اقْتَرَبَ ۷۷۹ الأنبياء
وَنُوحًا إِذْ نَادَى مِنْ قَبْلُ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَنَجَّيْنَاهُ وَأَهْلَهُ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِيمِ ﴿۷۶﴾ وَنَصَرْنَاهُ مِنَ الْقَوْمِ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمَ سَوْءٍ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۷۷﴾ وَدَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ إِذْ يَحْكُمَانِ فِي الْحَرْثِ إِذْ نَفَشَتْ فِيهِ غَنَمُ الْقَوْمِ وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ ﴿۷۸﴾ فَفَهَّمْنَاهَا سُلَيْمَانَ وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُودَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ ﴿۷۹﴾
(اویاد کړئ) نوح علیه السلام کله چه فریاد کړی ؤو (رب ته) ددی نه مخکښی نوقبوله کړه مونږ دعا دهغه پس بچ کړو مونږدی اوکورنئ دده دغم لوئ نه ﴿۷۶﴾
اوبدله واخستله مونږ ده لره دهغه قوم نه چه دروغژن ئی گنړل آیتونه زمونږ یقیناً دوی ؤو قوم دبدئ نوغرق کړل مونږ دوی ټول په یوځای ﴿۷۷﴾
او (یادکړئ) داؤد علیه السلام اوسلیمان علیه السلام کله چه دوی فیصله کوله په باره دفصل کښی چه (دشپی) څریدلی وی په هغی کښی گډی بیزی دیو قوم اومونږ ؤو دهغوی په فیصله باندی خبرلرونکی ﴿۷۸﴾
پس پوهه ورکړه مونږ دهغه فیصلی سلیمان علیه السلام ته اوهریولره ورکړی وه مونږ پیغمبری او پوهه ددین او تابع کړی ؤو سره د داؤد علیه السلام نه غرونه تسبیح ئی وئیله اومارغان هم اومونږ دا کار کؤونکی ؤو ﴿۷۹﴾
[۷۶] په دی آیتونوکښی دلیل نقلی دی د نوح علیه السلام په احتیاج الی اللّه سره دپاره دتوحید - اوپه دی آیت کښی تصریح ده چه نوح علیه السلام هم په حاجت او مصیبت کښی صرف اللّه تعالٰی ته فریاد پیش کړی دی او (نَادَى) په هغه ځای کښی استعمالیږی چه نهایت عجزاوژړا فریاد وی اوتفصیل دنداء د هغه په سورة قمر (۱۰) اوپه سورة نوح کښی دی (أَهْلَهُ) کښی اشاره ده چه مؤمنان په هغه وخت صرف دده کورنئ او اولاد وؤ (الْكَرْبِ الْعَظِيمِ) نه مراد عذاب دغرق دی په لوی طوفان داوبو کښی - یا تکذیب او تکلیفونه دطرف دقوم نه -
[۷۷] مراد دنصرت نه انتصار او انتقام اخستل دی ځکه چه هغه قوم ددی ډیره بی عزتی کړی وؤ دبدل اخستلو ذکرئی اوکړو -
[۷۸] دی آیت کښی دلیل نقلی د داؤد علیه السلام او سلیمان علیه السلام نه دی چه دوی په احکام تشریعه کښی اومحجزاتوکښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - معلومه شوه لکه چه مخلوق اللّه تعالٰی ته په امور تکوینیو کښی محتاج دی نوپه احکام شرعیوکښی هم اللّه تعالٰی ته محتاج دی (نَفَشَتْ) نفش په معنیٰ دڅریدلودی په شپه کښی بغیردراعی نه کوم څاروی چه په فصل کښی دورځی اوڅریږی نوتاوان په څاروو والاباندی نیشته (هرکله چه دا مالک ورسره نه وی) اوکه دشپی اوڅریږی نوتاوان په څاروو والاباندی شته اگرچه مالک ورسره نه وی اوابن جریر داسی فیصله قاضی شریح ته نقل کړی ده (وَكُنَّا لِحُكْمِهِمْ شَاهِدِينَ) دلیل دی چه اللّه تعالٰی حاضراوناظردی - لِحُكْمِهِمْ، جمع په معنیٰ دتثنیه سره ده یا په خپله معنیٰ سره ده ځکه چه مدعی او مدعاعلیه په کښی داخل دی -
[۷۹] یعنی داؤد علیه السلام اراده اوکړه چه مالک دفصل ته ټولی گډی بیزی ورکړی ځکه ده ته معلومه شوه چه قیمت دهغی فصل دقیمت سره برابردی - اوسلیمان علیه السلام فیصله اوکړه چه مالک دفصل ته گډی بیزی ورکړی چه هغه ترینه فائده اخلی ترهغه وخت پوری چه مالک گډوبیزو دفصل تربیت اوکړی تردی پوری چه زوړ حالت ته اورسی اوپه دی فیصله کښی ددواړو جانبوخیراوفائده وه - او دا سلیمان علیه السلام ته اللّه تعالٰی اخودله دپاره ددی چه دده فضیلت او علم پلارته ښکاره شی نوهغه به خوشحاله شی ځکه پلار د اولاد په ترقئ سره خوشحالیږی - او داؤد علیه السلام خطا شوی نه ؤو فیصله کښی ځکه چه هغه صرف اراده کړی وه فیصله ئی لانه وه کړی - بل داچه که فیصله ئی کړی وی نودا خطا اجتهادی ده په داسی خطائی سره یو اجرهم حاصلیږی اوداهم کیدی شی چه فیصله د داؤد علیه السلام صحیح وه لیکن اللّه تعالٰی منسوخ کړه په فیصله دسلیمان علیه السلام سره اوپه نسخ کښی ډیرحکمتونه دی (وَكُلًّا آتَيْنَا حُكْمًا وَعِلْمًا) دادلیل دی چه فیصله د داؤد علیه السلام هم صحیح ده اوکه اجتهادی شی نودا جمله دلالت کوی چه په خطاء اجتهادی سره دمجتهد په صفت دحکم او علم کښی نقصان او عیب نه راځی (وَسَخَّرْنَا) دلیل دی چه په دغه معامله کښی د داؤد علیه السلام په نبوت کښی هیڅ نقصان نه دی راغلی او تسبیح د غرونو او مارغانو معجزه وه د داؤد علیه السلام او سَخَّرْنَا او فَاعِلِينَ دلیل دی چه معجزه فعل د اللّه تعالٰی دی او انبیاؤ علیهم السلام اختیار په کښی نیشته -