اقْتَرَبَ ۷۸۲ الأنبياء

وَإِسْمَاعِيلَ وَإِدْرِيسَ وَذَا الْكِفْلِ كُلٌّ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿۸۵﴾ وَأَدْخَلْنَاهُمْ فِي رَحْمَتِنَا إِنَّهُمْ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۸۶﴾ وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۸۷﴾

او یاد کړه اسماعیل علیه السلام او ادریس علیه السلام او ذالکفل علیه السلام داټول ؤو دصبرناکونه ﴿۸۵﴾
او داخل کړی ؤو مونږ دوی په رحمت زمونږکښی یقیناً‌ دوی ؤودپوره نیکانونه ﴿۸۶﴾
اویاد کړه مهی والا (یونس علیه السلام) کله چه لاړ په داسی حال کښی چه غصه ؤو قوم خپل ته پس گمان ئی اوکړوچه هیڅ کله تنگسیا به رانه ولو مونږه په ده باندی نوفریاد ئی اوکړو په تیرو کښی چه نیشته فریاد قبلوونکی سیوا ستانه پاک ئی ته یقیناً زه یم دنقصان کؤونکو دځان سره ﴿۸۷﴾

[۸۶،۸۵] دا هم نقلی دلیلونه ددی دری پیغمبرانو دی چه هغوی په رحمت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی اودصبراو عبدیت عملونه ئی کول اوصبردهغوی دلیل دی چه په هغوی باندی مصیبتونه راغلی وؤ - اسماعیل علیه السلام باندی مصیبت دابتلاء د ذبحی اوپه شاړه اوچه ځمکه کښی د مورسره یواځی اوسیدل او دبیت اللّه په آبادئ کښی تکلیف تیرول وؤ - او د ادریس او ذولکفل علیهما السلام تفصیلی حال قرآن کریم او حدیث مرفوع کښی نه دی ذکرشوی نومونږ دهغی په باره کښی اجمالی ایمان لرو ابن کثیروئیلی دی ظاهرد قرآن دعبارت نه معلومیږی چه ذوالکفل نبی وو اوبعضو وئیلی دی چه صالح سړی وؤ اوابن جریر په کښی توقف کړی دی -
[۸۷] داهم دلیل نقلی دی د یونس علیه السلام نه په عجزاوحتیاج دهغه اللّه تعالٰی ته دپاره دتذکیردتوحید - (النُّونِ) مهی ته وائی هغه د مهی په خیټه کښی څه وخت پوری وؤ اود مهی په ذریعه اللّه تعالٰی دهغه حفاظت کړی وؤ ځکه چه منسوب شو په لقب کښی نِونِ ته (مُغَاضِبًا) نه مراد دادی چه قوم ته غصه وؤ ځکه چه هغوی دهغه تکذیب کړی وؤ اوخپل اجتهاد ئی اوکړلو چه په دی قوم باندی ضرور عذاب راځی اودعذاب په وخت نبی دقوم نه باهر اوځی نوددی وجی نه هغه دقوم نه بهرلاړو د اللّه تعالٰی امرته انتظارئی اونه کړلو (الظُّلُمَاتِ) دری تیری وی یو دشپی بل دبحر بل دمهی دخیټی اوپه دی دعا دیونس علیه السلام کښی ددعا دری شرطونوته اشاره ده چه د اللّه تعالٰی نه ځکه غوښتلی کیږی چه په هغی کښی نقصان اوعجزاوعیب نیشته، یعنی هرحاجت پوره کولوباندی قادر دی اودحاجت غوښتونکی په حال باندی پوره عالم دی، دریم شرط اقرار او اظهار دخپل عجزاوقصوردی ځکه چه څوک خپل عجزاللّه تعالٰی ته نه ظاهروی نودهغه دعا نه قبلیږی -
فائده: بعضی جاهلانو مبتدعینو ددی آیت نه استدلال کړی دی دانبیاء علیهم السلام په گنهگارکیدلو په یوڅو طریقوسره اوله طریقه داچه مغاضباً نه معنیٰ داده چه اللّه تعالٰی ته غصه وؤ اود اللّه تعالٰی په کارباندی غصه کول گناه ده - دوهمه طریقه، ده گمان اوکړو چه اللّه تعالٰی په ده باندی قدرت نه لری اوانکاردقدرت د اللّه تعالٰی نه گناه ده - دریمه داچه ځان ته ظالم وئیلی دی اوهرظلم گناه ده - ددی جوابونه په ترتیب سره دادی چه مغاضباً نه مراد دادی چه قوم ته غصه وو اودا عبادت دی د نَقدِرُ په معنیٰ دتنگسیا راوستل دی لکه چه يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشاءُ وَ يَقْدِرُ - کښی دا معنیٰ ده - اوهرظلم گناه نه ده کله ظلم اقرار دقصوراوکوتاهئ ته وئیلی کیږی لکه په دی دعا کښی چه ابوبکررضی اللّه عنه ته رسول اللّٰه ﷺ خودلی ده چه رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي ظُلْمًا كَثِيرًا - اودارنگ کله خلاف اولٰی عمل کولوته وئیلی کیږی یعنی اولٰی اوبهتره خبره داوه چه یونس علیه السلام د اللّه تعالٰی دا ذن انتظار کړی وی دپاره دهجرت دقوم خپل نه او خلاف د اولٰی چه اوشی نوهغه گناه نه وی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>