قَدْ أَفْلَحَ ۸۵۸ النور
وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنْكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۵۹﴾ وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاءِ اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۶۰﴾
اوکله چه اورسی واړه بچی ستاسو بلوغ ته پس اجازت دی غواړی هروخت لکه چه اجازت غوښتلوهغه کسانو چه ستاسونه مخکښی (بالغان شوی دی) دغسی بیانوی اللّه تعالٰی تاسوته احکام خپل او اللّه تعالٰی پوهه دی حکمتونووالا دی ﴿۵۹﴾
اوبوډئ گانی د زنانو هغه چه امید نه لری دنکاح کولو نونیشته په دوی باندی گناه چه کیږدی پړونی خپل نه به وی ښکاره کؤونکی خپل ډول لره اوځان بچ ساتل ډیرغوره دی دوی لره او اللّه تعالٰی اوریدونکی دی پوهه دی ﴿۶۰﴾
[۵۹] داد مخکښی قانون تتمه ده یعنی چه دغه هلکان (اولاد) بالغان شی نوبیابه هروخت داسی اذن غواړ ی کوم چه (۲۷) کښی تیرشوی دی (الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ) نه مراد هغه کسان دی چه ددی نه مخکښی بالغان شوی دی اوهغوی ته عام حکم (۲۷) کښی تیرشوی دی - او ددواړو آیتونو په اختتام کښی دتاکید دپاره ئی (كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ) ذکرکړی دی، هرکله چه په روستو آیت کښی حواله ورکړی وه په مخکښی حکم باندی نودهغی داشاری دپاره آيَاتِهِ ذکرکړو اومخکښی آیت کښی ئی مطلق حکم وؤ نو الآیات ئی ذکرکړی دی -
[۶۰] دادوهم قانون دی دپاره د دفع کولو دحرج، سره دبیان دعفت نه (وَالْقَوَاعِدُ) کښی اشاره ده چه دوی دعام ضروریاتو (چه زنانوسره تعلق لری) نه عاجزی شوی دی (اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا) په دی صفت کښی اشاره ده چه دوی دعمر داسی انتهاء ته رسیدلی دی چه شوق او رغبت ترینه ختم شوی دی اوپه داسی حال کښی دجانبینونه د بداخلاقئ پیداکیدلو هیڅ خطره نیشته (ثِيَابَهُنَّ) مراد ددی نه پړونی او برقعه او لوی څادر دی (غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ) یعنی پړونی نه استعمالو دزینت ښکاره کولو دپاره نه کوی یادا چه پردوخلقوته سینه، غاړه، مټی، پنډئ نه ښکاره کوی اودارنگ مخ ته او شونډو او لاسونو خپوته رنگ نه ورکوی (وَأَنْ يَسْتَعْفِفْنَ) په دی کښی اشاره ده چه احکامو کښی دوه قسمونه دی یوعزیمت چه په هغه باندی عمل کول غوره کاروی اودوهم رخصت چه په هغی باندی عمل کول جائزوی -