قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۳ المؤمنون

فَأَرْسَلْنَا فِيهِمْ رَسُولًا مِنْهُمْ أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۳۲﴾ وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِلِقَاءِ الْآخِرَةِ وَأَتْرَفْنَاهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا مَا هَذَا إِلَّا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يَأْكُلُ مِمَّا تَأْكُلُونَ مِنْهُ وَيَشْرَبُ مِمَّا تَشْرَبُونَ ﴿۳۳﴾ وَلَئِنْ أَطَعْتُمْ بَشَرًا مِثْلَكُمْ إِنَّكُمْ إِذًا لَخَاسِرُونَ ﴿۳۴﴾ أَيَعِدُكُمْ أَنَّكُمْ إِذَا مِتُّمْ وَكُنْتُمْ تُرَابًا وَعِظَامًا أَنَّكُمْ مُخْرَجُونَ ﴿۳۵﴾ هَيْهَاتَ هَيْهَاتَ لِمَا تُوعَدُونَ ﴿۳۶﴾

پس اولیږه په هغوی کښی رسول دهغوی نه چه بندگی خاص کوئ اللّه تعالٰی لره نیشته تاسو لره حق دار دبندگئ سیوادهغه آیا پس نه بچ کیږئ دشرک نه ﴿۳۲﴾
او اوئیل غټانو دقو دهغه نه هغه کسانو چه کفرئی کړی ؤو او دروغژن گنړلو ملاقات د آخرت اوبد مسته کړی ؤو دوی لره په ژوند دنیوی کښی چه نه دی دی مگربنده دی په شان ستاسو خوراک کوی دهغی نه چه تاسو خوراک کوئ دهغی نه او څښکاک کوی دهغی نه چه تاسو څښکل کوئ‌ ﴿۳۳﴾
اوکه تابعداری اوکړه تاسو دیوبنده چه ستاسوپه شان دی یقیناً تاسو به ئی دغه وخت تاوان والا ﴿۳۴﴾
آیا وعده کوی ستاسو سره چه یقیناً تاسو کله چه مړه شئ اوتاسو شئ خاوری او هډوکی یقیناً تاسو به راویستلی کیږئ ﴿۳۵﴾
لری ده لری ده هغه چه تاسو سره ئی وعده کیدی شی ﴿۳۶﴾

[۳۲] ددی آیت نه دوهم دلیل نقلی دی اوپه دی کښی اختلاف دی بعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا قصه دعادیانووه اودرسول نه مراد هود علیه السلام دی ځکه چه نورو سورتونو کښی چه دانبیاؤ قِصص ذکرکړی دی نوپه نوح علیه السلام پسی د هود علیه السلام ذکردی لیکن په دی باندی اعتراض دادی چه په دی قصه کښی عذاب د صیحه (چغی) ذکر کړی دی اوپه عادیانو باندی عذاب دسیلئ راغلی دی ددی جواب دادی کیدی شی د سیلئ سره عذاب د چغی جمع کړی شوی وی - لکه چه تفسیرقرطبی لیکلی دی، اوبعضی مفسرینووئیلی دی چه دا قصه د ثمودیانو ده اودرسول نه مراد صالح علیه السلام دی ځکه چه عذاب دصیحه اول په هغوی باندی راغلی وؤ لکه چه سورة هود کښی ذکرکړی شوی دی اوبعضی مفسرینو وئیلی دی چه دا قوم د شعیب علیه السلام دی لیکن دا قول ضعیف دی ځکه چه روستو ددی نه د موسیٰ علیه السلام ذکردی اود شعیب او د موسیٰ علیهم السلام په مینځ کښی نور رسولان نه وؤ رالیږلی شوی لکه سورة قصص نه معلومیږی اودلته په مینځ کښی ذکردی چه ارسلنا رُسلَنا تتراً -
[۳۳] په دی آیت کښی دهغه قوم ئی دوه صفتونه ذکرکړل (کفراوتکذیب) کفرنه مراد انکار د توحید او درسالت نه دی او بیائی ددی صفتونو سبب ذکرکړو چه هغه وسعت (فراخی) دنعمتونو د دنیا ده اوبیا ددوی اعتراض په رسول باندی ذکرکړو چه دی بشردی اودارنگ په ده کښی لوازم د بشریت دی (یعنی خوراک سکاک کوی) یعنی زمونږ او دده هیڅ فرق نیشته -
[۳۴] په دی آیت کښی هغوی لوی جرم ئی ذکرکړو یعنی خلقولره دنبی د اطاعت نه منع کول او هغه سبب دخسران اوتباهئ گنړل -
[۳۶،۳۵] په دی کښی په نبی باندی دهغوی بل اعتراض ذکرکوی په باره د (بعث بعد الموت) کښی اودوهم آیت کښی ددی انکار ذکرکوی چه داخبره دعقل نه لری خبره ده یعنی دعقل نه خلاف ده -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>