اقْتَرَبَ ۸۱۱ الحج

وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ فَيُؤْمِنُوا بِهِ فَتُخْبِتَ لَهُ قُلُوبُهُمْ وَإِنَّ اللَّهَ لَهَادِ الَّذِينَ آمَنُوا إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۵۴﴾ وَلَا يَزَالُ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ حَتَّى تَأْتِيَهُمُ السَّاعَةُ بَغْتَةً أَوْ يَأْتِيَهُمْ عَذَابُ يَوْمٍ عَقِيمٍ ﴿۵۵﴾

او ددی دپاره چه یقین اوکړی هغه کسان چه علم ورکړی شوی دی چه دا حق دی دطرف درب ستانه نو ایمان به راوړی په دی باندی نوښه نرم به شی دی ته رړونه ددوی او یقیناً‌ اللّه تعالٰی رسوی مؤمنانو لره لاری نیغی ته - ﴿۵۴﴾
اوهمیشه به وی هغه کسان چه کفرئی کړی وی په شک کښی ددی نه تردی پوری چه راشی دوی ته قیامت ناگهه اویاراشی دوی ته عذاب دورځی شنډی ﴿۵۵﴾

[۵۴] دا متعلق دی په فینسخ اللّه پوری یعنی اللّه تعالٰی چه شبهات دفع کړی نوپه دی سره فائده اورسیږی مؤمنانوته یعنی دقرآن په حقانیت باندی دهغوی علم او یقین نور زیات شی (فَيُؤْمِنُوا) نه مراد زیات والی دایمان او یقین دی ځکه چه ایمان ئی مخکښی راوړی دی یا مراد اوتوالعلم نه مخکنی اهل کتاب دی چه هغوی پوهه شول په حقانیت دقرآن نوایمان ئی په قرآن باندی راوړلو (فَتُخْبِتَ) د اخبات معنیٰ په دی سورة کښی تیره شوی ده یعنی په قرآن باندی په ایمان راوړلوسره اخبات پیدا کیږی (لَهَادِ) یعنی په زیادت دعلم او دایمان اوپه اخبات سره هدایت کښی زیادت پیدا کیږی -
فائده: ددی آیت دا تفسیرچه ذکرشو واضح دی اوبل تفسیرچه بعضی مفسرینو لیکلی دی اودهغی سره واقعه د الغرانیق لیکلی ده هغه په ډیرو وجوهو سره غلط دی - اوله وجه دا چه دغه حدیث صحیح نه دی لکه چه قاضی عیاض په شفا کښی وئیلی دی چه دا حدیث په طریقه صحیح معتد به سره نه دی نقل شوی اوپه الفاظو کښی ئی ډیر اضطراب دی اودا رنگ تفسیر سراج المنیر د امام بیهقی نه نقل کړی دی چه دا روایت په اعتبار دنقل سره ثابت نه دی اوتفسیر قرطبی کی هم دی چه داحدیث منکراو منقطع دی اوامام رازی په تفسیرکبیر کښی وئیلی دی دا روایت باطل دی موضوعی دی - دوهمه وجه دا چه دا واقعه امام بخاری په کتاب کښی راوړی ده لیکن واقعه د دغرانیق په کښی نیشته - دریمه وجه دا چه په دی کښی نسبت دکذب یا د غلطئ‌ دی نبی ﷺ ته اوحال داچه انبیاء علیهم السلام په باب د تبلیغ کښی دغلطئ او کذب نه بالاتفاق معصوم دی - څلورمه وجه داچه داد قرآن کریم نه هم خلاف ده دسورة الحاقه (۴۷) اوسورة بنی اسرائیل (۵۷) نه - پنځمه وجه دا که شیطان له داسی تسلط په نبی باندی جائز شی چه دهغه په ژبه باندی دی شرک الفاظ راولی یا دنبی دآواز سره اواز مشابه کوی اوپه اوریدونکو تلبیس راولی نوبیا په ټول قرآن باندی بی اعتمادی پیدا کیږی - شپږمه وجه داده چه سورة نجم د مکی ابتدائی وخت کښی نازل شوی دی او دا سورة په مدینه کښی نازل شوی دی نودا ډیره بعیده خبره ده چه تلبیس دشیطان په قرآن کښی دومره ډیره موده پوری پاتی شی اوپه هغی کښی تردید نه کیږی اوومه وجه داده مفسر ابن عبده لیکلی دی چه لفظ د الغرانیق د الٰهه په صفت کښی دعربو په نظم اوپه نثرکښی نه دی راغلی بلکه غرانیق غټو مردارخورو مارغانوته وائی - اتمه وجه داده چه که دا واقعه که چیری صحیح و ی نو یهودیانو او نصاریٰ مشرکانو منافقانو په په نبی ﷺ باندی ددی اعتراض کړی وی چه ته په خپله دشرک اقرار کوی نومونږ ولی منع کوی -
[۵۵] دا آیت تعلق لری د (۵۳) سره چه دشبهاتو شیاطینو دوجی نه کافران همیشه په شک کښی دی اوپه دی کښی تخویف دی د ساعة نه مراد قیامت دی یا وخت د مرگ ، د (يَوْمٍ عَقِيمٍ) نه مراد ورځ د عذاب دنیوی ده یادقیامت ورځ مراد ده، عَقِيمٍ شنډی ته وائی اومراد ترینه داسی ورځ ده چه شپه ورپسی نه راځی نوبله ورځ هم نه راځی مراد ترینه بی خیره ورځ د ه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>