اقْتَرَبَ ۸۰۹ الحج

وَيَسْتَعْجِلُونَكَ بِالْعَذَابِ وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ وَإِنَّ يَوْمًا عِنْدَ رَبِّكَ كَأَلْفِ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ﴿۴۷﴾ وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ أَمْلَيْتُ لَهَا وَهِيَ ظَالِمَةٌ ثُمَّ أَخَذْتُهَا وَإِلَيَّ الْمَصِيرُ ﴿۴۸﴾ قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّمَا أَنَا لَكُمْ نَذِيرٌ مُبِينٌ ﴿۴۹﴾ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ﴿۵۰﴾ وَالَّذِينَ سَعَوْا فِي آيَاتِنَا مُعَاجِزِينَ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۵۱﴾

اوپه تادئ سره دوی غواړی ستانه عذاب اوهیڅ چیری خلاف نه کوی اللّه تعالٰی دوعدی خپلی نه اویقیناً یوه ورځ په نیز د رب ستا په شان دزرو کلونوده دهغی نه تاسو ئی شمارکوئ ﴿۴۷﴾
اوډیر کلی دی مهلت ورکړی دی ما هغوی ته او حال داچه ظلم کؤونکی دی بیا اونیول ما هغوی لره اوخاص ځما طرف ته راگرځیدل دی ﴿۴۸﴾
ته اوایه ای خلقو یقیناً‌ ځه تاسولره ویره درکؤونکی ښکاره یم ﴿۴۹﴾
پس هغه کسان چه ایمان ئی راوړی اوعمل ئی کړی دی په تابعدارئ دسنت سره دوی دپاره دبخښنه ده او رزق عزت والا ﴿۵۰﴾
اوهغه کسان چه کوشش کوی په آیاتونو زمونږ کښی مقابله کؤونکی دهغی سره دغه کسان دی اوروالا ﴿۵۱﴾

[۴۷] دابل زجردی یعنی عبرت نه اخلی بلکه زر عذاب غواړی (وَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ وَعْدَهُ) دوعد نه مراد وعد دعذاب دی دوجی قرینی ددی آیت نه اگرچه وعد مستعملیږی په وعده دثواب کښی (وَإِنَّ يَوْمًا) مطلب داچه اوږد او سخت عذاب دی نودوی ډیرجاهلان دی چه داسی عذاب په تلوار غواړی (كَأَلْفِ سَنَةٍ) مراد داچه تاسو دیو وطن او علاقی تخریب په زرکاله کښی کوئ نو اللّه تعالٰی ئی په یوورځ کښی کوی اوزر کاله ئی په طور دمثال سره وئیلی دی ځکه عرب د ډیروالی دپاره دزرو شمارذکرکوی ځکه دا منتهیٰ دعدد ده بغیر د تکرارنه - یام مراد ددی نه ورځ دقیامت لکه چه په حدیث کښی وارد دی چه فقراء مسلمانان به جنت ته د اغنیاؤ نه نیمه ورځ وړاندی داخلیږی اوهغه پنځه سوه کاله دی، ابن کثیر داروایت ذکرکړی دی یعنی پوره ورځ زرکاله شوه -
[۴۸] داهم تخویف دی، تیرشوی آیت کښی فکأین په فاسره ذکرکړی شو ځکه چه مهلت بعد متصل عذاب راغلی دی او ددوی نه وړاندی ئی وعده دعذاب ذکرکړه اومهلت ئی روستو ذکرکړی دی نوپه منیځ کښی ئی دوباره و کأین راوړو په واو سره -
[۴۹] په دی آیت کښی اثبات درسالت دی او جواب داستعجال دعذاب دی - حاصل داچه زه خو رسول یم دعذاب دراوستلو یا روستو کولو ماسره اختیار نیشته -
[۵۰] داپه رسالت باندی تفریع ده چه دهغی نه دوه ډلی پیدا کیږی یو مؤمنان او دا دهغوی دپاره بشارت اخرویه دی (وَرِزْقٌ كَرِيمٌ) ددی مصداق صرف جنت دی ځکه چه ددنیا په رزق کښی ضرورذلت یا کړاؤ وی -
[۵۱] دا تخویف دی منکرینوته (مُعَاجِزِينَ) دا باب مفاعله دی مطلب دادی چه دوی اراده لری دعاجزکول دصاحب آیات او آیات ددوی عاجزکول کوی یا معاجزین معنیٰ منع کوؤنکی خلقو لره د تابعدارئ د نبی ﷺ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>