اقْتَرَبَ ۸۱۰ الحج
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ إِلَّا إِذَا تَمَنَّى أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۲﴾ لِيَجْعَلَ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ فِتْنَةً لِلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ الظَّالِمِينَ لَفِي شِقَاقٍ بَعِيدٍ ﴿۵۳﴾
اونه دی لیږلی مونږ ستانه مخکښی هیڅ رسول اونه نبی مگر هرکله چه هغه لوستل کول غورځولی شیطان (وسوسی په زړونو دخلقوکښی) په وخت دلوستلو دهغه کښی نو وران کړل اللّه تعالٰی هغه شبهات چه اوچول شیطان بیا کلک اوساتل اللّه تعالٰی آیاتونه خپل او اللّه تعالٰی پوهه دی او حکمتونووالا دی ﴿۵۲﴾
(ددی مقصد دپاره) چه اوگرځوی هغه شبهی چه اچوی شیطان امتحان هغه کسانولره چه په زړونودهغوی کښی مرض دی او دسختو زړونو والولره او یقیناً ظالمان خامخا په دشمنئ لری کښی دی ﴿۵۳﴾
[۵۲] هرکله چه ئی دوه فریقه ذکرکړل نواوس ددی جدا جدا اسباب ذکرکوی د کافرانو دکفر سبب وسوسی دشیاطینو انسی او جنی دی او دمؤمنانو د ایمان سبب زائله کول د اللّه تعالٰی دی وسوسو او شبهاتو دشیاطینو لره (مِنْ رَسُولٍ وَلَا نَبِيٍّ) ددی دواړو فرق په یو څووجوهو سره دی اوله وجه دا چه د رسول معنیٰ داده چه پیغام رسوؤنکی دی د اللّه تعالٰی دطرف نه او دنبی معنیٰ دا چه خبرورکوؤنکی اُمَّتیانو ته دا فرق نسبی دی، دوهمه وجه دا چه رسول خاص دی په هغه پوری چه نازل شوی وی په هغه باندی کتاب الٰهی یاورسره صحیفی وی د اللّه تعالٰی دطرف نه اونبی عام دی - دریمه وجه دا چه رسول عام دی هغه ملائکوته هم وئیلی کیږی چه د اللّه تعالٰی وحی راوړی اونبی خاص دی په انسانانوپوری إِذَا تَمَنَّى داپه معنیٰ دلوستلو او بیانولو دوحی دی اوپه اشعار دعربو کښی په دی معنیٰ هم استعمال شوی دی (أَلْقَى الشَّيْطَانُ فِي أُمْنِيَّتِهِ) یعنی دهغه دلوستلو او او دعوت په وخت کښی شیطان انسی او جنی دنورو خلقو په زړونو کښی شبهات او وسوسی اچوی، کله وائی دا مجنون دی یاساحردی یا کاهن دی یامفتری دی وغیره وغیره (فَيَنْسَخُ اللَّهُ مَا يُلْقِي الشَّيْطَانُ) یعنی اللّه تعالٰی خپله وحی داسی نازله کړی چه په هغی سره هغه دشبهاتو جوابونه اوکړی نو هغه شبهات زائله او ختم شی (ثُمَّ يُحْكِمُ اللَّهُ آيَاتِهِ) یعنی دشبهاتو ددفع کولونه بعد په دلیلونوسره هغه دعوت دنبی محکم کړی -
[۵۳] دامتعلق دی په القی الشیطان پوری دهغه حکمت ذکرکوی یعنی دا شیطان لره ئی تسلط دشبهاتو اچولو ددی دپاره ورکړی دی چه هغه امتحان اوگرځی دشکیانو (منافقانو) او سخت زړو (کافرانو) دپاره، اوهغوی پاخه شی په شک اوکفر کښی اوبیا په سخته دشمنئ دحق کښی اخته شی -