اقْتَرَبَ ۷۹۴ الحج

ذَلِكَ بِمَا قَدَّمَتْ يَدَاكَ وَأَنَّ اللَّهَ لَيْسَ بِظَلَّامٍ لِلْعَبِيدِ ﴿۱۰﴾ وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَعْبُدُ اللَّهَ عَلَى حَرْفٍ فَإِنْ أَصَابَهُ خَيْرٌ اطْمَأَنَّ بِهِ وَإِنْ أَصَابَتْهُ فِتْنَةٌ انْقَلَبَ عَلَى وَجْهِهِ خَسِرَ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةَ ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۱﴾ يَدْعُو مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنْفَعُهُ ذَلِكَ هُوَ الضَّلَالُ الْبَعِيدُ ﴿۱۲﴾

داپه وجه دهغه عملونوچه وړاندی لیږلی دی لاسونو ستا اوپه دی وجه چه اللّه تعالٰی نه دی ظلم والا په بندگانو خپلو باندی ﴿۱۰﴾
اوبعضی دخلقو هغه دی چه بندگی د اللّه تعالٰی کوی په شک باندی پس که اورسیږی ده ته خیر کلک شی په هغی اوکه اورسیږی ده ته تکلیف اپوټه شی په مخ خپل باندی تاوانی کړه ده دنیا او آخرت لره داتاوان دی ښکاره ﴿۱۱﴾
رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه هغه چاته چه ضرر نه شی ورکولی ده ته او هغه چاته چه نفع نه شی ورکولی ده ته دا گمراهی ده لری حق نه ﴿۱۲﴾

[۱۰] یعنی دعذاب دپاره دوه سببه دی یوعمل دمجرم دوهم عدم ظلم (یعنی عدل) د اللّه تعالٰی، یعنی مجرم له سزا ورکول د اللّه تعالٰی دعدل تقاضا ده او داپه سورة العمران (۱۸۲) کښی تیرشوی دی (بِظَلَّامٍ) صیغه د فاعل ذوکذا ده یعنی ذوظلم صیغه دمبالغی نه ده -
[۱۱] مخکښی دوه قسمونه دخلقو بیان شول اوس دی آیت کښی دریم قسم ذکرکوی په طریقه د زجرسره اوپه دی کښی منافق او مفاد پرست مراد دی یعنی دین اسلام منی یا ددین کارکوی ددنیا په غرض سره که دغه غرض حاصلیږی نو اسلام منی اوعمل ددین کوی اوکه غرض دنیوی نه حاصلیږی نوبیا اعراض کوی او ددی مصداق په دی وخت کښی ډیرموجود دی توحید او سنت په دی غرض اومنی چه مال ددنیا او عزت د دنیا ملاو شی اوقرآن لولی په دی اراده چه اجرت به ملاؤشی جنازی له ورځی په دی نیت چه څه مال به حاصل کړی اوچه دا مقصدونه حاصل نه شی نوبیا هیڅ نه منی اونه عمل کوی (حَرْفٍ) په معنیٰ دشک دی یعنی په توحید او دین باندی یقین نه لری یا په معنیٰ د طرف او اړخ دی یعنی په طرف اوډډه سره اوسی پوره اسلام کښی نه داخلیږی (وَجْهِهِ) نه مراد دین باطل دی (خَسِرَ الدُّنْيَا) تاوان ددنیا دادی چه په مسلمانانو کښی دمنافقت دوجی نه ذلیل شی اونورخلق هم ورباندی اعتبار نه کوی - اوتاوان دآخرت دادی چه څه عبادتونه ئی په منافقت سره کړی دی هغه ټول برباد شی (خَيْرٌ) نه مراد ددنیا فائدی دی ځوی کیدل، مالدارکیدل، دبدن صحت، ددنیا عزت او اقتدار (فِتْنَةٌ) نه مراد تکلیفونه دی یعنی غریب شی، قحط راشی، اولاد ئی نه کیږی، بیمارشی، دامامت او تدریس یا د یو دنیوی مرتبی نه محروم شی -
[۱۲] دابیان د انقلب دی یعنی شرک کوی اودا رد دی په شرک فی الدعا باندی (يَدْعُوا) مراد ددی نه حاجتونه غوښتل فریادونه کول، مدد غوښتل روزی طلب کول (ابن کثیر) (مَا لَا يَضُرُّهُ وَمَا لَا يَنْفَعُهُ) مراد دادی چه په پریخودلو ددعا سره ضرر نه شی ورکولی او دعا کولوسره نفع نه شی ورکولی یامطلق نیشت والی دضرراو او نفع رسولو مراد دی او دا غوره قول دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>