قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۵ المؤمنون

إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَاسْتَكْبَرُوا وَكَانُوا قَوْمًا عَالِينَ ﴿۴۶﴾ فَقَالُوا أَنُؤْمِنُ لِبَشَرَيْنِ مِثْلِنَا وَقَوْمُهُمَا لَنَا عَابِدُونَ ﴿۴۷﴾ فَكَذَّبُوهُمَا فَكَانُوا مِنَ الْمُهْلَكِينَ ﴿۴۸﴾ وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ لَعَلَّهُمْ يَهْتَدُونَ ﴿۴۹﴾ وَجَعَلْنَا ابْنَ مَرْيَمَ وَأُمَّهُ آيَةً وَآوَيْنَاهُمَا إِلَى رَبْوَةٍ ذَاتِ قَرَارٍ وَمَعِينٍ ﴿۵۰﴾ يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ ﴿۵۱﴾ وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ ﴿۵۲﴾

فرعون ته او غټانو دقوم دهغه ته نولوئی اوکړه دوی او دوی ؤو قوم زورآور ﴿۴۶﴾
پس اوئیل دوی آیا ایمان راوړو مونږ په دوه بندگانو چه په شان زمونږ دی او قوم ددوی مونږلره عبادت کؤونکی دی ﴿۴۷﴾
پس دوی دروغژن کړل هغوی لره پس شول د هلاک کړی شؤو نه ﴿۴۸﴾
اویقیناً ورکړی ؤو مونږ موسیٰ علیه السلام ته کتاب ددی دپاره چه دوی هدایت اومومی ﴿۴۹﴾
اوگرځولی دی مونږ ځوی دمریم او مور دهغه لره نخه او ځای ورکړی ؤو مونږ دواړو لره یو څربی ځمکی ته چه د آرام ځای ؤو اوداوبو چینه دارو ﴿۵۰﴾
(وئیلی ؤو مونږ) ای رسولانو خورئ دحلال څیزونو نه او عملونه کوئ نیک یقیناً زه په هغه عملونو چه تاسو ئی کوئ پوهه یم ﴿۵۱﴾
اویقیناً دا دین ستاسو دی دین یو او زه ستاسو رب یم پس ویریږئ ځما نه ﴿۵۲﴾

[۴۹] تورات صرف په موسیٰ علیه السلام نازل کړی شوی وؤ ځکه په دی آیت کښی خاص د موسیٰ علیه السلام ذکرئی اوکړو او تورات ورکول روستو داهلاک دفرعون نه وؤ دپاره دهدایت د بنی اسرائیلو -
[۵۰] داهم دلیل نقلی دی د موسیٰ علیه السلام او موردهغه نه چه دوی په برکاتو کښی اللّه تعالٰی ته محتاج دی (آيَةً) ئي مفرد ځکه ذکرکړو چه مراد ترینه پیدا کیدل د عیسیٰ علیه السلام دمورنه بغیرد نارینه نه وو، نودا یو آیت دی او یا آيَةً په معنیٰ دجنس آیت دی نودمریم علیها السلام حالات او د عیسیٰ علیه السلام حالاتو ته اشاره ده - (رَبْوَةٍ) هره سربه ځمکه چه سطحه ئی اوچته وی او (قَرَارٍ) نه مراد دادی چه داوسیدلو پوره اسباب په کښی موجود وؤ او (مَعِينٍ) نه مراد دی چه داوبو چینی په کښی موجود وی اوپه دی کښی اختلاف دی چه دا رمله وه یا بیت المقدس یا دمشق وؤ - اوددی سبب داوؤ چه یهودی ظالم بادشاه وؤ هغه اراده کړی وه چه عیسیٰ علیه السلام لره قتل کړی نومریم او عیسیٰ علیه السلام دواړو هجرت اوکړو دپاره دحفاظت د ځان خپل -
[۵۱] ددی نه دریم باب دی تر (۷۷) پوری په دی کښی دلیل نقلی اجمالی د ټولو انبیاؤ نه ذکرکوی بیا زجردی په تفرق دخلقو سره بیا زجرونه دی په ذکرکولو د اوصاف قبیحه څوارلس دمشرکینو او په مینځ کښی اوؤه صفا ت دمؤمنانو ذکر کوی او آخر دباب کښی تخویف دنیوی دی په دوه آیاتونو کښی، په دی (۵۱) کښی غوره توجیه داده چه دا حکم ټولو رسولانو ته ورکړی شوی وو په خپله زمانه کښی اودلته قلنا پټ مراد دی، یعنی هرکله چه تیرشوی آیاتونوکښی دانبیاؤ علیهم السلام مدد د اللّه تعالٰی دطرف نه ذکرکړی شو نوپه دی آیت کښی اشاره ده سبب ددغه مدد ته - اواشاره ده چه ټول انبیاء د اللّه تعالٰی محکوم بندگان دی نوهغوی د اللّه تعالٰی سره په برکات ورکولو کښی شریک نه شی کیدلی او (الطَّيِّبَاتِ) هغه دخوراک څیزونو ته وئیلی کیږی چه دشرک او دحرمت دشبهاتونه پاک وی اوپاک حلال خوراک سبب دی دقبولیت دعمل صالح نوددی وجی نه ئی مخکښی ذکرکړلو - اوعمل صالح نه مراد عمل دی موافق د وحی الٰهی سره -
[۵۲] دا دلیل دی چه هلال خوراک کول اود وحی سره موافق عمل کول دټولو پیغمبرانو اتفاقی دین دی - (فَاتَّقُونِ) کښی مراد دادی چه حرام خوراک نه او مخالف دشرع دعمل نه ځان بچ ساتئ هم داسی سورة انبیاء کښی تیرشوی دی په هغه سورة کښی دانبیاء علیهم السلام دعاگانی او عبادتونه ئی ذکرکړی وؤ، نوځکه ئی دی امت ته اوفرمائیل (فَاعْبُدُنِ) اوپه دی آیتونو کښی تقویٰ ئی ذکرکړه چه دحرامونه ځان اوساتئ، چه مخکښی آیت سره مناسب دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>