قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۶ المؤمنون
فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُمْ بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ ﴿۵۳﴾ فَذَرْهُمْ فِي غَمْرَتِهِمْ حَتَّى حِينٍ ﴿۵۴﴾ أَيَحْسَبُونَ أَنَّمَا نُمِدُّهُمْ بِهِ مِنْ مَالٍ وَبَنِينَ ﴿۵۵﴾ نُسَارِعُ لَهُمْ فِي الْخَيْرَاتِ بَلْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۵۶﴾ إِنَّ الَّذِينَ هُمْ مِنْ خَشْيَةِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ ﴿۵۷﴾
نو ټکړی کړو دوی دین خپل کورنئ کښی ټکړی ټکړی هره ډله په هغه دین چه دوی سره دی خوشحالیږی ﴿۵۳﴾
پس پریږده دوی لره په گمراهئ ددوی کښی تریووخت پوری ﴿۵۴﴾
آیا گمان کوی دوی چه یقیناً هغه چه مونږ زیاتؤو دوی لره مالونه او ځآمن ﴿۵۵﴾
دا زر بدله ورکؤو دوی لره د نیک عملونو دوجی نه بلکه دوی نه پوهیږی ﴿۵۶﴾
یقیناً هغه کسان چه دوی دوجی دویری د رب خپل نه مینه کؤونکی دی دهغه سره ﴿۵۷﴾
[۵۳] په دی آیت کښی زورنه ده په تفرق او تحزب سره په سبب دمخالفت کولو سره ددین دپیغمبرانو نه - هرکله چه په دعا او عبادتونو کښی تفرق څه موده روستووؤ او ډیر زیات تفرق نه وؤ نوددی وجی نه سورة انبیاء کښی (وَتَقَطَّعُوا) په واو سره ذکرکړی وؤ او (زُبُرًا) ورسره نه دی کړی اوپه طعامونو او اعمالو کښی مخالفت زر شروع شوی وؤ اوپه هغی سره ډیری ډلی پیدا شوی وی نوپه دی وجه په دی آیت کښی (فَتَقَطَّعُوا) په فاسره او (زُبُرًا) ئی ذکرکړلو (كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ) په دی کښی اشاره ده چه هرجماعت خپل عمل او طریقی ته دین او ثواب وئیل اگرچه مخالف وؤ ددین دپیغمبرانو نه لکه ډلی دبدعتیانو چه دی، اوسورة انبیاء کښی صرف مخالفت ذکرکړی وؤ اگرچه خپلو طریقو ته ثواب وائی نوهلته ئی دتخویف دپاره (وَإِلَيْنَا رَاجِعُونَ) ذکرکړی وؤ -
[۵۴] ددی آیت نه حالات څوارلس دمنکرینو ذکرکوی په دی آیت کښی یوحال ذکردی یعنی غفلت او گمراهی دهغه کسانو چه په دین کښی ئی ټکړی پیدا کړی دی، اوپه لفظ د (فَذَرْهُمْ) کښی تسلی ده نبی ته چه ددی منکرینو په مهلت او روستوکیدلود عذاب باندی خفگان مه کوه -
[۵۶،۵۵] په دی آیاتونوکښی ئی دوه حالات دمنکرینوذکرکړی دی گمان دخیراوعدم شعور مطلب دادی چه ددوی مالونه اوځامن وخت په وخت زیاتیږی نوددوی گمان دادی چه دا ددوی په دنیا کښی د نیکواعمالو بدله اواثردی یاد ددوی د ښه حالاتو دپاره اسباب دی اوحال داچه دا استدرج دی لکه چه سورة العمران (۱۷۸) کښی تیرشوی دی -
[۵۷] داپه طریقه د مقابلی سره دمؤمنانو دصفاتو ذکردی چه هغه اووه دی او اووه په اول دسورة کښی ذکرشوی دی نوټول څوارلس شول او دا صفتونه سبب دخیرات دی اودا بشارت دی هغه کسانوته چه دین د انبیاؤ نه ئی مخالفت نه دی کړی (خَشْيَةِ) دزړه حال دی او (مُشْفِقُونَ) دظاهر حالت دی چه د ویری اثر په ظاهری اندامونو باندی ښکاره شی اوزړه هم نرم شی اودا دوه صفتونه دی -