قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۳ المؤمنون
وَإِنَّا عَلَى أَنْ نُرِيَكَ مَا نَعِدُهُمْ لَقَادِرُونَ ﴿۹۵﴾ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ السَّيِّئَةَ نَحْنُ أَعْلَمُ بِمَا يَصِفُونَ ﴿۹۶﴾ وَقُلْ رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ ﴿۹۷﴾ وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ ﴿۹۸﴾ حَتَّى إِذَا جَاءَ أَحَدَهُمُ الْمَوْتُ قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ ﴿۹۹﴾ لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا فِيمَا تَرَكْتُ كَلَّا إِنَّهَا كَلِمَةٌ هُوَ قَائِلُهَا وَمِنْ وَرَائِهِمْ بَرْزَخٌ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۰۰﴾
او یقیناً په دی خبره باندی چه اوخایو مونږ تاته هغه چه دوی سره ئی وعده کؤو خامخا قدرت لرونکی یو ﴿۹۵﴾
دفع کوه په هغه طریقه چه ښائسته ده بدئ لره مونږ ښه پوهیږو په هغه خبروی چه دوی ئی بیانوی ﴿۹۶﴾
او ته اوایه ای ربه ځما پناهی غواړم په تاسره دوسوسو (تیزؤونکو) دشیطانانونه ﴿۹۷﴾
اوپناهی غواړم په تاسره ای ربه ځما د حاضریدلود دوی نه ماته ﴿۹۸﴾
(دوی به مخالفت کوی) ترهغی پوری چه راشی یوتن ددوی ته مرگ وائی ای ربه ځما واپس کړی مالره ﴿۹۹﴾
دپاره ددی چه عمل اوکړم نیک عمل په بدله دهغی کښی چه ما پریخودلی دی (اوبه وئیلی شی ورته) هیچ چیری نه کیږی یقیناً دا یوخبره ده چه دی وائی هغی لره اوددوی مخی ته لویه پرده ده ترهغه پوری چه دوی به دوباره ژوندی کولی شی ﴿۱۰۰﴾
[۹۵] په دی آیت کښی دلیل دعذاب دراتلو ذکرکړی دی چه ستا په ژوند کښی په عذاب راوستلوباندی اللّه تعالٰی قدرت لری -
[۹۶] په دی آیت کښی دداعی دپاره دوهم ادب علمی دی (بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ) نه مراد دعوت دتوحید او سنت دی او (السَّيِّئَةَ) نه مراد شرک او بدعات او نورگناهونه دی او دارنگ مراد د بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ نه ښائسته اخلاق دی لکه صبراوتحمل او عفوکول او سَّيِّئَةَ نه مراد دمخالف د طرف نه ظلم کول، کنځل کول وغیره دی اودارنگ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ نه مراد دعا ده چه مخکښی آیت کښی تیره شوه او سیئة نه مراد عذاب دی -
[۹۸،۹۷] په دی آیتونو کښی دریم ادب دی په طریقه د دعا سره او د هَمَزَاتِ نه مراد شیاطینو هغه وسوسی دی چه دخلقو په سینو کښی په باره ددعوت کوونکی کښی اچوی دی دپاره چه هغوی دا دعوت قبول نه کړی او (أَنْ يَحْضُرُونِ) نه مراد دادی چه شیطان داعی ته حاظرشی دهغه په زړه کښی ریا، تکبراو غضب وغیره واچوی اودعوت ته نقصان اورسیږی -
[۹۹] دا آیت تعلق لری د (۹۰) سره او تخویف دی یعنی دوی شرک او کفر کښی مشغول دی ترمرگ پوری بیاپه وخت دمرگ کښی ارمانونه کوی دواپس کیدلو دنیا ته (ارْجِعُونِ) ئی جمع صیغه ذکرکړی ده دپاره دتعظیم د رب تعالٰی یا دا جمع دپاره دتکرار ده یعنی زرزر وائی چه ما واپس کړه اودا وینا په وخت دیقین دمرگ کښی ده او داسی قول د مؤمن گنهگار هم دی لکه سورة منافقون (۱۰) کښی - یا دا وینا په عالم برزخ کښی ده پس دمرگ نه اوداسی آیاتونه په ډیرو سورتونو کښی دی سورة اعراف (۵۳) سورة ابراهیم (۴۴) سورة انعام (۲۷) سجده (۱۲) مؤمن (۱۱) فاطر (۳۷) شوریٰ (۴۴) بعضی په وخت دنزع کښی اوبعضی په وخت دنشورکښی اوبعضی په قبرکښی اوبعضی په وخت دپیشئ کښی اللّه تعالٰی ته یا اورته -
[۱۰۰] په دی کښی مقصد دواپسئ ذکرکوی او عمل صالح شامل دی توحید او سنت ته - په كَلَّا سره دهغه جواب دی یعنی هیڅ کله نه شی واپس کیدی اودوی هیچ چیری عمل صالح نه کوی لکه چه سورة انعام (۲۸) کښی تیرشوی دی اوبیا ئی دواپس راتللونه مانع ذکرکړو چه هغه برزخ دی اوهغه په اصل کښی مانع او پردی ته وائی اوهغه وخت چه دمرگ نه تردوباره ژوندی پوری دی هغی ته عالم برزخ وئیلی شی که روح په علیین کښی وی اوکه په سجین کښی وی اوبدن که په قبرکښی وی، اوکه بل ځای کښی وی، روغ وی، اوکه ذری ذری وی نوهغه ته برزخ وئیلی کیدی شی دا برزخ غیر محسوسی دی لکه برزخ په مینځ دبحرین کښی په سورة رحمٰن (۲۰) کښی هغه هم محسوسی نه دی ابن کثیردابوصخرنه نقل کړی دی چه دوی نه په دنیا کښی دی او نه په آخرت کښی دی -