اقْتَرَبَ ۷۸۰ الأنبياء

وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ ﴿۸۰﴾ وَلِسُلَيْمَانَ الرِّيحَ عَاصِفَةً تَجْرِي بِأَمْرِهِ إِلَى الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا وَكُنَّا بِكُلِّ شَيْءٍ عَالِمِينَ ﴿۸۱﴾

او خودلی ؤو مونږ هغه ته جوړول دزغرو تاسولره چه بچ ساتی تاسو د جنگ ستاسونه آیا پس تاسو شکرکؤونکی ئی ﴿۸۰﴾
(اوتابع کړی وه مونږ) سلیمان علیه السلام لره هواتیزه روانه به وه په حکم دهغه سره هغه ملک ته چه برکات اوچولی دی مونږ په هغی کښی او ؤو مونږ په هرڅیزباندی علم لرونکی ﴿۸۱﴾

[۸۰] په دی کښی بله معجزه ذکرکړی ده ځکه چه سورة سبا (۱۰) کښی اوسپنه ده ته نرمه کړی شوی ده بغیر په اور د گرمولونه، دهغی نه به ئی زغری او وسلی جوړلی - اوپه دی آیت کښی دلیل دی چه صنعت وحرفت سنت دانبیاؤ دی اودارنگ دلیل دی چه دځان دبچ کولو دپاره داسباب شرعیواستعمال هم سنت دی (فَهَلْ أَنْتُمْ شَاكِرُونَ) استفهام په معنیٰ دامرسره دی اوپه دی مطالبه کښی مقصد همیش والی دشکردی -
[۸۱] په دی آیتونو کښی دسلیمان علیه السلام دمعجزاتو ذکردی اوهغه په دی کښی اللّه تعالٰی ته محتاج وؤ - هرکله چه سلیمان علیه السلام ډیری غزاگانی کولی اوسفری ئی کولی اوملک ئی هم ډیروسیع وؤ دهغی دانتظام دپاره گرځیدل وو نودهغی دوجی نه اللّه تعالٰی هغه لره هواتابع کړه دهغی صفت ئی په دی سورة کښی عَاصِفَةً (تیزه) اوپه سورة ص (۳۶) رخاء‌ (نرمه) ذکر کړی دی اشاره ده چه هواگانی په دواړو حالتونوکښی د ده دپاره مسخری وی کله به تیزی وی اوکله به نرمی وی (الْأَرْضِ الَّتِي بَارَكْنَا فِيهَا) ددی نه مراد ځمکه دشام ده ځکه چه په هغی کښی غلی میوی دځمکی نورفوائد په کثرت سره دی اودارنگ ډیرپیغمبران په هغه ځمکه رالیږلی شوی وؤ (بِكُلِّ شَيْءٍ) یعنی دهرڅیزپه تدبیر باندی اللّه تعالٰی ښه عالم دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>