قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۴ المؤمنون
فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنْسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءَلُونَ ﴿۱۰۱﴾ فَمَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۱۰۲﴾ وَمَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ فِي جَهَنَّمَ خَالِدُونَ ﴿۱۰۳﴾ تَلْفَحُ وُجُوهَهُمُ النَّارُ وَهُمْ فِيهَا كَالِحُونَ ﴿۱۰۴﴾ أَلَمْ تَكُنْ آيَاتِي تُتْلَى عَلَيْكُمْ فَكُنْتُمْ بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿۱۰۵﴾ قَالُوا رَبَّنَا غَلَبَتْ عَلَيْنَا شِقْوَتُنَا وَكُنَّا قَوْمًا ضَالِّينَ ﴿۱۰۶﴾ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْهَا فَإِنْ عُدْنَا فَإِنَّا ظَالِمُونَ ﴿۱۰۷﴾
پس هرکله چه پوکی اوکړی شی په شپیلئ کښی پس نه وی نسبونه په مینځ ددوی کښی په دغه ورځ اونه به دوی تپوسونه کولی شی دیوبل نه ﴿۱۰۱﴾
پس هغه څوک چه درانه شی عملونه دهغوی نودغه کسان بس دوی بچ دی عذاب نه ﴿۱۰۲﴾
اوهغه څوک چه سپک وی عملونه دهغوی نودا هغه کسان دی چه تاوانی کړی دی ځانونه خپل په جهنم کښی به دوی همیشه وی ﴿۱۰۳﴾
سوزوی به مخونه ددوی لره اور اودوی به په هغی کښی بدشکله وی ﴿۱۰۴﴾
آیا نه ؤو آیاتونه ځما چه لوستلی کیدل په تاسو باندی پس تاسو وئی چه دروغژن کول هم هغی لره ﴿۱۰۵﴾
دوی به اوائی ای ربه ځمونږه غالبه شوی وه په مونږباندی بدبختی ځمونږه اومونږه ؤو یوډله بی لاری ﴿۱۰۶﴾
ای ربه ځمونږه اوباسه مونږه ددی نه پس که مونږ واپس شو (گمراهئ ته) نویقیناً مونږ به ظالمان یو ﴿۱۰۷﴾
[۱۰۱] ددی آیت نه تخویف اخروی شروع دی اومراد صور نه دوهمه شپیلئ ده (فَلَا أَنْسَابَ) نه مراد دادی چه نسبونه فائده نه شی ورکولی بلکه دیوبل نه به تیخته کوی لکه سورة عبس (۳۵) کښی (وَلَا يَتَسَاءَلُونَ) که اعتراض اوکړی شی چه سورة صافات (۲۷) کښی تسائل ذکر دی نودی آیت کښی د هغی نفی څنگه اوشوه - اول جواب دادی چه دقیامت حالات مختلفه دی بعضی حالاتوکښی کولی شی - دوهم جواب دادی چه دی آیت کښی اوله شپیلئ مراد ده، په دغه وخت به تسائل نه شی کولی اوددوهمه شپلیئ نه روستو به کولی شی دا تفسیر قرطبی د ابن عباس رضی اللّه عنهم نه نقل کړی دی، دریم جواب دادی چه د یوبل رحم کولو په باره کښی هیڅ نه شی غوښتلی او دزورنی تپوسونه به کوی -
[۱۰۲] دا مختصربشارت دی او مراد د (مَوَازِينُهُ) نه عملونه دی او (ثَقُلَتْ) نه مراد موافقت دهغی دی د کتاب اللّه او سنت رسول سره داسی په سورة اعراف (۸) کښی تیرشوی دی -
[د ۱۰۳ تر ۱۱۵] پوری په دی آیاتونو کښی اووه احوال دعذاب او اووه اسباب د عذاب کړی دی هغه په فکر اوتدبر سره معلومیږی (كَالِحُونَ) ددی بدشکلئ تفصیل په حدیث ترمذی کښی ذکرشوی دی چه مخونه به ددوی په اور کښی اوسوزی نوبره شونډه به ئی دسرمینځ پوری اورسیږی اولاندی شونډه به ترنامه پوری اورسی او غاښونه به ئی ښکاریږی (شِقْوَتُنَا) ددی نه مراد خواهشات او مزی ددنیا دی چه سبب دبدبختئ دی یا مراد ددی نه تقدیری شقاوت دی (اخْسَئُوا) عرب دا کلمه دسپو دشړلو دپاره ذکرکوی، نوپه دی کښی اشاره ده چه ددوی حال به دسپوپه شان شی یاداچه دنیا کښی دوی د سپوپه شان مؤحدین (دعوت کوؤنکی) داړل او چیچل اوپه هغوی پسی ئی غپل - لکه روستو آیت کښی ذکرکوی چه تاسو موحدینوپوری مسخری او خندا کوله اومراد د (فَرِيقٌ مِنْ عِبَادِي) نه هغه کسان دی چه په هغوی کښی هغه صفتونه وؤ چه ددی سورة په ابتداء او مینځ کښی ذکرکړی شوی دی اوسره ددی نه دوی د اللّه تعالٰی نه مغفرت او رحم غواړی (وَكُنْتُمْ مِنْهُمْ تَضْحَكُونَ) لکه چه سورة تطفیف (۲۹) کښی ذکردی (فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ) ددی نه مراد حساب دان خلق دی یا ملائک، کِراماً کَاتِبَین دی یعنی دډیر هیبت او حیرانتیا د وجی نه داصل جواب نه غافل دی (أَفَحَسِبْتُمْ) دا زورنه هم په اخرت کښی به وی - یا داد سرنه خبره ده او زورنه ده منکرینو دتوحید او دبعث ته -