اقْتَرَبَ ۸۱۲ الحج

الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ لِلَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ ﴿۵۶﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا فَأُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۵۷﴾ وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۵۸﴾ لَيُدْخِلَنَّهُمْ مُدْخَلًا يَرْضَوْنَهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ ﴿۵۹﴾ ذَلِكَ وَمَنْ عَاقَبَ بِمِثْلِ مَا عُوقِبَ بِهِ ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ لَيَنْصُرَنَّهُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَعَفُوٌّ غَفُورٌ ﴿۶۰﴾

بادشاهی‌ په دغه ورځ صرف د اللّه تعالٰی ده فیصله به کوی په مینځ ددوی کښی پس هغه کسان چه ایمان ئی راوړی دی اوعلمونه ئی کړی دی په موافقت دسنت په جنتونو دنعمتونوکښی به وی ﴿۵۶﴾
اوهغه کسان چه کفرئی کړی دی او دروغژن کوی آیاتونه زمونږه پس دغه کسان دوی لره عذاب ذلیل کؤونکی دی ﴿۵۷﴾
اوهغه کسان چه هجرت ئی کړی دی دپاره ددین د اللّه تعالٰی بیا اوژلی شو یا مړه شو خامخا روزی به ورکوی اللّه تعالٰی دوی ته روزی ښائسته او یقیناً اللّه تعالٰی ښه روزی ورکؤونکی دی ﴿۵۸﴾
خامخا داخل به کړی دوی لره ځای د داخلیدلوته چه دوی به ئی خوښوی اویقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی صبرکؤونکی دی ﴿۵۹﴾
دا زیری یقینی دی اوچاچه بدله واخسته په شان دهغی چه دوی لره تکلیف ورکړی شوی دی بیا ظلم کړی شوی دی په هغه باندی خامخا مدد به کوی دده سره اللّه تعالٰی یقیناً اللّه تعالٰی معافی کؤونکی بخښنه کؤونکی دی ﴿۶۰﴾

[۵۶] په دی کښی اشاره ده دغه عذاب هیڅ څوک نشی واپس کولی ځکه چه اختیار صرف د اللّه تعالٰی دی - بیاورپسی بشارت دی -
[۵۷] په دی آیت کښی تخویف اخروی دی -
[۵۸] ددی آیت نه څلورم باب دی ترآخر د سورة پوری په دی کښی ترغیب دی هجرت ته په بشارت سره او ترغیب دی قتال ته په ذکردنصرت الٰهیه سره اودنصرت اسباب ئی ذکر کړی دی بیا پنځه عقلی دلیلونه دی په توحید باندی بیا بیان دطریقی ددعوت دی بیا عقلی دلیل دی بیا نهم او لسم زجردی بیا رد دی په مشرکانو په ذکردمثال دذباب سره اوجواب دی د دوؤ سوالونو بیا اخری دلیل دی بیا اته اوامردی دپاره داستقامت په توحید او د اشاعت دهغی - په دی (۵۸) آیت کښی بشارت دی مهاجرینو ته پس د بشارت دعام مؤمنانونه (۵۶) کښی - دا آیت دلیل دی چه روستو دهجرت نه مقتولیت او په خپل مرگ مړ کیدل دواړه برابردی لیکن دابرابری په بعضی نعمتونو کښی ده اگرچه په نورو درجو کښی مقتول شهید غوره دی (رِزْقًا حَسَنًا) چه بی کړاوه وی اوهروخت لذت ورکوؤنکی وی او هیڅ نقصان اومرض نه پیدا کوی دا ښائسته رزق دی اودا رزق په برزخ کښی دی لکه سورة العمران (۱۲۹) یا په جنت کښی دی (الرَّازِقِينَ) دا جمع په اعتبار دظاهرسره ده چه خلق هم یوبل ته رزق ورکوی -
[۵۹] داهم بشارت دی دمکان روستو دبشارت د خوراک نه ځکه فکر دروزئ مخکښی دی دمکان نه د رهائش نه -
[۶۰] په دی آیت کښی بشارت دنیوی دی په نصرت سره روستو دبشارت اخرویه نه - اومراد دعاقب نه بدل اخستل دی په قتال سره او (ثُمَّ بُغِيَ عَلَيْهِ) عطف دی په عوقب باندی مراد داچه چاله چه تکلیف ورکړی شو اوبیا پری ظلم اوکړی شو یعنی دوطن نه اویستلی شو اودغه شخص بدل واخست په قتال کولوسره نو اللّه تعالٰی به دده سره ضرور نصرت کوی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>