اقْتَرَبَ ۷۸۱ الأنبياء

وَمِنَ الشَّيَاطِينِ مَنْ يَغُوصُونَ لَهُ وَيَعْمَلُونَ عَمَلًا دُونَ ذَلِكَ وَكُنَّا لَهُمْ حَافِظِينَ ﴿۸۲﴾ وَأَيُّوبَ إِذْ نَادَى رَبَّهُ أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۸۳﴾ فَاسْتَجَبْنَا لَهُ فَكَشَفْنَا مَا بِهِ مِنْ ضُرٍّ وَآتَيْنَاهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ ﴿۸۴﴾

(اوتابع کړی ؤو مونږ) د شیطانانو هغه څوک چه غوپی به ئی وهلی دهغه دپاره اوکارونه به ئی کول کارونه ددی سیوا او ؤو مونږ دوی لره حفاظت کؤونکی ﴿۸۲﴾
اویاد کړئ ایوب علیه السلام کله ئی چه فریاد کؤو رب خپل ته چه رسیدلی ماته مرض او ته رحم کؤونکی ئی درحم کؤونکونه ﴿۸۳﴾
پس قبوله کړه مونږ دعا دهغه پس لری کړو مونږ هغه چه په دی باندی څه مرض ؤو اورکړو مونږ ده ته بال بچ دده اوپه شان د هغوی ورسره نو دوجی درحمت زمونږطرف نه اویاداشت عبادت کؤونکو دپاره ﴿۸۴﴾

[۸۲] دا دبلی معجزی ذکردی یعنی د شیاطین الجن او سرکشانونه کار اخستل معجزانه کاردی (يَغُوصُونَ) ددی دپاره چه دریاب نه ملغلری او قیمتی کانړی را اوباسی (عَمَلًا) ددی تفسیر په سورة سبا (۱۳) او سورة ص (۳۷) کښی دی (حَافِظِينَ) یعنی دشیاطینو حفاظت ددی دپاره چه سلیمان علیه السلام ته تکلیف ورنه کړی اودهغه دحکم نه خلاف اونه کړی داټول دحکم د اللّه تعالٰی سره وؤ څه په سحر منترسره نه وؤ -
[۸۳] دا دلیل نقلی دی دایوب علیه السلام نه په دعا او عاجزی کولوسره اللّه تعالٰی ته دپاره دتذکیردتوحید چه مشکل کشا اودمرضونو شفاء‌ ورکوؤنکی صرف اللّه تعالٰی دی - ایوب علیه السلام پیغمبر وؤ، درومیانونه وؤ او ډیرمالدار وؤ او اهل ئی هم ډیر وؤ نو اللّه تعالٰی په هغه باندی ابتلاء‌ اوکړه، مالونه ئی ورله فنا کړه - اهل ئی ورله مړه کړل (بغیردنیټی دمرگ نه) اوپه بدن کښی مرض پیداشو او مشهور قول دادی چه په دی مصیبت کښی ئی اتلس کالونه تیرشول اخره مجبوره شو دعا غوښتلوته، (اونورحالات ددی متعلق به انشاء اللّه تعالٰی په تفسیر دسورة ص کښی راشی) (أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ) په دی کښی مفسرقرطبی اوؤلس اقوال ذکرکړی دی ظاهرداده چه مراد د الضرنه مرض دبدن دی چه هغه ډیرشدت ته رسیدلی وؤ او دا اظهار دعجز دی اللّه تعالٰی ته داشکوه نه ده نودصبر نه خلاف نه ده - اوپه باره د ایوب علیه السلام کښی چه بعضی مفسرینو اوگدی قصی لیکلی دی چه په هغی کښی دداسی مرضونو ذکردی چه په هغی کښی نفرت پیدا کوؤنکی یا په ډیران باندی غورځول دی وغیره دا اسرائیلی روایات دی دشان د انبیاء‌ علیهم السلام سره مناسب نه دی (وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ) دا وسیله ده په صفت د اللّه تعالٰی سره -
[۸۴] دا دلیل دی چه تیرشوی آیت کښی دعا ده (رَحْمَةً) کښی اشاره ده چه اجابت ددعا ددی وجی نه نه دی چه اللّه تعالٰی مجبوردی بلکه دا احسان د اللّه تعالٰی دی (وَذِكْرَى لِلْعَابِدِينَ) یعنی څوک چه د اللّه تعالٰی بندگی کوی اوپه هغی کښی ورته مصیبتونه دمال او بدن اورسیږی نوهغه دی د ایوب علیه السلام واقعه یاده کړی ځکه چه هغه افضل وؤ اوسره ددی نه په هغه باندی مصیبتونه راغلی دی اوهغه صبرکړی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>