قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۴ المؤمنون

إِنْ هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ ﴿۳۷﴾ إِنْ هُوَ إِلَّا رَجُلٌ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا وَمَا نَحْنُ لَهُ بِمُؤْمِنِينَ ﴿۳۸﴾ قَالَ رَبِّ انْصُرْنِي بِمَا كَذَّبُونِ ﴿۳۹﴾ قَالَ عَمَّا قَلِيلٍ لَيُصْبِحُنَّ نَادِمِينَ ﴿۴۰﴾ فَأَخَذَتْهُمُ الصَّيْحَةُ بِالْحَقِّ فَجَعَلْنَاهُمْ غُثَاءً فَبُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۱﴾ ثُمَّ أَنْشَأْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ قُرُونًا آخَرِينَ ﴿۴۲﴾ مَا تَسْبِقُ مِنْ أُمَّةٍ أَجَلَهَا وَمَا يَسْتَأْخِرُونَ ﴿۴۳﴾ ثُمَّ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَى كُلَّ مَا جَاءَ أُمَّةً رَسُولُهَا كَذَّبُوهُ فَأَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ فَبُعْدًا لِقَوْمٍ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۴۴﴾ ثُمَّ أَرْسَلْنَا مُوسَى وَأَخَاهُ هَارُونَ بِآيَاتِنَا وَسُلْطَانٍ مُبِينٍ ﴿۴۵﴾

نه دی دا مگرژوند زمونږ دنیوی دی مړه کیږو بعضی مونږه او پیداکیږی بعضی او مونږ نه یو دوباره ژوندی کړی شوی ﴿۳۷﴾
نه دی دا مگرسړی دی جوړکړی دی په اللّه تعالٰی باندی دروغ او نه یو مونږ ده لره ایمان لرونکی ﴿۳۸﴾
ده اوئیل ای ربه ځما مدد اوکړی ځما سره په دی وجه چه دوی ماته دروغژن وائی ﴿۳۹﴾
اوئیل اللّه تعالٰی روستو دلږوخت نه خامخا شی په دوی پښیمانه ﴿۴۰﴾
پس اونیؤو دوی لره چغی هیبت ناکی په عذاب سره پس اوگرځول مونږ دوی لره تور شوی بوس پس هلاکت دی قوم ظالمانو لره ﴿۴۱﴾
بیا پیدا کړلی مونږ روستو ددوی نه پیړئ نوری ﴿۴۲﴾
نه وړاندی کیږی هیڅ امت دخپلی نیټی نه اونه روستو کیږی ﴿۴۳﴾
بیا اولیږل مونږ رسولان خپل پرله پسی هرکله چه راغی یو امت ته رسول دهغوی دوی به دروغژن اوئیل هغه ته پس هلاک کړل مونږ بعضی روستو دبعضونه اوگرځول مونږ دوی لره قصی د عبرت پس هلاکت دی هغه قوم لره چه ایمان نه لری ﴿۴۴﴾
بیا اولیږه مونږ موسیٰ علیه السلام او ورور دهغه هارون علیه السلام په خپلو آیاتونوسره او په دلیل ښکاره سره ﴿۴۵﴾

[۳۷] داد مخکښی سره تاکید دی په باره دانکار دبعث بعدالموت (نَمُوتُ وَنَحْيَا) ددی نه مراد دادی چه بعضی مړکیږو اوبعضی ژوندی پاتی کیږو (ترڅه وخت پوری) -
[۳۸] داهم انکار دی درسالت نه او نسبت دی رسول ته د افتراء علی اللّه تعالٰی - اودا دلیل دی چه مشرکانو اللّه تعالٰی منلو اوپه اللّه تعالٰی باندی افتراء کول هم دهغوی په نیز قبیح کار وؤ لیکن حق نبی ته نسبت دافتراء کولو کفردی -
[۴۱،۴۰،۳۹] دا دعا درسول ده او ښکاره دلیل دی چه انبیاء هم په نصرت کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی او (لَيُصْبِحُنَّ) ئی ځکه اوفرمائیل چه عام عذابونه په وخت دصبا کښی راغلی دی او ( نَادِمِينَ) نه مراد ښپیمانتیا ده په کفرکولوباندی اوندامت اگرچه توبه ده لیکن دا په وخت دعذاب کښی نه قبلیږی (الصَّيْحَةُ) که مراد ددی قوم نه عادیان وی نومعلومه شوه چه په هغوی باندی دعذاب دسیلئ‌ سره عذاب دصیحَة هم راغلی وؤ لکه چه تفسیرقرطبی او ابن کثیرلیکلی دی (بِالْحَقِّ) مراد ددی نه عذاب دی یا معنیٰ ددی ده استحقاق عذاب (غُثَاءً) هغه خس وخشاک ته وئیلی کیږی چه سیلاب دپاسه اوچت روان وی -
[۴۴،۴۳،۴۲] دا دلیل نقلی اجمالی دی په دی کښی مراد هغه قومونه او رسولان دهغوی دی چه دقوم عاد نه ترفرعون پوری په مینځ کښی پرله پسی راغلی وؤ (أَحَادِيثَ) مراد ترینه واقعات دعبرت دی اودا لفظ اکثرپه شر او عذاب کښی استعمالیږی -
[۴۸،۴۷،۴۶،۴۵] دابل دلیل نقلی دی (فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ) دا بیان دی د استکبروا (وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ) دا بیان دی د عَالِينَ او (عَابِدُونَ) نه مراد خدمتگاران دی - فرعون د بنی اسرائیلو نه خدمتگاران جوړکړی وؤ لکه سورة شعراء کښی ان عبدّت بنی اسرائیل (فَاسْتَكْبَرُوا) کښی فا دپاره دعطف ده (فَقَالُوا) کښی فا دپاره دتفسیرده - فکذبوهما کښی او فکانوا کښی فا سببیه ده یعنی استکبار سبب شو د پاره دتکذیب او تکذیب سبب شو دپاره د اهلاک -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>