اقْتَرَبَ ۷۸۶ الأنبياء
حَتَّى إِذَا فُتِحَتْ يَأْجُوجُ وَمَأْجُوجُ وَهُمْ مِنْ كُلِّ حَدَبٍ يَنْسِلُونَ ﴿۹۶﴾ وَاقْتَرَبَ الْوَعْدُ الْحَقُّ فَإِذَا هِيَ شَاخِصَةٌ أَبْصَارُ الَّذِينَ كَفَرُوا يَا وَيْلَنَا قَدْ كُنَّا فِي غَفْلَةٍ مِنْ هَذَا بَلْ كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۹۷﴾ إِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ حَصَبُ جَهَنَّمَ أَنْتُمْ لَهَا وَارِدُونَ ﴿۹۸﴾ لَوْ كَانَ هَؤُلَاءِ آلِهَةً مَا وَرَدُوهَا وَكُلٌّ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۹۹﴾
تردی پوری چه کله پرانستی شی یاجوج او ماجوج اودوی به هری ډیرئ نه منډی وهی ﴿۹۶﴾
اوښه نزدی به شی وعده حقه پس دغه وخت به وازی (حیرانی) وی سترگی دهغه چاچه کفرئي کړی دی هائ تباهی ده زمونږ یقیناً ؤو مونږپه غفلت کښی ددی نه بلکه مونږ ظالمان ؤو ﴿۹۷﴾
یقیناً تاسو او هغه څوک چه تاسوئی بندگی کوئ سیوا د اللّه نه خشاک د جهنم دی تاسو به هغی ته ورننوځئ ﴿۹۸﴾
که چیری وی دوی دبندگئ حق دار نه به ورننوتلی جهنم ته اودوی ټول به په هغی کښی همیشه وی ﴿۹۹﴾
[۹۶] په دی آیت کښی بعضی علامات قریبه د قیامت ذکرکړی دی چه صحیح احادیثوسره ثابت شوی ده چه روستو دفتنی د دجال نه به یاجوج ماجوج په ټول عالم مسلط کړی شی - او حتی ابتدائیه دی یعنی مستقل کلام شروع شوی دی یا متعلق دی په لایرجعون پوری یعنی دوی نه شی واپس کیدی ترهغی پوری چه دقیامت علامات موجود شی اوبیاقیامت قائم شی (حَدَبٍ يَنْسِلُونَ) کښی اشاره ده چه ددوی دراتللو او مسلط کیدلونه هیڅ څیزبه منع کوؤنکی نه وی یعنی ددوی سره به ډیراسباب د سفروی هوائی او زمینی اودیاجوج او ماجوج ذکر په سورة کهف (۹۴) کښی تیرشوی دی اوابن جریراوابن کثیرددوی په باره کښی ډیر احادیث ذکرکړی دی -
[۹۷] دا دلیل دی چه په راتللو د یاجوج ماجوج پسی به قیامت ډیرنزدی راځی ځکه واقتری معطوف دی په فتحت باندی اوپه دی آیت کښی هیبت دقیامت ئی ذکرکړی دی اوداسی په سورة ابراهیم (۴۳،۴۲) کښی تیرشوی دی (يَا وَيْلَنَا) داقرار دی په جرم دشرک او کفرسره لیکن دغه وخت دا اقرار هیڅ فائده نه ورکوی اودا آیت مناسبت لری دسورة داول آیت سره -
[۹۸] دا هم تخویف دی اورد دی په مشرکانوباندی یعنی دا مشرکان چه دخپلو معبودانونه نجات ورکولو امیدونه نه لری نو دا خیال ئی غلط دی ځکه چه هغه معبودان به هم اورته داخلیږی نودوی له به څنگه نجات ورکړی په دی آیت کښی اشکال دی چه دلفظ دما نه معلومیږی چه ټول معبودان دمشرکانو به جهنم ته داخلیږی نوبعضی دمعبودانونه انبیاء او اولیاء او ملائک هم دی چه بعضی خلقو دهغوی عبادتونه کړی دی اودا اعتراض مفسرینو د ابن الزبعری نه هم نقل کړی دی - جواب ددی په څو وجهوسره دی اوله وجه داده چه لفظ دما قطعی صریحی نه دی په عموم کښی بلکه احتمال دعموم اوخصوصی ددواړو لری داسی شرح مواقف نورالانوار وغیره کښی ذکرشوی دی - اوابن الزبعری مشرک وؤ هغه تلبیس او دهوکه کوله چه لفظ دمانه ئی عموم مراد کوؤ نودلته مراد دما نه خاص هغه معبودان مراد دی، چه هغوی خلقو ته دشرک او بدعت دعوت ورکوی یعنی باطل پرست پیران اوملیان - دوهمه وجه داده چه لفظ دما اگرچه عام شی لیکن (۱۰۱) سره د صالحینو استثناء کړی شوی ده (حَصَبُ) هغه خشاک وغیره ته وئیلی کیږی چه اورته اوغورځولی شی دپاره دسیزلو دهغی او (حَطَبُ) صرف خشاک ته وئیلی کیږی نوحصب کښی معنیٰ دذلت ده -
[۹۹] دا دلیل دی په ابطال د آلهه من دون اللّه تعالٰی ځکه ځان اوخپل عابدان د جهنم نه شی بچ کولی نو څرنگ آلهه کیدلی شی - دارنگ که ددوی بندگی کول حق وی نوددوی عابدان به جهنم ته نه داخلیدلی (مَا وَرَدُوهَا) ضمبرعابدان او معبودان دواړو ته راجع کیدی شی (وَكُلٌّ) کښی هم دواړه مراد دی -