اقْتَرَبَ ۸۰۷ الحج
الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ ﴿۴۱﴾ وَإِنْ يُكَذِّبُوكَ فَقَدْ كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَعَادٌ وَثَمُودُ ﴿۴۲﴾ وَقَوْمُ إِبْرَاهِيمَ وَقَوْمُ لُوطٍ ﴿۴۳﴾
داسی خلق که چیری طاقت ورکړو مونږ دوی ته په ځمکه کښی پابندی کوی د مونځ او ورکوی زکوٰة اوبیان به کوی دنیکئ اومنع به کوی دبدئ نه اوخاص اللّه تعالٰی لره دی انجام دټولو کارونو ﴿۴۱﴾
اوکه دوی تاته دروغژن وائی نویقیناً ددروغو نسبت کړی ؤو مخکښی ددوی نه (خپلو پیغمبرانوته) قوم د نوح علیه السلام اوعادیانو او ثمودیانو ﴿۴۲﴾
او قوم د ابراهیم علیه السلام او قوم د لوط علیه السلام ﴿۴۳﴾
[۴۱] دا صفت د مجاهدینو دی او دضحاک رحمة اللّٰه علیه نه روایت دی چه دا شرط اللّه تعالٰی لازم کړی دی په هغه چا باندی چه بادشاهی ئی ورله ورکړی وی، اودارنگ داشرط دی ددوام دنصرت الٰهیه دپاره د اقامة الصلوٰة او ایتاء الزکوٰة نه مراد عام جاری کول ددی احکامودشرعیو دی په ملک کښی (وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ) اشاره ده چه همیشه والی دتمکین (دبادشاهئ) په اختیار د اللّه تعالٰی کښی دی لکه چه ابتدا هم دهغه په اختیارکښی ده -
[۴۲] په دی کښی تسلی ده رسول اللّٰه ﷺ ته اوتابعدارو هغه ته یعنی ددی سورة په تیرشوی احکامو او مواعیدو د اللّه تعالٰی کښی که دوی ستا تکذیب کوی نو اللّه تعالٰی به دوی لره عذاب ورکړی لکه چه تیر اقوام مکذَّبه ته ئی عذابونه ورکړی وؤ اواصحاب مدین ته قوم شعیب ئی اونه وئیل ځکه چه د هغه بل قوم هم وؤ اصحاب الایکه لیکن دهغوی هلاک عربو کښی زیات مشهور نه وؤ (وَكُذِّبَ مُوسَى) قوم د موسیٰ علیه السلام ئی ځکه اونه وئیل چه قوم دهغه بنی اسرائیل وؤ هغوی داسی تکذیب نه وؤ کړی چه په ټولو عذاب راغلی وی -
[۴۴،۴۳] دا په ترتیب سره ذکر داقوام مکذبو دی په دی ترتیب سره په سورة هود کښی ذکرشوی دی ها تکذیب د قوم دابراهیم علیه السلام په سورة انعام او سورة انبیاء کښی ذکرشوی دی (نَكِيرِ) انکار او بدلولو ته وئیلی کیږی دلته مراد عذاب دی ځکه چه په عذاب سره نعمتونه بدل شی -