قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۲ المؤمنون

مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِنْ وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۹۱﴾ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۹۲﴾ قُلْ رَبِّ إِمَّا تُرِيَنِّي مَا يُوعَدُونَ ﴿۹۳﴾ رَبِّ فَلَا تَجْعَلْنِي فِي الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۹۴﴾

نه دی نیولی اللّه تعالٰی هیڅ ځوی اونیشته دهغه سره برابر څوک واکدار دغه وخت به بوتللی وی هراختیارمند هغه څیزلره چه ده پیدا کړی وی او خامخا زورآور شوی به وی بعضی په بعضی باندی (یعنی په یوبل باندی) پاک دی اللّه تعالٰی دهغی نه چه دوی ئی بیانوی ﴿۹۱﴾
عالم دی په هرپټ او ښکاره باندی پس اوچت دی دهغی نه چه دوی ئی دهغه سره شریکوی ﴿۹۲﴾
ته اوایه ای ربه ځما که چیری ته ښائی ماته هغه عذاب چه دوی سره ئی وعده کیدی شی ﴿۹۳﴾
ای ربه پس مه گرځوی مالره په قوم ظالمانو کښی ﴿۹۴﴾

[۹۱] دا بیان د حق دی چه مخکښی آیت کښی ئی ذکرکړو اورد دی په عقیده د اتخاذ ولد (چه ادنیٰ شریک وی) اورد دی په هغه شریک چه د اللّه تعالٰی سره ئی په صفت دتصرف یا په حق الوهیت کښی برابر گنړی - او حاصل ددلیل دادی چه الٰه مستقل اختیاروالا ته وائی نوکه بل څوک الٰه وی نوهغه به پیدایش کړی وی اوبیا به ئی خپل مخلوق دبل نه ضرور جدا کولی دپاره ددی چه مستقل تصرف په کښی اوکړی اوپه دغه وخت به ئی دبل الٰه په برخه باندی ضرور غلبه او تسلط کولی اوجگړه به ئی ورسره کولی ځکه چه یو الٰه د بل الٰه حق او تصرف نه منی ځکه چه دده په الوهیت کښی نقص راځی اوهرکله چه یو غلبه په بل باندی کولی نوهغه مغلوب الٰه نه شی کیدلی - او دا دلیل یقینی قطعی دی لکه چه ددی تفصیل سورة انبیاء (۲۲) کښی تیر شوی دی (عَمَّا يَصِفُونَ) اشاره ده دنسبت دولد او دشریک اللّه تعالٰی ته ځکه ولدیت اوشرک صفات دی -
[۹۲] هرکله چه مخکښی دلیلونو کښی تصرف د اللّه تعالٰی ذکرشوی ؤو نوپه دی آیت کښی صفت دعلم دهغه ذکرکوی او ورسره تفریع ده په دی دلیل باندی په رد دشرک - تسبیح دصفاتو سره تعلق لری او علو د ذات سره تعلق لری ددی وجی نه داول سره یصفون او دوهم سره یشرکون ذکرکړی دی -
[۹۴،۹۳] په دی آیتونو کښی عذاب دنیوی ته اشاره ده دپاره دمشرکانو اودارنگ تعلیم دیو ادب ددعا دی دعوت کوؤنکی ته (فَلَا تَجْعَلْنِي فِي الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ) کښی مراد دادی چه ما د سبب دعذاب ددوی نه بچ اوساتی چه هغه شرک او ظلم دی اوحدیث ترمذی کښی هم ددی په شان دعا ذکرکړی ده، و اذا اردتُ فِی الناس فتنةً فاقبضنی غیرمفتونٍ -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>