قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۲ المؤمنون
فَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ أَنِ اصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا فَإِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ فَاسْلُكْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ مِنْهُمْ وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ ﴿۲۷﴾ فَإِذَا اسْتَوَيْتَ أَنْتَ وَمَنْ مَعَكَ عَلَى الْفُلْكِ فَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي نَجَّانَا مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۲۸﴾ وَقُلْ رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ ﴿۲۹﴾ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ وَإِنْ كُنَّا لَمُبْتَلِينَ ﴿۳۰﴾ ثُمَّ أَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قَرْنًا آخَرِينَ ﴿۳۱﴾
پس وحی اوکړه مونږ ده ته چه جوړوه کشتئ په مخامخ دسترگو ځمونږ اوپه وحی ځمونږ سره پس کله چه راشی حکم دعذاب ځمونږ او اوخوټکیږی تنورپس ورننه باسه په کشتئ کښی دهرقسم حیوان نه جوړی دوه څیزه او اهل خپل ماسیوا دهغه چانه چه مخکښی شوی ده په هغه باندی فیصله ددوی نه اومه کوه خبری ماسره په باره دظالمانوکښی یقیناً دوی غرقولی کیږی ﴿۲۷﴾
پس هرکله چه برابر شی ته او څوک چه ستاسره دی په کشتئ باندی نو اوایه ستائنه د خدائی ده اللّه تعالٰی لره هغه ذات چه نجات ئی راکړی دی مونږله دقوم ظالمانونه ﴿۲۸﴾
او اوایه ای ربه ځما راکوز کړی مالره ځای د کوځیدلو برکت والاته اوته غوره ئی دکوځؤونکونه ﴿۲۹﴾
یقیناً په دی کښی خامخا عبرتونه دی اویقیناً مونږ امتحان کؤونکی یو ﴿۳۰﴾
بیا پیدا کړه مونږ روستو ددوی نه پیړئ بله ﴿۳۱﴾
[۲۷] ددی تفسیرپه سورة هود (۴۰) کښی تیرشوی دی (فَاسْلُكْ) مراد ددی نه داخلول دی اوسورة هود کښی ئی احمل ذکرکړی دی یعنی اول ئی داخل کړه نو سواره ئی کړه، اوهرکله چه په د ی سورة کښی سورلئ د کشتو مخکښی ذکر کړی ده نوددی وجی نه دلته ئی احمل ذکرنه کړو (بِأَعْيُنِنَا) داد صفات د اللّه تعالٰی نه دی اوداپه ظاهری معنیٰ سره مراد دی بغیر دتشبیه او تمثیل او تاویل نه دا دسلف صالحینو عقیده ده -
[۲۸] په دی آیت کښی تصریح ده چه برکات ورکوؤنکی صرف اللّه تعالٰی دی اوپه دی کښی تعلیم دذکر کولودی په وخت دسورلئ کښی -
[۲۹] په دی کښی تصریح ده چه برکات ورکوؤنکی اللّه تعالٰی دی او (مُنْزَلًا) دا مصدر دی یعین کوځول یا ظرف دی یعنی ځای د کوځیدلو او (مُبَارَكًا) نه مراد دادی چه په هغی کښی سلامتیا او نجات وی اوددین داشاعت او د اللّه تعالٰی درضا دپاره وی، اوپه دی آیت کښی اشاره ده چه هرکله چه څوک په یوځای کښی اقامت (دیره) کوی یامسجد اوبل مکان ته داخلیږی نودا دعا دی لولی، دارنگ ئی تفسیرقرطبی کښی هم لیکلی دی -
[۳۰] یعنی په دی واقعه کښی ډیر دلیلونه دی دپاره دتوحید فی البرکات او نورعبرتونه دی - او یو حکمت په کښی ابتلاء ده دمؤمنانو او عبرت دی عذاب دی دپاره دکافرانو -
[۳۱] (قَرْنًا) اسم جنس دی عاد، ثمود، قوم لوط، اصحاب مدین ټولوته شامل دی اوهرکله چه په دی کښی عموم مقصد دی ددی وجی نه روستو آیت کښی رسول ئی مبهم ذکرکړلودپاره ددی چه ټولو ته عام شی -