَاهُ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾
او گرځول مونږ دوی امامان (ددین) چه بیان ئی کؤو ددین زمونږ اووحی کړی ده مونږ دوی ته د کولو د نیکوکارونو اود پابندی کولو د مونځ ا ود ورکولو د زکوٰة او ؤو دوی مونږ لره عبادت کؤونکی ﴿۷۳﴾
اویادکړئ لوط ورکړی وه مونږ هغه ته پیغمبری اوپوهه دین اوبچ کړی ؤو مونږه ده لره دهغه کلی والونه چه هغوی کول پلیت کارونه یقیناً دوی ؤو قوم دبدئ نافرمان ﴿۷۴﴾
او داخل کړو مونږ ده لره په خاص رحمت زمونږکښی یقیناً دی ؤو د پوره نیکانونه ﴿۷۵﴾
[۷۳] په دی آیت کښی دهغوی عبدیت او اللّه تعالٰی ته دهغی احتیاج ئی ذکرکړی دی - اودلته مراد دامامت نه نبوت دی او معلومه شوه چه دامام فریضه دعوت دی دین د اللّه تعالٰی ته (وَأَوْحَيْنَا) دا دلیل دی چه امام وی اوکه نبی وی اوکه ولی وی لیکن هغه هم مکلف وی په بندگئ کولو د اللّه تعالٰی سره په موافق دوحی سره (الْخَيْرَاتِ) ټول خصلوتونه چه حسن دهغی په وحی سره ثابت وی (وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ) کښی تخصیص بعد التعمیم دی دډیراهمیت دوجی نه ځکه چه داهم په فعل الخیرات کښی داخل دی او (عَابِدِينَ) کښی اشاره ده چه دوی د اللّه تعالٰی دحکمونو امتصال کوؤ عصیان او گناه ئی نه کوؤ اوپه دی کښی دعویٰ دسورة ته اشاره ده -
[۷۴] په دی آیتونو کښی دلیل نقلی دی د لوط علیه السلام نه په احتیاج دده اللّه تعالٰی ته دپاره دتذکیر د توحید - حاصل داچه لوط علیه السلام په نبوت او علم او نجات او رحمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ (الْخَبَائِثَ) نه مراد د نارینو استعمال دی او میلمنو پوری مسخری کول اوپه کانړو ویشتل سره دشرک او کفرنه (قَوْمَ سَوْءٍ) نه مراد داسی قوم دی چه دبدئ او گناه په کارونو کښی خاص وی - دنیک عمل کولو نه محروم وی - هرکله چه په داسی قوم کښی اوسیدل هم دمؤمنانودپاره مصیبت دی نودهغی نه نجات ورکول د اللّه تعالٰی نعمت دی (فَاسِقِينَ) فسق دعقیدی او دعمل دواړه مراد دی -
[۷۵] (رَحْمَتِنَا) نه مراد بچ کول دهغه عذاب نه دی کوم چه په دغه قوم باندی رالیږلی شوی وو اوسبب نجات صالحیت کامله دی او (الصَّالِحِينَ) مقابل د سوءٍ او د فاسقین -