قَدْ أَفْلَحَ ۸۳۵ المؤمنون
قَالَ اخْسَئُوا فِيهَا وَلَا تُكَلِّمُونِ ﴿۱۰۸﴾ إِنَّهُ كَانَ فَرِيقٌ مِنْ عِبَادِي يَقُولُونَ رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ ﴿۱۰۹﴾ فَاتَّخَذْتُمُوهُمْ سِخْرِيًّا حَتَّى أَنْسَوْكُمْ ذِكْرِي وَكُنْتُمْ مِنْهُمْ تَضْحَكُونَ ﴿۱۱۰﴾ إِنِّي جَزَيْتُهُمُ الْيَوْمَ بِمَا صَبَرُوا أَنَّهُمْ هُمُ الْفَائِزُونَ ﴿۱۱۱﴾ قَالَ كَمْ لَبِثْتُمْ فِي الْأَرْضِ عَدَدَ سِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ قَالُوا لَبِثْنَا يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ فَاسْأَلِ الْعَادِّينَ ﴿۱۱۳﴾ قَالَ إِنْ لَبِثْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۱۱۴﴾ أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ ﴿۱۱۵﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی کوری شئ (ای سپو) په جهنم کښی اوماسره خبری مه کوئ ﴿۱۰۸﴾
یقیناً وه یوه ډله دبندگانو (مؤحدینو) ځمانه هغوی به وئیل ای ربه ځمونږه ایمان راوړی دی مونږ نو بخښنه اوکړی مونږته اورحم اوکړی په مونږباندی اوته ئی غوره درحم کؤونکونه ﴿۱۰۹﴾
پس گرځول تاسو هغوی لره سپک سپورتردی چه غافل ئی کړئ تاسو دتوحید ځمانه اووئی تاسو چه په هغوی پوری مو خندا کوله ﴿۱۱۰﴾
یقیناً بدله ورکړه ما هغوی ته نن ورځ په وجه دصبرددوی چه یقیناً دوی خاص دوی کامیاب دی ﴿۱۱۱﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی څومره وخت تیرکړی ؤو تاسو په ځمکه کښی په شماردکلونوسره ﴿۱۱۲﴾
دوی به وائی تیره کړی ده مونږ یو ورځ یا ټکړه دورځی پس تپوس اوکړه دشمارکوؤنکو نه ﴿۱۱۳﴾
اوبه وائی اللّه تعالٰی نه دی تیرکړی تاسو مگرلږ وخت که چیری تاسو پوهیدلی ﴿۱۱۴﴾
آیا پس گمان کړی دی تاسو چه یقیناً پیداکړی ئی مونږ تاسو بی فائدی او یقیناً تاسوبه مونږطرف ته راگرځولی نشئ ﴿۱۱۵﴾