اقْتَرَبَ ۷۸۵ الأنبياء
وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ ﴿۹۳﴾ فَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ وَإِنَّا لَهُ كَاتِبُونَ ﴿۹۴﴾ وَحَرَامٌ عَلَى قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا أَنَّهُمْ لَا يَرْجِعُونَ ﴿۹۵﴾
اوټکړی کړو دوی دین خپل لره په کورنئ کښی دا ټول به مونږ طرف ته گرځی ﴿۹۳﴾
پس چاچه نیک عمل اوکړو دنیک عملونونه اوحال داچه دی مؤمن ؤو پس ناشکری نه کیږی دعمل دده اویقیناً مونږ لیدونکی دهغی یو ﴿۹۴﴾
اومقرر ده په هریو کلی چه هلاک کړی دی مونږ چه دوی به دنیا ته واپس نه شی راتلی ﴿۹۵﴾
[۹۳] دا زجردی هغه خلقوته چه دین دتوحید نه ئی مخالفت کړی دی او اَمَر په معنیٰ ددین دی یعنی پس دپریخودلو دتوحید نه په کورنئ کښی مختلفی ډلی شوی او د شرک او کفرپه مختلفو قسمونو کښی تقسیم شول -
[۹۴] ددی آیت نه ترسوة اختتام پوری پنځم باب دی په دی کښی بشارت دی په (۹۴) کښی اوتخویف اخروی تفصیلی دی د (۹۵) نه تر (۱۰۰) پوری بیاهم بشارت تفصیلیه دی په دری آیاتونوکښی بیاتخویف اخروی او بشارت دی بیاذکردصدق درسول دی په (۱۰۷) کښی بیا تخویف دنیوی دی په (۱۱۱،۱۰۹) کښی سره درد د شرک فی العلم نه په دری آیاتونوکښی بیا اختتام دسورة دی په رد دشرک فی لاستعانة اوذکردتضرع د نبی ﷺ دی په مقابله دمشرکانو کښی - په دی (۹۴) آیت کښی بشارت دی مؤمنانوته چه ددوی عمل برباد نه دی بلکه سبب داجراوجزا دی اود اللّه تعالٰی سره محفوظ دی اوداتفصیل د تقطوا دی یعنی ټول خلق دوه ډلی دی (فَلَا كُفْرَانَ لِسَعْيِهِ) کفران په معنیٰ د ناشکرئ کول او ضایع کولودی معلومه شوه چه شرک اوکفر اوترک دعمل صالح سره (چه بدعت دی) اعمال ضائع کیږی نور آیاتونه هم په دی دلیل دی -
[۹۵] په دی آیت کښی زجراوتخویف دی دوهمی ډلی ته - په آیت کښی اشکال دی په دی وجه چه دحرام معنیٰ منع ده او لَا يَرْجِعُونَ معنیٰ داده چه دنیا ته به واپس نه راځی، یاداچه دگناه نه نه راگرځی په توبی سره، نو معنیٰ داشوه چه هلاک کړی شوی په خلقوباندی دنیا ته واپس کیدل اوتوبه نه ویستل منع دی نولازم دا شوه چه دوی به دنیا ته واپس راځی اوتوبه به اوباسی اودا معنیٰ دنورآیاتونو نه خلاف ده لکه سورة مؤمنون (۱۰۰) او سورة انعام (۲۸) او سورة یٰس (۳۱) کښی - جواب په یوڅووجوهو سره دی - اوله وجه داده چه حَرَامٌ په معنیٰ د وجب قد قدردی اوداد ابن عباس رضی اللّه عنه نه نقل دی - اودوهمه وجه داده چه لازیات دی اوداقول ابوعبید دی خومناسب نه دی - دریمه وجه داده چه توبه کول او ایمان راوړل حرام دی په هلاک کړی شوی قومونوباندی ځکه چه دوی دنیا ته واپس نه شی راتللی اودنیا ته مړو راتلل داد روافضوعقیده ده اوکومی قصی چه مشهوری دی چه فلان سړی فلان ولی بزرگ لره روستو دمرگ دهغه نه دنیا کښی ژوندی لیدلی دی دا ټولی غلطی قصی دی اوتلبسات دشیاطینودی اودمعراج په شپه کښی چه لیدلی شوی وؤ نوهغه عالَمِ مثال وؤ اومعجزه وه دهغی تفصیل په تشریح دمعراج کښی تیرشوی دی -