اقْتَرَبَ ۷۸۴ الأنبياء

فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ ﴿۹۰﴾ وَالَّتِي أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا فَنَفَخْنَا فِيهَا مِنْ رُوحِنَا وَجَعَلْنَاهَا وَابْنَهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ ﴿۹۱﴾ إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ ﴿۹۲﴾

نوقبوله کړه مونږدعا د هغه او اوبخښه مونږ ده ته یحیٰ اوقابله کړه مونږ ده لره بی بی دده یقیناً دوی به ؤو چه کوشش به ئی کؤو په ټولو نیکوکارونو کښی او حاجتونه ئی غوښتل زمانه مینه کؤونکی اوویره کؤونکی ؤو او ؤو دوی مونږ ته عاجزی کؤونکی ﴿۹۰﴾
اوهغه زنانه چه بچ ساتلی ؤو عورت خپل نوپوکی اوکړو مونږ په هغی کښی دروح دطرف دزمونږ نه اواوگرځوله مونږ دی لره اوځوی دده لره نخښه دپاره دخلقو ﴿۹۱﴾
یقیناً دا (دین دانبیاؤ) دین ستاسو دی په داسی حال چه یو دین دی اوزه ستاسو رب یم نوبندگی مالره خاص کوئ‌ ﴿۹۲﴾

[۹۰] طریقه داستجابت ددعا او دیحیٰ علیه السلام پیدائش په سورة العمران او سورة مریم کښی ذکرشوی دی - (أَصْلَحْنَا لَهُ) مراد دادی چه ددی نه مخکښی شنډه وه نو اللّه تعالٰی تانده کړله (إِنَّهُمْ كَانُوا) دتفصیلی بیان نه روستو دا اجمالی بیان دی چه ټول انبیاء علیهم السلام اللّه تعالٰی ته محتاج دی او دهغوی دری قسمه عبادت ئی ذکرکړی دی اول (يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ) مراد ددی نه امتثال دټولو اوامرو دی اواجتناب دټولو منهیاتو نه اومراد دمسارعت نه تقدیم الاهم فالاهم دی اوددی جملی نه امام رازی دلیل نقلی ذکرکړی دی په عصمت دانبیاء علیهم السلام باندی دوهم (يَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا) یعنی دطاعت او عبادت سره اللّه تعالٰی ته حاجات پیش کول اوخاص دهغه نه امداد غوښتل - رَغَبًا وَرَهَبًا، مراد دادی چه په حال ددعا کښی رغبت او امید لری درحمتونود اللّه تعالٰی اوهم ویره لری دغضب د اللّه تعالٰی نه یاداچه په حال دخیرکښی د اللّه تعالٰی نه دعا غواړ ی اوپه حال دویره کښی هم د اللّه تعالٰی نه دعا غواړی اوپه دی کښی اشاره ده چه رغبت او رهبت یواځی کول صحیح عبادت دی دوهم (وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) یعنی هرحالت کښی عاجزی او اخلاص اللّه تعالٰی ته کوی ځکه چه هیڅ عبادت او دعا بغیرداخلاص او عجزنه نه قبلیږی -
[۹۱] داهم دلیل نقلی دمریم او عیسیٰ علیهما السلام نه دی چه هغوی اللّه تعالٰی ارادی او حکم ته عاجز وؤ - داهم تذکیردتوحید دی اودا واقعه ئی دمخکنو قصو نه جدا ذکرکړه ځکه چه مریم نبیّه نه ده اوهرکله چه د عیسیٰ علیه السلام ذکرپه کښی دی نودهغه واقعاتو سره نزدی ذکرکړله - په (أَحْصَنَتْ فَرْجَهَا) کښی رد دی په یهودیانو باندی چه هغوی بهتان لگولی وو په مریم علیها السلام باندی - اومراد نه فرج نه عورت دی یا فروج دقمیص مراد دی چه هغه څلوردی دوه لستونړی او گریبان او لاندی دلمن نه، اومقصد ددی نه اظهار د عِفّت او پاکدامنئ دهغی دی (آيَةً) ئی مفرد ذکرکړو مراد ترینه جنس دی نوډیرو آیاتو ته اشاره شوه یا دا چه په دواړو کښی یو آیت عظیمه وؤ یعنی ولادت بغیر دنزدیکت دنارینه نه یاداچه عبارت کښی تقدیردی یعنی جَعَلْنَاهَا آيَةً و وَابْنَهَا آيَةً لِلْعَالَمِينَ اوتفسیر قرطبی کښی ئی داسی تشریح کړی ده (لِلْعَالَمِينَ) کښی اشاره ده چه دا واقعه په ټول عالم کښی صرف یوه وه -
[۹۲] دا خطاب دی ټولو خلقوته روستو د انبیاء علیهم السلام نه دپاره دترغیب توحید ته یعنی دین د توحید دین دټولو انبیاؤ علیهم السلام دی اوستاسو هم دغه دین دی (وَأَنَا رَبُّكُمْ) بیان د اُمَّةً (دین) دی په رد د شرک ربوبیة اوالوهیت سره امت دلته په معنیٰ د شریعت، سنت او دین سره دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>