اقْتَرَبَ ۷۸۳ الأنبياء

فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنْجِي الْمُؤْمِنِينَ ﴿۸۸﴾ وَزَكَرِيَّا إِذْ نَادَى رَبَّهُ رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ ﴿۸۹﴾

پس قبول کړو مونږفریاد دده اوبچ کړه مونږدغم نه اودارنگ نجات ورکړو مونږمؤمنانوته ﴿۸۸﴾
اویاد کړئ زکریا علیه السلام لره کله چه فریاد ئی اوکړو رب خپل ته ای ربه ځما مه پریږده مالره یواځی اوته ئی دباقی پاتی کیدونکونه ﴿۸۹﴾

[۸۸] (الْغَمِّ) لفظ عام دی دتیرو دوجی نه خفگان او خلاف اولٰی عمل کولو خفگان دواړو ته شامل دی اودده نجات په سورة صافات کښی ذکرشوی دی د (۱۴۰) نه (۱۴۷) پوری (وَكَذَلِكَ) کښی اشاره ده چه دا دعا دنورو مؤمنانو نه هله قبلیدی شی چه دیونس علیه السلام په شان اخلاص او عجز په ځان کښی پیداکړی اودهغه دشرطونو لحاظ اوکړی اوحدیث دترمذی او احمد کښی دی دعا ته ترغیب ذکردی ابن کثیر هم روایت نقل کړی دی -
[۸۹] داهم دلیل نقلی دی د زکریا علیه السلام نه دپاره دتذکیر دتوحید چه زکریا علیه السلام عجزاو احتیاج خاص اللّه تعالٰی ته پیش کوؤ د (فَرْدًا) نه مراد یواځی ددین خدمتگاردی چه ملگری نه لری اومراد د (الْوَارِثِينَ) نه ساتنه کوؤنکی ددین دی (إِذْ نَادَى رَبَّهُ) دهغی ذکرپه سورة العمران (۳۸) اوسورة مریم (۳) کښی تیرشوی دی -
فائده: په دی سورة کښی د څلورو انبیاؤ نه ئی نداء‌ الٰی اللّه ذکرکړی ده اشاره ده چه انسانانو حاجات په دی څلورو کښی منحصردی - اول ددشمن په مقابله کښی او ددشمن نه دبچ کیدلو حاجت دانداء‌ دنوح علیه السلام ده - دوهم دبدنی او جسمانی مرضونو په باره کښی اللّه تعالٰی ته فریاد کول او د نِداء‌ د ایوب علیه السلام وه - دریم دعام تکالیفو او مصیبتونو دنجات دپاره دانداء د یونس علیه السلام ده څلورم د اولاد په باره کښی چه میراث دینی او دنیوی سنبال کړی اودا نداء د زکریا علیه السلام ده - نو معلومه شوه چه انسانان خواص او عوام ټول اللّه تعالٰی ته په هرحالت او حاجت کښی محتاج دی اوپه دوی باندی فرض دی چه صرف دیو اللّه تعالٰی نه خپل حاجتونوکښی مددغواړی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>