قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۰ النور

وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُنْ لَهُمْ شُهَدَاءُ إِلَّا أَنْفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۶﴾ وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِنْ كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۷﴾ وَيَدْرَأُ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۸﴾ وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِنْ كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ ﴿۹﴾

اوهغه کسان چه بدنامه لگوی په بیبیانو خپلو باندی (په نسبت دزناسره) اونه وی دوی لره گواهان مگرځانونه ددوی پس گواهی دیو ددوی (خاوند) لره څلورگواهئ دی په قسم په اللّه تعالٰی باندی چه یقیناً دی خامخا دی درشتینونه ﴿۶﴾
او پنځمه گواهی داده چه لعنت د اللّه تعالٰی دی وی په ده باندی که چیری دی وی د دروغژنونه ﴿۷﴾
او اړوی دښځی نه عذاب لره چه گواهی اوکړی څلور گواهی سره دقسم نه په اللّه تعالٰی باندی چه یقیناً دا (خاوند) خامخا د دروغژنونه دی ﴿۸﴾
او پنځم ځل (وائی به) چه غضب د اللّه تعالٰی دی وی په دی ښځی باندی که چیری دا خاوند وی درشتینونه ﴿۹﴾

[۹،۸،۷،۶] په دی آیاتونو کښی څلورم حکم ذکر کوی دپاره دبندش دلفظ د فحشاء په مینځ دښځی او خاوند کښی په طریقه د لعان کولو سره - او څلوروته شهادات وائی ځکه چه اداکیږی په لفظ د اشهد باللّه سره اوداپه معنیٰ کښی قسم دی اوپه پنځم کرت کښی لفظ د اشهد نیشته بلکه دجانب دخاوند نه دعاء شرده په ځان باندی په لعنت سره په شرط ددروغ وئیلوسره اودجانب دښځی نه دعاء‌ شرده په ځان باندی په لعنت سره په شرط ددروغ وئیلوسره اود جانب دښځی نه دعاء‌ شرده په ځان باندی په غضب سره په شرط دصدق ثابتیدلو د خاوند سره په دی ښځی باندی -
فائده ۱: په جانب دخاوند کښی لعنت ذکردی اوپه جانب دښځه کښی ئی غضب کړی دی، یو وجه داده زنانه لفظ لعنت اکثر استمالوی اوهیڅ پرواه نه کوی لکه چه په حدیث کښی راغلی دی (تکثرن اللعن) ددی وجی نه دوی دپاره لفظ دغضب ذکرکړی شو اونارینه د لعنت د دلفظ نه ډیر اجتناب کوی نودهغوی په باره کښی هغه ذکرکړی شو - دوهمه وجه داده چه لفظ د غضب کښی ډیرشدت دی په نسبت د لفظ د لعنت سره ځکه چه لعنت کښی درحمت نه محروم کیدل دی اوپه غضب کښی دمحروم والی درحمت سره نزول د قهراو اد عذاب هم وی پس هرکله چه اثبات دصدق د خاوند سره په ښځه باندی حد د زنا ثابتیږی سره داختلاف د اهل علم نه اوثبوت د کذب دخاوند سره په خاوند باندی حد قذف راځی اوحد زنا زیات دی دحد قذف نه - دریمه وجه داده چه خاوند په داسی معامله کښی اکثررشتینی وی او ښځه سره ددی نه چه زنا ئی کړی وی لیکن دروغ وائی نوڅوک چه سره دعلم نه انکارکوی نو هغه مفضوب علیه دی - ددی وجی نه دښځی په جانب کښی غضب ذکرشو -
فائده ۲: هرکله چه اکثرعادت د نارینو په آرام او دمه دمه خبری کول دی نودده په جانب کښی ئی (وَالْخَامِسَةُ) (په پیخ سره) ذکرکړو چه مستقله جمله ده اوعطف ده په ماقبل باندی اوعادت اکثری دزنانو په خبرو کښی تلوار او عجلت کول دی نو دهغی په جانب کښی وَالْخَامِسَةَ - (په زورسره) ذکرکړی دی چه متصل دی دماقبل سره یعنی ان تشهد الشهادة الخامسة واللّه اعلم او نور احکام د لعان په احادیثو او فقه کښی تفصیلاً ذکر کړی شوی دی -

<< بعدی صفحه مخکنی صفحه >>