قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۸ المؤمنون
بَلْ قُلُوبُهُمْ فِي غَمْرَةٍ مِنْ هَذَا وَلَهُمْ أَعْمَالٌ مِنْ دُونِ ذَلِكَ هُمْ لَهَا عَامِلُونَ ﴿۶۳﴾ حَتَّى إِذَا أَخَذْنَا مُتْرَفِيهِمْ بِالْعَذَابِ إِذَا هُمْ يَجْأَرُونَ ﴿۶۴﴾ لَا تَجْأَرُوا الْيَوْمَ إِنَّكُمْ مِنَّا لَا تُنْصَرُونَ ﴿۶۵﴾ قَدْ كَانَتْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ تَنْكِصُونَ ﴿۶۶﴾ مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ سَامِرًا تَهْجُرُونَ ﴿۶۷﴾ أَفَلَمْ يَدَّبَّرُوا الْقَوْلَ أَمْ جَاءَهُمْ مَا لَمْ يَأْتِ آبَاءَهُمُ الْأَوَّلِينَ ﴿۶۸﴾
بلکه زړونه ددوی په غفلت کښی دی ددی کتاب (کتاب نه) او دوی لره عملونه دی سیوا دهغه عملونونه چه دوی هغی لره کوونکی دی (همیشه) ﴿۶۳﴾
ترهغی پوری هرکله چه اونیسو مونږ بدمسته ددوی په عذاب سره دغه وخت به دوی کړنجیگی (فریاد کوی) ﴿۶۴﴾
مه کړونجیگئ نن یقیناً تاسوسره زمونږ دطرف نه هیڅ مدد نه شی کیدلی ﴿۶۵﴾
یقیناً ؤو آیاتونه ځما لوستلی کیدل به په تاسوباندی پس ولی تاسو په پوندوخپلو باندی اوړیدلئ ﴿۶۶﴾
لوئی کؤونکی وئ ددی نه قصه گوئی پریخودو به تاسو ده لره ﴿۶۷﴾
آیا پس سوچ نه کوی دوی په دی قرآن کښی بلکه راغلی دی دوی ته هغه څیز چه نه ؤو راغلی مشرانو ددوی مخکینوته ﴿۶۸﴾
[۶۳] ددی ځای نه بیا صفتونه دمنکرینو شروع شول اومتصل دی په معنیٰ کښی د بَلْ لَا يَشْعُرُونَ سره، او غَمْرَةٍ په معنیٰ غفلت دی - او هذا اشاره ده صفاتو دمؤمنانوته په تاویل د مذکورسره یا اشاره ده کتاب (عملنامی) ته (وَلَهُمْ أَعْمَالٌ) مراد دادی چه دشرک او کفرنه علاوه عملونونه دبدعاتو او رواجونو او فسق فجور دی - یامراد دا چه د اعمالومؤمنانونه سیوا (خلاف) ددوی عملونه دی -
[۶۴] دا تخویف دنیوی دی (حَتَّى) متعلق دی په عاملون پوری اوپه (مُتْرَفِيهِمْ) کښی اشاره ده سبب د ناکاره عملونو ته چه هغه عیش پرستی او سرمایه داری ده -
[۶۵] دا وئيلی کیږی په زبان حال سره یا ملائک ورته په وخت دنزع کښی وائی یا دا په معنیٰ د جملی خبرئی سره دی یعنی دا چیغی تاسوته هیڅ فائده نه درکوی (مِنَّا) زمونږ دطرف نه تاسوسره امداد نه شی کیدی یازمونږ دعذاب نه تاسو بچ کیدی نه شئ -
[۶۶] دا ذکر دسبب دعذاب دی او دا نور احوال دمنکرینو په تفصیل سره ذکرکوی -
[۶۷] په دی کښی ذکر ددری حالاتو دمنکرینودی (مُسْتَكْبِرِينَ بِهِ) یعنی لوئی کوئ په نورو خلقو باندی په سبب دحرم مکه اوپه سبب د نزول دقرآن ددوی اوپه ملک او قوم کښی یامراد دادی چه لوئی کوئ دقرآن نه په اوله معنیٰ با سببیه ده او په دوهمه معنیٰ با په معنیٰ دعن سره ده (سَامِرًا) په معنیٰ دجمعی سره دی یعنی (قرآن نه اورئ) او ماسخوتن قصی کوئ - اودا عادت دمشرکانو وؤ دی وجی نه حدیث دمسلم کښی منع شوی ده د ماسخوتن نه روستو خبرو کولونه (سیوا ددین دخبرونه یا دخپل اهل سره خبری کول) اوقرطبی روایت نقل کړی دی چه عمررضی اللّه عنه به ماسخوتن نه روستوپه خبروکولو باندی خلق وهل - یا سامراً په معنیٰ دمفرد دی اوتقدیر دعبارت دادی تظنون به سَامِرًا یعنی گمان کوئ تاسو په دی نبی اوقرآن باندی دقصه گو (تَهْجُرُونَ) دهجران نه دی یعنی پریږدئ تاسو قرآن اورسول لره یا دهجرنه دی یعنی بی فائدی خبری کوئ چه هغی ته بکواس وئیلی کیږی -
[۶۸] دا زجردی او ذکر د دوؤ صفاتو دمنکرینودی او دقول نه مراد قرآن کریم دی اوهم داسی په سورة نساء (۸۲) او سورة محمد (۶۴) کښی دی اوپه دی کښی زورنه ده هغه خلقو ته چه دقرآن تلاوت او ختمونه کوی لیکن ځان په هغی باندی نه پوهه کوی (أَمْ جَاءَهُمْ) دازجردی یعنی نوی مسئله دوی ته راغلی ده نودوی دهغی نه انکارکوی لکه سورة ص (۷) کښی -