اقْتَرَبَ ۸۰۸ الحج
وَأَصْحَابُ مَدْيَنَ وَكُذِّبَ مُوسَى فَأَمْلَيْتُ لِلْكَافِرِينَ ثُمَّ أَخَذْتُهُمْ فَكَيْفَ كَانَ نَكِيرِ ﴿۴۴﴾ فَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَهْلَكْنَاهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ فَهِيَ خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا وَبِئْرٍ مُعَطَّلَةٍ وَقَصْرٍ مَشِيدٍ ﴿۴۵﴾ أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِنْ تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ ﴿۴۶﴾
او اوسیدونکو دمدین اونسبت د دروغو کړی شوی وؤ موسیٰ علیه السلام ته پس مهلت ئی ورکړو کافرانوته بیا اونیول ما هغوی لره پس څرنگ شو عذاب ځما هغوی لره ﴿۴۴﴾
پس ډیر دکلونه هلاک کړی دی مونږ هغه او حال داچه هغوی ظلم کؤونکی ؤو پس هغه پری وتلی دی په چتونو خپلوباندی او ډیرکوهیان شاړ او مانړی پخی (شاړی دی) ﴿۴۵﴾
آیا پس دوی نه گرځی په ملک کښی پس چه پیدا شی دوی لره داسی زړونه چه پوهیږی په هغی سره یا غوږونه چه اوریدل کوی په هغی سره پس یقیناً نه ړندیږی سترگی اولیکن ړندیږی هغه زړونه چه په سینوکښی دی ﴿۴۶﴾
[۴۵] پس ډیر دکلونه هلاک کړی دی مونږ هغه او حال داچه هغوی ظلم کؤونکی ؤو پس هغه پری وتلی دی په چتونو خپلوباندی او ډیرکوهیان شاړ او مانړی پخی (شاړی دی) -
داهم تخویف دنیوی دی اوپه دی کښی علت دعذاب ذکرشوی دی چه هغه ظلم دی (خَاوِيَةٌ عَلَى عُرُوشِهَا) هغه مکانات دی اول ئی چتونه را پریوتل بیا دچتونو دپاسه دیوالونه را اورغوزیدل بیا څه موده روستو ډیرکئ جوړی شوی (بِئْرٍ مُعَطَّلَةٍ) د هلاک شوی قومونو په کورونو او کلو کښی کوهیان هم شاړ پاتی شوی دی - یامراد ددی نه هغه کوهی دی چه حنظله بن صفوان په زمانه کښی اوچ شوی وؤ د هغی واقعه په تفسیرقرطبی وغیره کښی ذکرشوی ده (قَصْرٍ مَشِيدٍ) په دغه هلاک قومونو کښی بنگلی والونه بنگلی شاړی پاتی شوی - یاترینه مراد مانړئ او بنگلی دثمودیانو دی -
[۴۶] پس د ذکردعذاب دقومونو تیرشوؤ نه التفات دی موجوده خلقوته چه سیل اوکړی ددی مکاناتو (کنډراتو) اوعبرت ترینه حاصل کړی (يَعْقِلُونَ بِهَا) اشاره ده چه عقل محل قلب دی اودی نه معلومه شوه چه دسفرپه تکالیفوسره تجرب او عقل کښی ترقی راځی، او دحق داوریدلو صفت پیدا کیږی (فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ) هرکله چه په سفرکولو سره په نظر دسترگو کښی ترقی نه پیدا کیږی نودکلام طرزئی بدل کړو - ابن عطیه فرمائی چه په دی کښی مبالغه ده یعنی ړوندوالی (کامل) دسترگو ړوندوالی نه دی بلکه دزړه ړوندوالی دی، دا مراد نه دی چه سترگی دهیچ چا نه ړندیږی ځکه چه دا دواقعی نه خلاف ده مطلب داشو چه دوی اگرچه گرځی اوپه سترگو باندی دغه کنډراتو ته گوری لیکن عبرت نه آخلی ځکه چه زړونه ئی ړانده دی -