قَدْ أَفْلَحَ ۸۴۱ النور

وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ ﴿۱۰﴾ إِنَّ الَّذِينَ جَاءُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِنْكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَكُمْ بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ مَا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱﴾ لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنْفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُبِينٌ ﴿۱۲﴾

اوکه چیری نه وی فضل د اللّه تعالٰی په تاسوباندی او رحمت دهغه اوداچه یقیناً‌ اللّه تعالٰی ډير توبه قبلوونکی دی حکمتونو والا دی ﴿۱۰﴾
یقیناً هغه کسان چه راوړی ده بدنامه (په عائشه رضی اللّه عنها باندی) یوه مضبوطه ډله ده ستاسونه گمان مه کوئ په دی باندی بده ده ستاسو دپاره بلکه هغه فائده مند ده تاسولره دپاره دهریوتن ددوی نه (سزا) دهغی ده چه کړی وی دگناه نه اوهغه تن چه راوچت کړی دی لوی بوج ددوی نه هغه لره عذاب لوی شان والا دی ﴿۱۱﴾
ولی نه وه کله چه تاسو دا (خبر) واوریدلو چه گمان کړی وی مؤمنانوسړو او مؤمنو زنانو په یوبل باندی دخیر او وئیلی وی چه دا دروغ ښکاره دی ﴿۱۲﴾

[۱۰] په دی آیت کښی ترغیب دی عمل کولوته په تیرشوؤ حکمونوباندی او ذکر دنعمت الٰهیه دی، او فضل نه مراد بچ کول دی داعمالو دفحشاء‌ نه په اول دوه حکمونو کښی - او درحمت نه مراد بچ کول دی د اقوالو دفحشاء‌ نه په روستو دوه حکمونوکښی په ذکرکولو دحدود او دلِعان سره - او جزاء‌ د لَولَا محذوف ده لَاَبُتَلِتُمْ بِالْفَحْشَآءِ یعنی ضرور به مبتلاشوی وی په فحشاء‌ سره -
[۱۱] ددی آیت نه دوهم باب تر (۲۷) پوری دی په دی کښی زجرونه دی منافقانوته چه بدنامی لگوی په مؤمنانو باندی او اداب دی مؤمنانوته په وخت دبدنامه لگیدلو په یو مؤمن باندی او اوصاف دمنافقانو دی سره دتخویف اخروی نه اوترغیبات دی مؤمنانوته سره دبشارت نه - په دی آیت (۱۱) کښی زجردی هغه منافقانوته چه بدنامه ئی لگولی وه په عائشه رضی اللّه عنها باندی اوپه دی بدنامه لگولو کښی صرف دری د اهل ایمان نه شریک شوی وو حسان بن ثابت مسطح بن اثاثه او حمنه بنت جحش رضی اللّه عنهم اوباقی ټول منافقان وؤ (عُصْبَةٌ مِنْكُمْ) عصبةُ‌ ددریو نه ترلسوپوری جماعت ته وئیلی کیږی او مِنْكُمْ ئی ځکه اوفرمایل چه منافقان هم ځان په مؤمنانو کښی شمارکوی (لَا تَحْسَبُوهُ) دا تسلی ده مؤمنانوته ځکه چه دا واقعه سبب اوگرځیدلو دنزول دسورة نور دپاره او دا لوی خیردی اودارنگ په بهتان لگیدلوسره گناهونه معاف شی او درجات اوچت شی - په دی کښی اشاره ده چه کوم مصیبتونه چه په اولیاء اللّه باندی راځی په دی کښی دهغوی دپاره خیروی (وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ) مراد ددی نه عبداللّه بن اُبئ بن سلول دی چه رئیس دمنافقانو وؤ اوده ددی بهتان ابتداء‌ کړی وه اوددی نشراواشاعت به ئی هم کوؤ اوداپه روایت دامام بخاری کښی دی او دا صحیح قول دی - اوچاچه حسان بن ثابت رضی اللّه عنه ته ددی نسبت کړی دی هغه قول صحیح نه دی هغه قول دهغه راوی اجتهاد دی -
[۱۲] په دی ادب اول ذکردی دپاره دمؤمنانو په وخت دبهتان لگیدلوکښی په یومؤمن باندی یعنی مؤمنانولره تصدیق دبهتان تړونکو نه دی په کار، بلکه دوی لره گمان دخیرپه کاردی ځکه چه ظاهرحال دمؤمن پاکدامنی اوعفت دی -