قَدْ أَفْلَحَ ۸۲۹ المؤمنون

أَمْ لَمْ يَعْرِفُوا رَسُولَهُمْ فَهُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ﴿۶۹﴾ أَمْ يَقُولُونَ بِهِ جِنَّةٌ بَلْ جَاءَهُمْ بِالْحَقِّ وَأَكْثَرُهُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ﴿۷۰﴾ وَلَوِ اتَّبَعَ الْحَقُّ أَهْوَاءَهُمْ لَفَسَدَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ وَمَنْ فِيهِنَّ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِذِكْرِهِمْ فَهُمْ عَنْ ذِكْرِهِمْ مُعْرِضُونَ ﴿۷۱﴾ أَمْ تَسْأَلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ ﴿۷۲﴾ وَإِنَّكَ لَتَدْعُوهُمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۷۳﴾ وَإِنَّ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ عَنِ الصِّرَاطِ لَنَاكِبُونَ ﴿۷۴﴾

آیا دوی نه پیژنی رسول خپل پس دوی هغه لره ناآشنا گنړونکی دی ﴿۶۹﴾
آیا دوی وائی چه ده باندی لیونتوب دی بلکه راوړی ئی دی دوی ته حق اواکثر ددوی نه حق لره بد گنړونکی دی ﴿۷۰﴾
اوکه برابر وی حق ددوی دخواهشاتوسره خامخا خراب شوی به وی آسمانونه او ځمکه اوهغه څوک چه په دی کښی دی بلکه راوړی دی مونږ دوی ته یاداشت ددوی پس دوی دیاداشت خپل نه مخ گرځوی ﴿۷۱﴾
آیا ته غواړی ددوی نه آمدن پس آمدنی درب ستا غوره ده اوهغه غوره رزق ورکؤونکی دی ﴿۷۲﴾
او یقیناً ته خامخا دعوت ورکوی دوی لره نیغی لاری ته ﴿۷۳﴾
اویقیناً هغه کسان چه ایمان نه لری په آخرت باندی دلاری نیغی نه خامخا اوړیدونکی دی ﴿۷۴﴾

[۶۹] دا زجردی او یوصفت دمنکرینودی یعنی دوی ضد او عناد کوی ځکه چه ددی رسول صدق اوامانت داری دمخکښی نه پیژنی لیکن دضد وجی نه ئی نه منی یعنی ام کښی استفهام انکاری دی -
[۷۰] دا هم زجردی او دوه صفتونه دمنکرینوئی ذکرکړی دی، نبی ته نسبت دجنون کول اوحق بدگنړل دوجی دحسد اوتقلید نه - داسی په تفسیر قرطبی کښی ذکردی -
[۷۱] دا هم زجردی په طریقه د دلیل سره مطلب ئی دادی که حق موافق شی ددوی دخواهشاتوسره یعنی دوی چه معبودان من دون اللّه جوړکړی دی داحق شی اودارنگ دوی چه کوم بدعات خرافات جوړکړی دی دادین شی نو دابه سبب شی دعالم دخرابیدلو اودتباه کیدلو دپاره ځکه چه شرک او بدعت سبب دفساد دعالم دی لکه سورة انبیاء (۲۴) کښی اوپه دی آیت کښی یوصفت ددوی ذکرشوی دی یعنی اعراض کول دذکردتوحید نه -
[۷۲] دا جواب دوهم دی یعنی که اوئیلی شی کیدی شی چه مانع د ایمان ددی منکرینو دپیغمبر د طرف نه به موجود وی لکه مزودری غوښتل؟ نوجواب ئی اوکړو چه نبی ددوی نه هیڅ اجرنه دی طلب کړی فرق د خرج اود خراج دادی چه خرج هغه اجرت ته وائی چه مقرر کړی شوی وی اوخراج هغه اجردی چه په عطا او بخشش سره حاصلیږی ددی وجی نه د اللّه تعالٰی په جانب کښی خراج ذکرکړی شو -
[۷۳] دا جواب دی بل وهم، که اوئیلی شی چه ددی نبی مقصد ددعوت به غلط وی ځکه دوی نه منی جواب اوشو چه دهغه مقصد صحیح دی اوپه دی کښی ذکردصدق درسول دی -
[۷۴] په دی آیت کښی هم زجردی او آخری صفت قبیحه ددوی ذکرکړلی شو نومعلومه شوه چه د پیغمبر دطرف نه هیڅ مانع اونقصان نیشته بلکه نقصان ددوی دطرف نه دی اوآیت کښی اشاره ده چه کفربالاخرة سبب دی داعراض دصراط مستقیم نه -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>