اقْتَرَبَ ۸۱۳ الحج

ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ يُولِجُ اللَّيْلَ فِي النَّهَارِ وَيُولِجُ النَّهَارَ فِي اللَّيْلِ وَأَنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ﴿۶۱﴾ ذَلِكَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا يَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِيُّ الْكَبِيرُ ﴿۶۲﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَتُصْبِحُ الْأَرْضُ مُخْضَرَّةً إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ ﴿۶۳﴾ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ﴿۶۴﴾

دا مدد په دی وجه دی چه یقیناً اللّه تعالٰی ورننه باسی شپی لره په ورځ کښی او ورننه باسی ورځ لره په شپه کښی اویقیناً اللّه تعالٰی هرڅه اوری هرڅه وینی ﴿۶۱﴾
دا مدد په دی وجه دی چه یقیناً اللّه تعالٰی لره حقه ده بندگی کول دهغه او یقیناً (بندگی کول) دهغه چا چه دوی ورته رامدد شه وائی سیوا د اللّه تعالٰی نه دا باطل ده اویقیناً اللّه تعالٰی اوچت دی لوی ذات والا دی ﴿۶۲﴾
﴿۶۳﴾
خاص دهغه په اختیارکښی دی هغه څه چه په آسمانونو کښی دی او هغه څه چه په ځمکه کښی دی اویقیناً اللّه تعالٰی خاص هغه دی بی حاجته ستائیلی شوی ﴿۶۴﴾

[۶۱] دا اول علت دی دپارده دنصرت د مجاهد سره یعنی اللّه تعالٰی په انقلاب دلیل او نهار قادر دی نوپه دی نصرت کولو هم قادر دی یاپه دی کښی اشاره ده په طریقه دمثال سره فائدی د نصرت ته یعنی امداد ددی دپاره کوی چه تیاری په رنړا سره بدلی کړی لکه چه رنړا په تیارو سره بدلوی -
[۶۲] دا دوهم علت دی دنصرت کولو چه اللّه تعالٰی حق الٰه دی او نور الٰهه باطل دی نو اللّه تعالٰی مدد کولی شی او نور الٰهه مدد نه شی کولی - یاپه دی کښی اشاره ده مقصد نصرت ته یعنی مدد ددی دپاره کوی چه د اللّه تعالٰی توحید ښکاره شی اود شرک بطلان ښکاره شی -
[۶۳] دا دلیل عقلی دتوحید دی چه هغه په مخکښی آیت کښی ذکرکړی شوی دی (فَتُصْبِحُ) د عکرمه نه روایت دی چه دا په مکه او تهامه علاقه کښی وی چه باران اوشی نو صباله ځمکه کښی شینکئ ښکاره شی او ابن عطیه وئیلی دی چه داسی په علاق د سوس اقصا کښی هم ما لیدلی دی نوفاپه خپله معنیٰ د اتصال ده یا فا صرف د عطف دپاره دی -
[۶۴] دا بل عقلی دلیل دی په توحیدباندی او رد د شرک فی التصرف دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>