قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۰ المؤمنون
وَلَوْ رَحِمْنَاهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِنْ ضُرٍّ لَلَجُّوا فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ ﴿۷۵﴾ وَلَقَدْ أَخَذْنَاهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوا لِرَبِّهِمْ وَمَا يَتَضَرَّعُونَ ﴿۷۶﴾ حَتَّى إِذَا فَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِيدٍ إِذَا هُمْ فِيهِ مُبْلِسُونَ ﴿۷۷﴾ وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ قَلِيلًا مَا تَشْكُرُونَ ﴿۷۸﴾ وَهُوَ الَّذِي ذَرَأَكُمْ فِي الْأَرْضِ وَإِلَيْهِ تُحْشَرُونَ ﴿۷۹﴾ وَهُوَ الَّذِي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ ﴿۸۰﴾ بَلْ قَالُوا مِثْلَ مَا قَالَ الْأَوَّلُونَ ﴿۸۱﴾
اوکه چیرته رحم اوکړو مونږپه دوی باندی او لری کړو هغه څه چه په دوی باندی څه ضرردی خامخا ورننوځی به دوی په سرکشئ خپله کښی پریشان به وی ﴿۷۵﴾
او یقیناً نیولی ؤو مونږ دوی لره په عذاب سره پس تابعداری ئی اونه کړه درب خپل اونه ئی ورته عاجزی اوکړه ﴿۷۶﴾
ترهغی پوری چه هرکله پرانیزو مونږ په دوی باندی دروازه سخت عذاب والا دغه وخت دوی به په هغی کښی ناامیده وی ﴿۷۷﴾
او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه پیدا کړی دی ستاسو دپاره غوږونه او سترگی اوزړونه لږه غوندی شکریه کوئ تاسو ﴿۷۸﴾
اواللّه تعالٰی هغه ذات دی چه خواره کړی ئی تاسو په ځمکه کښی اوخاص هغه ته به جمع کړی شئ تاسو ﴿۷۹﴾
او اللّه تعالٰی هغه ذات دی چه ژوندی کول کوی او مړه کول کوی اوخاص دهغه په اختیارکښی دی بدلیدل د شپی اود ورځی ایا پس عقل نه لرئ تاسو ﴿۸۰﴾
بلکه دوی وائی په شان د وینا د مخکښنو ﴿۸۱﴾
[۷۶،۷۵] روستو دزجرونونه تخویف دی په عذاب دنیوی سره چه هغه قحط او لوږه وه چه په مکی والوباندی دعذاب په شکل مسلط شوی وه لیکن دوی توبه دشرک نه اونه کړله اوهرکله چه عذاب ددوی نه لری کړی شو نوښه سرکشی ئی شروع کړله -
فائده: (فَمَا اسْتَكَانُوا) استکانت خاص دعذاب په وخت کښی وی یعنی توبه کول نوهغه په صیغه د ماضی سره ذکرکړی شو اوتضرع په هروخت کښی په کاروی یعنی روستو دعذاب دلری کیدلو نه توحید منل نو هغه په صیغه دمستقبل سره ذکرکړی شو -
[۷۷] داهم تخویف دنیوی یا اخروی دی ځکه چه دعذاب نه مراد دنیوی عذاب دی لکه واقعه دبدر یا فتح مکه او (بَابًا) نه مراد یوقسم او نوع دی یا دعذاب نه مراد جهنم دی او باباً نه مراد دروازه دجهنم ده چه کله دوی جهنم ته اورسیږی نو دروازی د جهنم به دوی ته پرانستلی شی لکه چه سورة زمر (۷۱) کښی راغلی دی -
[۷۸] ددی ځای نه څلورم باب دی ترآخردسورة پوری په دی کښی شپږ عقلی دلیلونه دی دری دهغی نه دلیلونه محضه (بی اقراره) دی - بیا زورنه ده په انکاردبعث بعدالموت نوبیا دری عقلی دلیلونه اعترافی (اقراروالا) دی دپاره داثبات دتوحید اوقیامت - بیا رد دی په مشرکانوباندی بیا دری آداب ددعوت دی سره دتخویف دنیوی نه بیا تخویف دی په حالت برزخیه سره او متخصربشارت دی بیا اووه حالات د عذاب دآخرت دی او اووه اسباب دهغی دی - بیا مسئله دتوحید ده سره داختتام نه په دعا سره - په دی (۷۸) آیت کښی دلیل عقلی دی - اودلږ شکرنه مراد اقرار ددی نعمت دی سره شرک کولونه -
[۷۹] دابل دلیل عقلی دی او دارنگ په سورة ملک (۲۴،۲۳) کښی هم راغلی دی -
[۸۰] دابل دلیل عقلی دی اوپه دی کښی ئی انقلاب دحالتونو ذکرکړی دی اختلاف دشپی او دورځی په رنړا او تیاری سره اوپه اوگدولو او لنډولو سره - اوپه تلوار تلوراتلو سره مراد دی -
[۸۳،۸۲،۸۱] په دی آیتونو کښی زجردی په انکار دبعث بعدالموت سره روستو دذکر کولو د دلیلونو دقدرت نه - اوپه الْأَوَّلُونَ، کښی حواله ده ددی سورة په (۳۵) آیت باندی اوداسی آیتونه په سورة نمل کښی (۶۸،۶۷) کښی راغلی دی اووجه دفرق به هلته ذکرکړی شی -