اقْتَرَبَ ۸۱۴ الحج
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِي فِي الْبَحْرِ بِأَمْرِهِ وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ أَنْ تَقَعَ عَلَى الْأَرْضِ إِلَّا بِإِذْنِهِ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۶۵﴾ وَهُوَ الَّذِي أَحْيَاكُمْ ثُمَّ يُمِيتُكُمْ ثُمَّ يُحْيِيكُمْ إِنَّ الْإِنْسَانَ لَكَفُورٌ ﴿۶۶﴾ لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ ﴿۶۷﴾ وَإِنْ جَادَلُوكَ فَقُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُونَ ﴿۶۸﴾ اللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ ﴿۶۹﴾ أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ إِنَّ ذَلِكَ فِي كِتَابٍ إِنَّ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ ﴿۷۰﴾
آیا ته نه گوری چه یقیناً اللّه تعالٰی ستاسو دوس دلاندی کړی دی ستاسو دفائدی دپاره هغه څه چه په ځمکه کښی دی او کشتئ روانی دی په دریاب کښی په حکم د اللّه تعالٰی سره اورا ټینگ کړی دی آسمان لره د راپریوتلونه په ځمکه باندی سیوا دحکم دهغه نه یقیناً اللّه تعالٰی په خلقوباندی شفقت کؤونکی رحم کؤونکی دی ﴿۶۵﴾
او هغه داسی ذات دی چه ژوندی کړی ئی تاسو بیا به مړه کړی تاسو بیابه ژوندی کوی تاسو یقیناً انسان خامخا ناشکره دی ﴿۶۶﴾
دپاره دهری ډلی مقرر کړی ده مونږ طریقه د بندگئ چه دوی چلیږی په هغی باندی پس دوی تا اونه اوباسی د کارنه په وجه دجگړی سره په دین کښی اودعوت کوه خپل رب ته یقیناً ته خامخا ئی په هدایت برابر باندی ﴿۶۷﴾
اوکه دوی جگړه کوی تاسره پس اوایه چه اللّه تعالٰی ښه پوهه دی په هغه کارونو چه کوئ تاسو ﴿۶۸﴾
اللّه تعالٰی به فیصله اوکړی په مینځ ستاسو کښی په ورځ دقیامت په هغه څیزکښی چه تاسو ئی په هغی کښی اختلاف کؤونکی ﴿۶۹﴾
آیا ته نه پوهیږی چه یقیناً اللّه تعالٰی پوهه دی په هغه څه چه په آسمان کښی دی او ځمکه کښی دی یقیناً دا ټول په کتاب (لوح محفوظ) کښی دی یقیناً داپه اللّه تعالٰی باندی آسان دی ﴿۷۰﴾
[۶۵] دا بل دلیل عقلی دی په دی کښی تصرفات الٰهیه په ځمکه او آسمان اودریابونو کښی ذکرکړی دی او دا آفاقی دلیل دی اوتسخیر دځمکی د څیزونو دادی چه دهغی نه انسانان هرقسم فائدی اخلی په امر د اللّه تعالٰی سره (وَيُمْسِكُ السَّمَاءَ) کښی اشاره ده چه آسمان بغیر دستنو نه اللّه تعالٰی را ټینگ کړی دی -
[۶۶] دا دلیل عقلی انفسی دی دانسان دری حالات ئی ذکرکړی دی اوبیا زجرورکوی په سره ددومره دلیلونونه انسان منکراو مشرک دی -
[۶۷] هرکله چه دانسان کفرئی ذکرکړو نودهغی دعلاج دپاره دعوت ذکرکوی لیکن د اول نه تشجیع ذکرکوی، حاصل دادی چه دهری ډلی دپاره جدا جدا لار او مسلک دی نودوی به ستاسره ضرور جگړه کوی ستا ددین او مسلک په باره کښی لیکن دوی دی تالره په دی جگړوسره دکارنه اونه باسی بلکه دعوت کوه توحید درب خپل ته ځکه چه تاسره پوره صحیح دلیلونه شته دی (لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا) په دی جمله کښی منسکاً حق اوباطل دواړه طریقوته شامل دی ځکه چه منسک په اصل کښی هغه ځآی او لاری ته وئیلی شی چه انسان هغی ته عادتاً ځی او راځی دپاره دخیر یادشر اوجعل تکوینی اوتشریعی دواړوته عام دی -
[۶۸] یعنی سره ددعوت حق نه که دا منکرین جگړی کوی نوددوی د نورو جوابونونه خاموش شه ځکه چه دوی عنادیان دی صرف د اللّه تعالٰی علم ته ئی اوسپاره -
[۶۹] دا هم عنادیانو ته جواب دی تفسیرقرطبی کښی لیکلی دی چه په دی آیتونو کښی دعوت کؤونکوته تعلیم د ادابو دی کوم چه ددوی مخاطبه وی د عنادیانوسره په دی طریقه دی دهغوی جواب اوکړی -
[۷۰] دا دلیل عقلی دی په اثبات دعلم د اللّه تعالٰی سره په هرڅیزباندی او دا تائید دی دتیرشوی آیت چه اللّه تعالٰی ددوی د اختلاف فیصله کولی شی ځکه چه په هرڅیزباندی عالم دی (إِنَّ ذَلِكَ) دا اشاره ده اختلاف دخلقو ته یا اشاره ده د آسمانانو او دځمکو څیزونوته چه دا ټول دتقدیر په کتاب کښی دی اوپه دوهم ذالک کښی هم دا دواړه توجیه دی - او دا آیت دلیل دی په اثبات د لیکلو د تقدیراتو باندی -