اقْتَرَبَ ۸۰۶ الحج
أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ ﴿۳۹﴾ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ ﴿۴۰﴾
اعلان کړی شوی هغه کسانوته چه هغوی سره جنگ کیدلی شی (دجنگ کولو) په دی سبب چه په دی باندی ظلم کړی شوی دی او یقیناً اللّه تعالٰی ددوی په مدد کولو باندی خامخا قدرت لری ﴿۳۹﴾
دا هغه کسان دی چه ویستلی شوی دی د کورونوخپلونه بغیردجرم شرعی نه ماسیوا ددی نه چه دوی وائی رب ځمونږ اللّه تعالٰی دی اوکه نه وی اړول د اللّه تعالٰی خلقو لره بعضو لره په بعضوسره خامخا نړولی شوی به وی گرجی دراهبانو اوعبادت خانی دنصاریٰ اوعبادت گاهونه د یهودیانو او جماعتونه دمسلمانانو چه یادولی شی په هغوی کښی نوم د اللّه تعالٰی ډیر اوخامخا مدد کوی اللّه تعالٰی دهغه چا سره چه مدد کوی ددین د هغه سره یقیناً اللّه تعالٰی قوت والا زورآوردی ﴿۴۰﴾
[۳۹] په دی آیت کښی ئی دمدافعت یوه طریقه اخودله یعنی اللّه تعالٰی به ستاسو حفاظت کوی لیکن تاسو هم ددین د اللّه تعالٰی او د خپلو ځانونو حفاظت کوئ په قتال کولوسره اوتفسیرقرطبی کښی لیکلی دی چه دا اول آیت دی چه نازل شوی دی په باره دقتال کښی لیکن په دی آیت کښی صرف أُذِنَ یعنی اباحت دقتال دی اوفرضیت ئی په (قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ) سره ددی نه روستوشوی دی اوپه دی کښی دری علتونه ذکرکړی شول اول (يُقَاتَلُونَ) دوهم (بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا) دریم (إِنَّ اللَّهَ) -
فائده: مفسرقرطبی لیکلی دی چه اباحت حکم شرعی دی نوهغی له دلیل شرعی په کاردی دارنگ مسلم الثبوت کښی هم دی -
[۴۰] دا بیان د مظلومیت دهغوی دی اوبل علت دی دپاره د اذن دقتال کولو اودارنگ دا علت دی دنصرت الٰهی دهغوی سره اودا آیت دلیل دی چه مؤحدینوسره دشمنی دوجی دتوحید نه ده لکه چه په سورة اعراف (۱۲۶) او سورة حٰمٓ مؤمن (۲۸) اوسورة بروج (۸) کښی دی (وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ) دابل علت د اذن دقتال دی اودنصرت دی یعنی قتال کول اونصرت د اللّه تعالٰی دمجاهدینوسره دپاره د حفاظت د مرکزونو دتوحید دی، اوتفسیرقرطبی کښی ذکردی چه آیت په اعتباردلفظ سره عام دی نورو معانیو ته هم شامل دی یعنی که نه وی دفع د اللّه تعالٰی ظلم دظالمانو په حاکمانو عادلانوسره اوکه نه وی دفع کول دهغه چاچه مساجدو ته نه ورځی په اهل دمساجدوسره، اوکه نه وی دفع کول دعذاب الٰهی په دعاگانو دصالحینوسره - او دارنگ که نه وی دفع کول دشرک اوکفراوبدعاتو اوفسق وفجور په دعوت اوتبلیغ داهل حق سره (لَهُدِّمَتْ) هدم ظاهری نړیدل دآبادئ دی او هدم معنوی خالی کیدل دی دعباداتو د اللّه تعالٰی نه په طریقه دتوحید او سنت سره دواړه معنی مراد دی اودا مذکورعبادت خانی د اهل شرایعودی چه هغوی دتحریف ددین نه مخکښی په هغی کښی شرعی عبادتونه کول ځکه چه په دغه ټولو دینونو کښی مخکښی دتحریف نه توحید وؤ (كَثِيرًا) دډیرنه مراد هغه ذکردی چه په شرع کښی ثابت وی اگرچه لږوی اوکوم ذکر که غیرشرعی وی نوکه ډیروی لیکن هغه لږ او بی اعتباره دی (مَنْ يَنْصُرُهُ) په دی کښی اشاره ده چه نصرت ددین اودرسول د اللّه تعالٰی دانصرت د اللّه تعالٰی دی یعنی د اللّه تعالٰی په ډله او جماعت کښی شمولیت دی اگرچه اللّه تعالٰی نصرت ته محتاج نه دی -