اقْتَرَبَ ۷۹۵ الحج

يَدْعُو لَمَنْ ضَرُّهُ أَقْرَبُ مِنْ نَفْعِهِ لَبِئْسَ الْمَوْلَى وَلَبِئْسَ الْعَشِيرُ ﴿۱۳﴾ إِنَّ اللَّهَ يُدْخِلُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ ﴿۱۴﴾

بندگی کوی دهغه چاچه ضرر دبندگئ دهغه زیات نزدی دی دفائدی دهغه نه خامخا ناکاره دوست دی او خامخا ناکاره ملگری دی ﴿۱۳﴾
یقیناً اللّه تعالٰی به داخلوی هغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوعملونه ئی کړی دی په تابعدارئ دسنت جنتونو ته چه بهیږی لاندی دهغی نه ولی یقیناً اللّه تعالٰی کوی هغه څه چه اوغواړی ﴿۱۴﴾

[۱۳] داهم رد دی په شرک فی الدعا باندی یا په دی کښی سبب دشرک ذکرکوی چه هغه تابعداری کول دمشرکانو دی، په دی آیت کښی اشکال دی په څو وجوسره اول داچه تیرشوی آیت کښی دمعبود من دون اللّه نه نفی دضرر او دنفع کړی ده اوپه دی آیت کښی ضرر او نفع ئی ورله ثابت کړی دی؟ جواب په دوه طریقو سره دی اول داچه په دی آیت کښی مراد مشرکان او مبتدعین پیران او مُلیان دی چه خلق گمراه کوی اوخلقو بعضی دنیوی فائدی دمال او خوراک هم ورکوی لیکن ددغه خلقو ایمان او دین ته نقصان ورکوی نوضرر ئی ډیرزر ورسیږی دنفع نه - دوهم جواب دادی چه په دی آیت کښی ئی دضرر نه مراد گناه او عذاب دی چه دشرک په وجی سره مشرک ته رسیږی اودنفع نه مراد فائده ده په گمان دمشرک کښی - دوهم اشکال دادی چه ( لَمَنْ ضَرُّهُ) په ظاهرکښی مفعول دیدعوا دی اولام خو په ابتداء‌ دکلام کښی راځی اومفعول خو مینځ دجملی وی؟ اول جواب دادی چه د یدعوا مفعول حذف دی یدعوا غیراللّه اولمن موصول سره دصِلی نه مبتداء‌ ده او لَبِئْسَ الْمَوْلَى ئی خبردی - دوهم جواب دادی چه ددی لام محل جمله صله یدعوا په معنیٰ دیقول دی اولمن آه مقوله ده اوهغه جمله وی - دهغی دصدرپه (اول) کښی لام داخلیدلی شی - دریم اشکال یدعوا مخکښی آیت کښی ذکرکړی شوی دی نوپه دی آیت کښی تکرار ولی اوکړو؟ اول جواب یدعوا په معنیٰ دیطيع دی لکه په سورة النساء‌ (۱۱۷) کښی دی یعنی طاعت کوی په شرک اوبدعاتوکښی دمشرکانو مقتداگانونه - دوهم جواب یدعوا مکرر دپاره داظهاردکثرت دعا د غیراللّه دی -
فائده: هرکله چه مقتداء‌ گمراه کوؤنکی دوه قسمه دی یو لوئ چه خلقو له دځان نه دین جوړوی لکه چه پیراو مرشد گنړلی کیږی نوهغه مولٰی دی اودوهم دشرک او بدعاتو ملگری چه بل ملگری ته گناه ښائسته کوی اودهغه سره ملگرتیا کوی پیربائی ورته وئیلی کیږی نوهغه عشیردی -
[۱۴] په دی آیت کښی څلورم قسم دخلقو ذکردی چه هغه مؤمنان دی اودهغوی دپاره بشارت اخرویه دی (إِنَّ اللَّهَ يَفْعَلُ مَا يُرِيدُ) په دی کښی جواب دی که څوک وهم اوکړی چه اللّه تعالٰی ولی بعضی خلق گمراه کوی اوبعضوته هدایت کوی؟ حاصل جواب دادی چه اللّه تعالٰی په خپله اراده سره ډیرحکمتونودپاره کار کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>