اقْتَرَبَ ۷۹۶ الحج
مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنْصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنْظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ ﴿۱۵﴾ وَكَذَلِكَ أَنْزَلْنَاهُ آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ وَأَنَّ اللَّهَ يَهْدِي مَنْ يُرِيدُ ﴿۱۶﴾
هغه څوک چه گمان کوی چه هیچ چیری به امداد اونه کړی اللّه تعالٰی دده سره په دنیا او آخرت کښی پس اوگده دی کړی رسئ آسمان ته بیا دی پری کړی نواودی گوری آیا بوځی به داچل دده هغه لره چه دی ئی غصه کړی دی ﴿۱۵﴾
اودارنگ نازل کړی دی مونږ دا قرآن آیاتونه واضح اویقیناً اللّه تعالٰی هدایت کوی هغه چاته چه اللّه تعالٰی ئی اراده اوکړی ﴿۱۶﴾
[۱۵] دا آیت زجردی او تعلق لری د (۱۱) سره اوپه دی کښی ډیرتوجیهات دی اول ربط او توجیه داده چه هرکله دغه منافق ته په دین د محمد ﷺ کښی مصیبت او فتنه اورسی اومدد د اللّه تعالٰی ترینه روستوشی نودی گمان کوی چه اللّه ددی نبی سره امداد نه کوی اوغصه شی (ځکه چه دامتی سره نصرت نه کیدل داددی وجی نه چه دنبی سره نصرت نیشته ددی سړی په خیال کښی) په دی تفصیرسره ضمیردینصره راجع دی من ته (فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ) نه مراد دادی چه رسئ دی دچهت سره اویزانه کړی اوخپل ځان له دی مرئ خفه کړی یعنی داسړی که دغصی دوجی نه ځان هلاک کړی نوهیڅ فائده تری نه راځی نوولی غصه کیږی نو (هَلْ يُذْهِبَنَّ) استفهام انکاری دی په دی توجیه مراد د سماء نه چهت دی او ثم لْیقطع په معنیٰ دمرئ خفه کولو (پهانسی کولو) دی - دوهمه توجیه سره دربط نه داده چه ددی منافقانو اومشرکانو د نبی ﷺ سره دشمنی پیدا شوی ده اودوی غواړی چه اللّه تعالٰی دی ددی نبی سره هیڅ امداد اونه کړی نوامداد او وحی راځی د آسمان نه نودی د رسئ په ذریعه آسمان ته اورسی اودهغه ځای نه دی امداد قطع کړی آیا په دی تدبیربه دده مقصد حاصل شی (نه حاصلیږی) په دی تفسیر ضمیرراجع دی نبی ﷺ ته اودگمان نه مراد تمنا کول دی او سماء نه مراد آسمان دی - اوقطع نه مراد بندول د وحی او د امداد الٰهی دی او هل یذهبن کښی استفهام انکاری دی -
[۱۶] په دی کښی ترغیب دی قرآن کریم ته یعنی لکه چه مونږ امر کړی دی په صبرسره اود نصرت وعده هم کړی ده دارنگ مونږ دا قرآن کریم هم د تسلئ او د هدایت او استقامت دپاره رالیږلی دی - یالکه چه مونږ اثبات دتوحید اوقیامت اوکړو په دلیلونو عقلیو سره دغه شان ددی دپاره مونږقرآن کریم نازل کړی دی -