قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۱ المؤمنون

قَالُوا أَإِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَعِظَامًا أَإِنَّا لَمَبْعُوثُونَ ﴿۸۲﴾ لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَآبَاؤُنَا هَذَا مِنْ قَبْلُ إِنْ هَذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ﴿۸۳﴾ قُلْ لِمَنِ الْأَرْضُ وَمَنْ فِيهَا إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۴﴾ سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ ﴿۸۵﴾ قُلْ مَنْ رَبُّ السَّمَاوَاتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ﴿۸۶﴾ سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ أَفَلَا تَتَّقُونَ ﴿۸۷﴾ قُلْ مَنْ بِيَدِهِ مَلَكُوتُ كُلِّ شَيْءٍ وَهُوَ يُجِيرُ وَلَا يُجَارُ عَلَيْهِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۸۸﴾ سَيَقُولُونَ لِلَّهِ قُلْ فَأَنَّى تُسْحَرُونَ ﴿۸۹﴾ بَلْ أَتَيْنَاهُمْ بِالْحَقِّ وَإِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۹۰﴾

دوی وائی آیا کله چه مړه شو مونږاو خاوری شو مونږ او هډوکی شو آیا مونږبه دوباره ژوندی کیږو ﴿۸۲﴾
یقیناً وعده کړی شوی ده (زمونږ) اود مشرانو ځمونږ سره دا وعده د مخکښی راهیسی، نه دی دا مگردروغ قصی دمخکښنو خلقودی ﴿۸۳﴾
ته اوایه چه دا د چا په اختیار کښی ده ځمکه اوڅوک چه په دی ځمکه کښی دی که تاسو پوهیږئ ﴿۸۴﴾
خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی لره (اختیاردی) اوایه آیا پس ولی نصیحت نه قبلوئ ﴿۸۵﴾
اوایه څوک دی اختیارمند د اوو آسمانونو اواختیارمند دعرش لوئ شان والا ﴿۸۶﴾
خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی لره (اختیاردی) اوایه آیا پس ځان نه ساتئ دشرک نه ﴿۸۷﴾
ته اوایه د چه په لاس کښی پوره بادشاهی دهرڅیزده اوهغه پناهی ورکوی د هرمصیبت نه او پناهی نه شی ورکیدی دهغه چا په مقابله کښی که چیری تاسوپوهیږئ ﴿۸۸﴾
خامخا دوی به اوائی اللّه تعالٰی لره (اختیاردی) اوایه پس څرنگ اړولی شئ تاسو (دحق نه) ﴿۸۹﴾
بلکه راوړی دی مونږ دوی ته حق او یقیناً دوی خامخا دروغ وائی ﴿۹۰﴾

[۸۹،۸۸،۸۷،۸۶،۸۵،۸۴] په دی آیتونو کښی عقلی دلیلونه اعترافی دی (یعنی په دی کښی ئی اقرار دمشرکانوذکرکړی دی اوپه دی کښی اثبات دتوحید او بعث بعدالموت دواړو دی) اوپه دی کښی احسن (ښائسته) ترتیب دی ځکه چه اول دځمکی اود ځمکی اوسیدونکوپه باره کښی تپوس دی بیا پورته اووه آسمانونه او بیا دهغی نه اوچت عرش ئی ذکرکړی دی - بیا دی ټولوته عام شامل صفت دبادشاهئ او تصرف ذکرکړی دی اوپه دی ټولو دلیلونوکښی دتصرف او د واکدارئ د اللّه تعالٰی ذکردی -
فائده: اول سره ئی تذکیر ذکر کړی دی ځکه چه ځمکه نزدی ده دهغی نه یاداشت ښه حاصلیږی اود آسمانانواو عرش سره ئی تقویٰ ذکرکړی ده ځکه چه آسمانونه او عرش دلالت کوی په عظمت او هیبت شان باندی اودهغی سره تقویٰ مناسب ده - په دریم کښی (تُسْحَرُونَ) ئی سره دتعجب نه ذکرکړی دی یعنی چه دبادشاهی او پناه دمصیبت نه ورکول او عجز دټول مخلوق د اللّه تعالٰی دمقابلی کولو نه داچه یوکس د اللّه تعالٰی په صفت کښی منی اوبیا هم دهغه سره شریک جوړوی نوددغه کس دماغ خراب وی او مجنون وی -
فائده: هرکله چه رب (په دوهم دلیل کښی) په معنیٰ دتصرف کوؤنکی دی نومراد دادی چه تصرف د آسمانونو اوداعرش د چا دپاره دی نوددی وجی نه په جواب کښی لام په لِلّه کښی ذکرکړی شو -
[۹۰] دازجردی یعنی قرآن کښی دکردتوحید اواثبات دبعث بعدالموت حق مسئله ده لیکن دوی چه اللّه تعالٰی لره شریک یا ولد منی اودبعث نه ا نکارکوی نودادروغ دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>